سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد طالبانوحکومت؛کورني او بهرني پانګوال دې د افغانستان پر اوبو پانګونه وکړي

د طالبانوحکومت؛کورني او بهرني پانګوال دې د افغانستان پر اوبو پانګونه وکړي

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۰مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وايي، افغانستان د برښنا د صادروونکي هېواد له وړتیا برخمن دی؛ خو دا کار ندی شوی او د یو وارداتي هېواد په توګه پاتې دی.
مولوي عبدالکبير پرون دوشنبه د میزان ۹مه د افغانستان د برښنايي انرژۍ د پانګونې د فرصتونو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې د افغانستان پر اوبو او برښنایي سرچینو پانګونه وکړي.
په دې کنفرانس کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې افغانستان د انرژۍ د تولید او له کورنیو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید او صادرولو لوړ ظرفیت لري؛ خو په تېرو لسيزو کې په قصدي ډول د انرژۍ د واردونکي هېواد په توګه ساتل شوى دى.
په ورته مهال د برښنا شرکت مسوولانو هم ویلي، چې په هېواد کې د ۵ میلیارډ ډالرو پر وړتیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د پروژو دعملي کولو ظرفیت شتون لري.
عبدالباري عمر له دولتي ادارو او خلکو څخه د برښنا د لګښت د پورونو د ورکړې غوښتنه وکړه او وایي، چې له دې سره به وکولی شي خپل تخنیکي سیسټمونه لوړ او د ضایعاتو مخنیوي وکړي.
د برښنا نشتون بیا یوه داسې مسله ده، چې افغانان ورسره مخ دي.
اقتصاد پوهان وایي په کور دننه د برښنا د تولید لپاره ډېرې سرچینې شته؛ خو د دوی به وینا اوس هم د افغانستان د خلکو میلیونونه ډالره پانګه د بهرنیو هېوادونو جېبونو ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب