سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد اکتوبر ۱۱مه؛ علي وزیر له آزادېدو سره سم بیا پولیسو ونیوه

د اکتوبر ۱۱مه؛ علي وزیر له آزادېدو سره سم بیا پولیسو ونیوه

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۰مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر پرون دوشنبه له زندان څخه د ازادېدو پرمهال بېرته پولیسو نیولی دی.

د یاد غورځنګ غړي وايي چې د وزیر له نیول کېدو وروسته نه ده په ډاګه شوې چې نوموړی چېرته وړل شوی دی.

علي وزیر د روان کال په اسد میاشت کې هغه مهال ونیول شو کله چې نوموړي په موټر یو کس وواهه او بیا یې روغتون ته لېږدوه.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر علي امين ګنډاپور په امنيت او د سيمې پر مسایلو خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې منظور پښتين د اکتوبر۱۱مه پښتون قامي عدالت په اړه ګنداپور خبر کړی خو لا معلومه نه ده چې هغه ته بلنه ورکړل شوې که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب