سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهکرکټ؛ د ښځو نړیوال جام د اکتوبر په ۳مه پیلېږي

کرکټ؛ د ښځو نړیوال جام د اکتوبر په ۳مه پیلېږي

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۰مه) ټاکل شوې چې د ښځینه وو کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر په ۳مه نېټه پیل شي.

دغه سیالۍ د عربي متحده‌اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه لوبغالو کې ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون لري،چې په دوه ګروپونو سره وېشل شوي دي.

د دغې نړیوال جام په الف ګروپ کې اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي.
په ب ګروپ کې بیا بنګله‌دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلې یوځای شوي دي.

لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۳مه د بنګله‌دېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب