چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهایران پر اسراییل ګڼ توغندي وویشتل

ایران پر اسراییل ګڼ توغندي وویشتل

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۰ مه) رویټرز خبري اژانس د ایران د یوه جګپوړي چارواکي له قوله ویلي چې ستر مشر علی خامنه ای پر اسراییلو د توغندیو د برید امر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې ایران “هر ډول غبرګون” ته چمتو دی. ایران پر اسراییل تر ۲۰۰ ډېر توغندي ویشتي دي.

د ایران جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې ستر مشر خوندی ځای ته تللی دی.

په ملګروملتونو کې د ایران دایمي ماموریت هم په ایکسپاڼه کې یو پوسټ خپور کړ او په اسراییل باندې د ایران د توغنديي برید یې د اسراییلو کړنو ته ” منطقي، او قانونی ځواب” وباله.

په اعلامیه کې ویل شوي، که چېرې اسراییل دې برید ته ځواب ووایي، نو د ایران له لوري به “له لا سخت غبرګون” سره مخامخ شي.

انقلابي ځواک: موږ د اسراییل زړه مو وویشت

د ایران سپاه پاسداران یا انقلابي ځواک په یوه اعلامیه کې، چې په اسراییل باندې د ایران د توغندويي برید له اعلان څخه څو دقیقې وروسته خپره شوه ویلي چې دوی د اسماعیل هنیه، حسن نصرالله او عباس نیلفوروشان د وژنې په غبرګون کې “د اشغالي سیمو زړه” په نښه کړی دی.

په تل ابیب اونورو ښارونو کې د چاودنو غږونه

د اسراییل دولتي رادیو وویل چې ایران پر اسراییل تر ۲۰۰ زیات بالستیک توغندي توغولي دي.

د اسراییل پوځ وایي، ایران د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کړي دي. د اسراییل په ادعا شاوخوا لس میلیونه اسراییلي ملکي وګړي د ایران د توغندیو له بریدونو سره مخامخ دي.

د جرمني خبري اژانس یوه خبریال راپور ورکړ چې په تل ابیب کې د لوړو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د فرانس پریس خبریالان وایي چې د چاودنو غږ بیت المقدس ته ټکان ورکړ.

اسراییل د الوتکو خپل هوايي حریم منع اعلان کړی دی.

عراق او اردن هم په موقت ډول خپل هوایي حریم منع کړی دی.

اروپایي هوایي شرکتونو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله منځني ختیځ ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

د امریکا غبرګون

سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن پوځ ته امر کړی چې د ایران د توغنديي بریدونو په وړاندې له اسراییل سره مرسته وکړي.

ښاغلی بایډن او د امریکا مرستیال ولسمشره کاملا هریس د بحران له خونې څخه پر اسراییل د ایران برید له نژدې څاري او د برید په اړه هر وخت معلومات ترلاسه کوی.

یوه امریکايي چارواکي سي بي ایس تلویزیوني چاینل ته ویلي چې امریکا پر اسراییل د ایران د یو شمېر توغندو مخه نیولې ده.

د ایران تر بریدونو مخکې امریکا خبرداری ورکړی و چې ایران پراخې حملې ته تیاري نیسي.

د سپاه پاسداران اعلامیه

د ایران انقلابي ځواک (سپاه پاسداران) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پر اسراییل د بریدونو “لومړۍ څپه” ده او خبرداری یې ورکړی چې که اسراییل ځواب ووایي نو دا بریدونه به بیا تکرار کړي.

د ایران ټلویزیون ویلي چې د دوی توغندي د وسپنې له ګومبتې (توغندي ضد وسلو) څخه تېر شوي دي.

په ټول اسراییل کې د خبرداري د زنګونو غږونه اورېدل شوي او خلک سرپناوو ته تللي دي. یو شمېر تلویزیوني چاینلونو د راکټي بریدونو تصویرونه په ژوندۍ بڼه خپاره کړي دي.

د انقلابي ځواک په وینا، دا بریدونه د ملي امنیت عالي شورا له خوا او د اسماعیل هنیه، حسن نصرالله او عباس نیلفوروشان د وژنې په بدل کې تصویب شول.

د ایران تلویزیون ویلي چې د دغه هیواد د انقلابي ځواک له توغندويي بریدونو سره هممهاله حزب الله د اسرزاییل پر نورو برخو راکټي بریدونه کړي دي.

د اسراییل پوځ: د ایران د توغندیو برید به “عواقب” ولري

د اسراییل د پوځ ویندوی وايي چې د ایران د توغندويي بریدونو ګواښ “د اوس لپاره” پای ته رسیدلی او ملکي خلک کولی شي له خپلو پناه ځایونو څخه راووځي.

د پوځ یوه ویاند څو دقیقې وروسته وویل چې دا برید “جدي” و او پایلې به ولري.

ډینیل هګاري وویل: «موږ د دفاعی او تهاجمی خبرداري درجه لوړه کړې او د اسراییل د اتباعو دفاع به وکړو. دا ډول اور (د توغندیو) به پایلې ولري. موږ پلانونه لرو او موږ به په هغه وخت او ځای کې اقدام وکړو چې موږ یې غوره کوو. “

هغه زیاته کړه چې په څو ځایونو کې د ایران د توغندو د مخنیوي راپورونه یې ترلاسه کړي او په مرکزي او جنوبي اسراییل کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسراییل د دفاع وزارت ویاند وویل، “موږ لاهم د برید ارزونه کوو، خو موږ ته د تلفاتو راپور نه دی رسیدلی.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب