چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام ویست ته نوې دنده...

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام ویست ته نوې دنده وسپارل شوه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۱ مه) د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به له خپلې دندې ګوښه شي او پر ځای به یې د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر سرپرست شي.

په پام کې ده چې د ښاغلي ویست دنده د افغانستان لپاره د امریکا په سفارت کې اوسنۍ شارژدافېره کرن ډیکر او همداراز د افغان ښځو لپاره د متحدو ایالتونو استازې رینا امیري په غاړه واخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له دوحې څخه فعالیت ته دوام ورکوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، ښاغلی ویسټ، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د یوې ننګوونکې دورې په ترڅ کې د متحدو ایالتونو د پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

بلینکن له ویسټ څخه مننه وکړه چې د متحدو ایالتونو د ملي ګټو او د افغانانو د بشري اړتیاوو ترمنځ یې انډول په پام کې ساتلی و.

ده همداراز ویلي چې ویست د خپل ماموریت پرمهال، د نړیوالو شریکانو په همکارۍ د بشري هڅو مشري وکړه څو په دې توګه په افغانستان کې د پراخې قحطۍ مخه ونیسي او د میلیونونو افغانانو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.

بلینکن وویل، «ټام په یوه پیچلې دوره کې په مهارت سره د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ مشري کړې ده.»

ټام ویست د افغانستان په اړه د پراخو معلوماتو خاوند دی او په پښتو ژبه هم پوهېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب