پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهطالب چارواکي: د دوی په حکومت کې قومي، ژبني او سمتي چلند...

طالب چارواکي: د دوی په حکومت کې قومي، ژبني او سمتي چلند نه شته

تاند ( سه شنبه د میزان ۱۰مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د ادعاوو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې له اقلیتونو سره هیڅ ډول دوه ګونی چلند نه کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، په دوی کې قومي، ژبني او سمتي چلند نه شته او د دوی حکومت د ملي یووالي ټینګښت ته جدي ژمنتیا لري.

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر ادعا کړې وه  چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت له قومي، ژبنیو او مذهبي اقلیتونو سره دوه ګونی چلند کوي.

طالب چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې اوسمهال په حکومتي دندو د ګمارنې له پروسې عام افغانان او د نظر خاوندان راضي نه دي او وايي چې طالبان په قومي بنیاد نه بلکې په ګوندي اساس لوړې چوکۍ یوازې ملایانو ته ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...