سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، نور افغان کډوال نه شي...

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، نور افغان کډوال نه شي زغملی

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۰ مه) د ایران د کورنیو چارو وزیر وایي، د افغان کډوالو ایستل د ایرانیانو یوه عمومي غوښتنه او ملی پروګرام دی او د دغه هېواد لپاره لومړیتوب لري.

سکندر مومني ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت ټولې سرچینې او سبسیډی په مهاجرو مصرف کیږي او ایران نور نه شي کولی چې دا ومني.

تر دې مخکې د ایران د څو ښارونو پر نانوایانو لیکلي شوي وو چې پر افغانانو ډوډۍ نه پلوري ځکه چې دوی ته دولت سبسیډي یا په ارزانه بیه اوړه د ایرانیانو لپاره ورکوي نه د افغانانو په خاطر.

ښاغلي مومني نن (سې شنبې) د ایران د پولیسو د قوماندانانو، مرستیالانو او د استخباراتي ادارو د مشرانو د غونډې په څنډه کې پر مسوولو ادارو غږ وکړ چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د پلان په پلي کولو کې همکاري وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه:«موږ لازم پلانونه چمتو کړي دي، او نور سیکتورونه چې د (بهرنیو) اتباعو لپاره د کور، کار او دندې مسوولیت لري باید همکاري وکړي څو دا پلان په سم ډول پلی شي.”

ایران له څه باندې یو کال راهیسي تقریباً هره ورځ سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

نن هم د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ویلي چې له ایران او پاکستان څخه تازه ۳۴۶ نورې کورنۍ افغانستان ته بېرته راغلې. د هغوی په منځ کې ۱۰۶ کورنۍ د نیمروز او ۱۹۸ کورنۍ د اسلام کلا له لارو افغانستان ته بېرته راستنې شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې د روان لمریز کال تر پایه شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب