سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهلغمان او فاریاب کې ۴ تنه د اخلاقي فساد په تور په...

لغمان او فاریاب کې ۴ تنه د اخلاقي فساد په تور په دُرو وهل شوي

تاند ( سه شنبه ، د میزان ۱۰مه) د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې په لغمان او فاریاب ولایتونو کې یې ۴ تنه د اخلاقي فساد په تور په دُرو وهلي دي.
په یادو کسانو کې ۳ نارینه او یوه ښځه شامله ده.
یادې محکمې پرون دوشنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له یادو کسانو ۳ یې په لغمان کې په عام محضر کې په سزا ورسېدل او د دې ولایت د ابتدايي محکمې په حکم یو تن په څلورنیم کاله تنفیذي بند او دوه نور په یو یو کال تنفیذي بند محکوم شول.
بل لورته بیا د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې په فاریاب ولایت کې هم یوه ښځه له کوره د تښتېدو او له یوه نارینه سره د نامشروع اړیکو په تور ۳۰ دُرې وهل شوې ده.
د بشري حقونو ټولنې د طالبانو د حکومت له لوري په عام محضر کې سزاوې نقدوي، خو له نیوکو سره سره هم د طالبانو حکومت دا ډول سزاوو ته دوام ورکړی.

1 COMMENT

  1. ملک میراجان می خواکی ناست دی داخبر می ورته ولوست سخت غوصه دی وایی ورته ولیکه چی ښه کار موکړی، خو دا عربی حدود ولی په خپل ځان نه عملي کوی؟ رئیس پاسپورت رییس بريښنا مو کوم محضر کی په دورو وډزول؟
    کنه، ک و ن ی ا ن معاف دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب