سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد پکتیا او کورمې ترمنځ د خرلاچۍ لار پرانیستل شوه

د پکتیا او کورمې ترمنځ د خرلاچۍ لار پرانیستل شوه

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۰ مه) پاکستاني چارواکي وايي، له افغانستان سره د خرلاچۍ لار نن (سې شنبې) وروسته له هغه بیا پرانستل شوه چې ډیورند کرښې ته نژدې په پاړه چنار کې نښتې پای ته ورسیدې.

د خرلاچۍ لاره چې په اوسنۍ خیبرپښتونخوا صوبه کې د کورمې سیمه د افغانستان له ختيځ پکتيا ولايت سره نښلوي،

پولیس وایي، د پاړه چنار په قبایلي سیمه کې نښتې له ۹ ورځو وروسته پای ته رسېدلي او په سیمه کې سوله ټینګه شوې ده. دوی زیاته کړه، امنیتي ځواکونه او پولیس په مهمو پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.

د جګړې او د خرلاچۍ د لارې بندېدو د دې سیمې اوسیدونکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړي ځکه چې خوراکي توکي، درمل، تیل او د اړتیاوړ نور شیان کم شوي دي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سپتمبر په ۲۷مه وویل چې په سیمه کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

والي کندی رسنیو ته په خبرو کې وویل: “په پاړه چینار کې تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.”

ځايي اوسیدونکي وايي، په داسي حال کې چې  خونړۍ جګړه روانه وه، حکومت او امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي لپاره اقدام نه کاوه.

جګړه د یوې ټوټې مځکې پر سر پیل شوې وه. پر دې مځکه تر دې مخکې هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې شوي وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب