سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د خیبرپښتونخوا له اعلي وزیر سره پر امنیت او د...

منظور پښتین د خیبرپښتونخوا له اعلي وزیر سره پر امنیت او د پښتنو پر جرګې خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۰ مه) د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړی دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره لیدلي دي.

د خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت په وینا، په دې کتنه کې، چې تېره شپه (دوشنبې – د سپټمبر ۳۰ مه) وشوه، پر امنیتي او سیاسي چارو خبرې وشوې.

منظور پښتین د اکتوبر په یوولسمه د پښتنو د ستونزو د هواري په اړه د خبرو لپاره لویه جرګه رابللې ده او بیلابیل سیاسي شخصیتونه یې دې جرګې ته وربللي دي. د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا ګنډاپور یې هم دې جرګې ته وباله او که نه. د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت د مرکزي حکومت تر فشار لاندې دی.

د خیبرپښتونخوا د اعلي وزیر د اطلاعاتو سلاکار، چې د صوبايي حکومت د ویاند دنده هم لري، په یوه بیان کې ویلي چې منظور پښتین له اعلي وزیر سره په خبرو کې هغه ته د اکتوبر د یوولسمې د جرګې په اړه، چې د پښتنو قومي عدالت نومول شوې، معلومات ورکړل.

ټاکل شوې ده چې دا جرګه په خیبر دره کې جوړه شي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ سرچینې وايي چې د دې جرګې د مخنیوي یا سبوتاژ کولو لپاره د منظور پښتین د وژلو هڅې شوي او په دې لړ کې یې یو شمېر کسان نیولي هم دي.

علي وزیر له خوشي کېدو وروسته بیا نیول شوی

له بلې خوا منظور پښتین نن (سې شنبې) ویلي چې د دغه غورځنګ یو مشر علي وزیر له محبس څخه تر خوشي کېدو لږ وروسته بیا د پنجاب پولیسو نیولی دی.

د ښاغلي پښتین په وینا علي وزیر تېر ماښام (دوشنبې) د پنجاب ایالت د راولپینډۍ له اډیاله جېل څخه خوشی شو او د پنجاب د اعلي وزیرې په امر بېرته پولیسو ونیوه.

منظور پښتین پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «علي وزیر د پنجاب د اعلي وزیرې مریم نواز په امر نیول کیږي او پرته له دې چې د زنداني کېدو دلیل یې معلوم وي، بېرته بل محبس ته اچول کیږي.»
ښاغلي پښتین دا هم ویلي چې دا درېیم ځل دی چې مریم نواز د پوځ په غوښتنه علي وزیر نیسي.

نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځلي نیول شوی او کلونه یې په زندان کې تېر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب