Homeخبرونهد عمران خان او د هغې د مېرمنې د خوشې کېدو ضمانت...

د عمران خان او د هغې د مېرمنې د خوشې کېدو ضمانت رد شو

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۰مه) د پاکستان یوې محکمې پرون دوشنبه له زندان څخه په ضمانت د عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه.

دا خبره د عمران خان مدافع وکیل رسنیو ته کړې ده.

عمران خان له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه شو، په ۱۵۰ قضیو محکوم شوی دی.

هغه وخت په پارلمان کې د عمران خان ګڼو متحدینو له هغه مخ واړوه او نوموړی یې زندان ته کړ.

عمران خان د پاکستان پوځ او خپل اصلي سیال، اوسنی صدراعظم شهباز شریف تورنوي چې د امریکا د یوې دسیسې پر اساس یې د ده حکومت مات کړ.

خو شهباز شریف او امریکا بیا دا ادعا رد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...