چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپښتین: پولیسو د اکتوبر ۱۱مې د غونډې پر انتظامیه ډلې برید کړی

پښتین: پولیسو د اکتوبر ۱۱مې د غونډې پر انتظامیه ډلې برید کړی

تاند ( چهارشنبه د میزان ۱۱مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي په خیبر ضلعې کې۱۱م اکتوبر غونډې لپاره د انتظامه ډلې پر کېمپ پولیسو برید کړی دی.
پښتین وايي پولیسو د شپې په تیاره کې دغه برید ترسره کړی.
پښتین پر خپل فېسبوک او ایکس لیکلي: « د پېښور پولیسو سره څو مخ پټو ادارو کسانو په خیبر جرګه انتظامي کېمپ باندې ډیره په غټه کچه حمله کړې ده.»
پښتین دعوه کړې چې پولیسو د ډزو ترڅنګ اوښکې بهوونکي ګاز هم کارولي، چې له امله یې د پښتون ژغورنې د انتظامیه ډلې په زیات شمېر کسان ژوبل او بې هوښه شوي دي.
پولیسواو د پښتونخوا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه برید د منظور پښتین د ملاتړو سخته غوصه راپارولي او دوی ټولو په کلکه د ۱۱م اکتوبر د غونډې ملاتړ ترڅنګ د ګډون ژمنه هم کړې ده.
له کابو دوه میاشتو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان په پاکستان کې د ۱۱م اکتوبر غونډې لپاره چمتووالی پيل کړی او تمه هم دا ده چې دا غونډه به برخلیک ټاکونکې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب