Homeخبرونهد ایران په سیستان او بلوچستان کې ۱۱ افغانان په ترافیکي پېښه...

د ایران په سیستان او بلوچستان کې ۱۱ افغانان په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

تاند (سې شنبه،د میزان ۱۰ مه) د ایران د سیستان او بلوچستان د سرې میاشتې ټولنه وايي چې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۱۱ افغان اتباع په یوه ترافیکی پېښه کې مړه شوي دي.

دا پېښه نن (سې شنبې) سهار شوې او په لړ کې یې ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دا پېښه د سروان ولسوالۍ او کوهاک کلي ترمنځ د افغانانو د سپرلۍ د لارۍ د چپه کېدو په نتیجه کې شوې ده.

د سیستان او بلوچستان ولایت د سرې میاشتې د ټولنې مدیر محمد مهدي سجادي وویل، په دې لارۍ کې ۲۳ افغانان سپاره وو چې له پېښې وروسته په روغتون کې بستر شوي وو.

رسنیو ویلي چې د پیښې قربانیان وروسته امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې نن د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې نور افغان کډوال نه شي منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...