Homeخبرونهجیش العدل وسله والې ډلې پر ایراني پولیسود بریدونو مسوولیت ومانه

جیش العدل وسله والې ډلې پر ایراني پولیسود بریدونو مسوولیت ومانه

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۰مه) د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د ایراني حکومت مخالفې وسله والې ډلې جیش‌العدل په سیستان او بلوچستان ولایت کې پر ایراني پولیسو د بریدونو مسوولیت ومانه.
د یاد آژانس د راپور له مخې، دې ډلې، چې په پاکستان کې دېره ده، پرون دوشنبه ویلي، چې دوی د سیستان او بلوچستان په درېیو سیمو کې بریدونه کړي چې پرمهال یې یو شمېر ایراني پولیس وژل شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم پرون په یوه راپور کې، په دغو بریدونو کې د ایران د دوه نورو امنیتي ځواکونو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.
د یادونې ده چې د ایران په سیستان او بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان کې د دواړو هېوادونو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیت پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي.
دواړه یو پر بل تور لګوي چې د مقابل لوري وسله‌والو مخالفانوته یې پناه ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...