پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+پاکستان کی پاته کیدل، ازاد پښتونستان او ازاد بلوچستان که تاریخي افغانستان؟

پاکستان کی پاته کیدل، ازاد پښتونستان او ازاد بلوچستان که تاریخي افغانستان؟

د لرو افغانانو پر وړاندی دری انتخابونه، د هر یو ګټې او تاوانونه

ډاکتر تاج الدین ملت مل

د سنبلې ۹، ۱۴۰۳ ل

لر او بر افغانان باید دا پنځم فرصت ضایع نه کړي.  لر او بر افغانانو څلور مهم تاریخي فرصتونه له لاسه ورکړل، چې په نتیجه کې یې لر او بر افغانان د ختمیدو سرحد ته رسیدلي دي.  لومړی فرصت هغه وخت و چې کله هندوستان تقسیم کیده، نو لرو افغانانو (پښتنو او بلوڅانو) ته په کار دا وه چې خپل سرنوشت یې په خپله ټاکلی وای.  دویم فرصت غازي امان الله باید د ازادۍ اعلان یوازې د بر افغانانو لپاره نه وه مقید کړی او دا ازادی یی باید ټول لر اوبر افغانانو په خپلواکۍ پورې نه وای محدود کړی.  درېیم فرصت د هند د وېش په مهال و چې په نتیجه کې یې پاکستان جوړ شو، د افغانستان واکمنانو باید له دې فرصته ګټه اخیستې وای او څلورم فرصت یې د بنګله دېش د ازادیدو په وخت وه، چې هغه وخت هم افغان واکمنانو فرصت سم تشخیص نه کړ او ګټه یې تری وا نه خیسته. فرصتونه هر وخت نه کله کله ترلاسه کیږي او باید ترې سمه فایده واخیستل شي. افغانانو باید دغه لاس ته راغلي فرصتونه له لاسه نه وای ورکړي. دا د همدې فرصتونو د ضایع کیدو نتیجه ده چې لر او بر افغانان د اور په لمبو کی وسوځیدل او هر څه یې له لاسه ورکړل.  نور باید دا سهوې تکرار نه شي. دا دی نن سبا لر او بر افغانانو (پښتنو او بلوڅو) ته یو ځل بیا یو تاریخی فرصت د رارسیدو په درشل کی دی. له تیرو څخه په زده کړه، دا ځل باید دواړه خواوې (لراو بر) مخکې له مخکې یو له بل سره په تفاهم او همغږۍ کې یو ټوکلی او عملي پلان ولري، تر څو د تیر په څیر دا اخري چانس هم له لاسه ور نه کړي. غواړم په دې برخه کې د یو  با مسوولیته او مبتکر ملی مبارز په توګه په مناسب وخت کې، دغه را روان تاریخي فرصت ته د لر او بر افغانانو په تیره بیا د سیاسي رهبرانو ځانګړې توجه راواړوم.

په دې وروستیو کې چې د پاکستان اقتصادي، سیاسي اونظامي حالت سخت خراب شوی، سیاسي او مالي اعتبار یې تر ډیره حده له منځه تللی، نو له دې سره د پاکستان د تجزیې امکانات هم ډیر شوي دي. امریکایانو ته ایران او پاکستان دوه راتلونکي پاته نظامي هدفونه دي، ځکه دوی کلکه اراده لري چې یو مسلمان هیواد هم باید توانه اردو او اتومي وسله و نه لري. له افغانستان، عراق او سوریې وروسته دوی غوښتل چې لومړی ایران خلع سلا کړي خو داسي ښکاري چی د ایران جدي مقاومت یا پټې اړیکې، او له هغو سره د روسانو نژدېوالی ممکن امریکایان دې ته اړ کړي چې اول پاکستان خلع سلا کړي. سره له دې چی اوس پاکستان په سیمه کی دوی ته یوازینی پاته مړژواندی شریک دی، خو ژغورل به یې امریکایانو ته هم اسانه نه وي.

آفغانانو او خصوصاً پښتنو او بلوڅانو (لر او بر دواړو)، سندیانو او کشمیریانو ته ډیر دقت پکار دی چې د تیر په شان اشتباهات و نه کړي او خپله راتلونکې په دقیقه توګه وسنجوي. هر یو یې باید د ځان لپاره داسي انتخاب وکړي چې د تیر په څیر راتلونکې کې پښیماني و نه لري. افغانان لر او بر (پښتانه، بلوڅ او نور افغانان) باید داسی یو انتخاب وکړي چې دواړه خواوې لا تقویه کړي، او سندیان او کشمیریان هم د پنجاب د دغه دیکتاتوري نظام نه د ابد لپارخلاص کړي. په ډاډ ویلای شو چې د پاکستان په نوم دغه غیرطبیعی او د څو جدا شوو ټوټو نه په خام تار تړل شوی ملک به خاماخا بیرته ټوټه ټوټه کیږي اود پنجاب دغه دیکتاتور نظام به ختمېږي. په دې وروستیو کې چې د بلوڅانو او PTM مبارزو یو څه رنګ راوړی او د بلوڅانو او سندیانو سیاسي ډلي او د پاکستان عام ولس د پنجابي استابلیشمنټ په وړاندې راپورته  شوي دي، او د دې ملک د سیاسینو، نظامیانو او استخباراتې ادارو تر منځ هم بې باوري او اختلافات پراخه او د رسوایۍ مرحلې ته رسیدلی دی.  دغه حالت د پاکستان سیاسي ثبات تر ډیره حده تر سوال لاندې راوړی دی. خو پښتنو او بلوڅو مبارزینو ته تر اوسه هم تر ټولو مهمه او اړینه مسله دا ده چې دوی له لاندي درې انتخابونو څخه کوم یو غوره کوي نو د دوی راتلونکې به هم په همغه انتخاب پوري اړه ولري.

۱ – د لرې خوا پښتانه او بلوڅ مشران بې له دې چې د خپلو خلکو ګټې په نظر کې وساتي د پخوا په شان په پاکستان کې دننه د څه حقوقو او امتیازاتو په ترلاسه کولو کې د پاکستان د قانون لاندې ژوند کول غوره کوي.

۲ – د ازاد پښتونستان او ازاد بلوجستان جوړول

۳ – بیرته له خپل پلرني هیواد افغانستان سره یو ځای کیدل او د تاریخي متحد افغانستان دوباره اعاده کول

لر پښتانه او بلوڅ به د دې دریو څخه خامخا یو انتخابوي. همدا راز بر افغانان او حاکم واکداران خصوصاً بر پښتانه او بلوڅ هم باید دا مسله د یوه تاریخي فرصت په توګه جدي وبولي او تر ممکنه حده د ټولو افغانانو، پښتنو او بلوڅو ګټو ته په کتو د تفاهم له لارې په هماغه چوکاټ کې د لرې خوا پښتنو او بلوڅو سره خپلي همکاري جدي کړي. له دغو نه د هر یو انتخاب د لر او بر افغانانو لپاره ځانته لنډ مهاله او اوږدمهاله ګټی او زیانونه لري، نو باید د هر انتخاب په اړه په دقیقه توګه په شریکه او همغږۍ کی پلټنی تر سره او په مقایسوی توګه د ارزونی نه پس باید سره په ګډه یو انتخاب وکړي.

دغو ټولو بنیادی عواملو او د پاکستان دغو ورستی تحولاتو ته په کتو، د دغو ازادی غوښتونکو مبارزینو لپاره د ولسونو د د پراخه پلوی ښه زمینه برابره کړیده. اوس نو دا ډیره مهمه ده چې پښتانه او بلوڅ دغه حالات په دقیقه اوژوره توګه وڅیړی او لر پښتانه او بلوڅان باید پدی اړه مخکی له مخکی ځانګړی ستراتیژی او روښانه پلان ولری، او خپل دغه پلان د برو پښتنو، بلوڅو او افغانانو سره په سمه او رښتینی توګه شریک کړي، تر څو د یو بل سره د تفاهم او همکاری له لاری د دری پورته ذکر شوو انتخابونو نه داسی یو انتخاب کړی چی هغه د دی دواړو ګټی او اختیارات دایمی کړي.

اول باید موږ ټول دا ومنو چې د دی دری واړو انتخابونونه هر یو به یی د لر پښتنو او بلوڅانو لپاره د اوسنی حالت نه ښه وي، خو دوي باید تر ټولو نه هغه بهتر انتخاب پیدا او هغی ته کاروکړي کږم چی د دوی د خلکو اوږدمهاله ګټي نشمینولای شی. نو ښه به دا وي چی لږ تر لږه د دی دري واړو انتخابونو ګټي او تاوانونه سره په نسبې توګه مقایسه کړو.

لومړې: لر پښتنانه او بلوڅ مشران په پاکستان کی دننه د یو څه حقوقو، ازادیو او امتیازاتو په لاس ته راوړلو قناعت کوي:

الف – ګټي یی :

۱- دا انتخاب په اوس وخت کی ممکن تر نورو دواړو هم اسانه وي او هم زرعملی شی.

۲-   پردوي د افغانستان او هند له خوا د لمسوونو فشارکم کړي.

۳ – د ممکنه مرګ ژوبلی مخه به ونیول شی.

تاوانونه:

ب –  تاوانونه:

۱– دا کار اوس عملی ندی ځکه په دولت د خلکو باور له منځه تللی دی.

۲ – ممکن د افغان وژنی (پښتون او بلوڅ) نسل وژنه همدا شان ادامه پیداکړی.

۳ – د پاکستان تاریخ او واکدارانو دا ثابته کړیده چې پنجاب خصوصآ د ای اس ای او د پوځ جنرالان به نه پښتنو ته په سمه توګه څه ورکړي او نه به یی په واک کی سم شریک کړي.

۴ – د پاکستان قانون لا تر اوسه هم هماغه د انګریزانو قانون دی، چې پښتنو او بلوڅو ته به چې تر زیات حده معتدل مسلمانان دی د قبول وړ نه وي.

۵ – پښتو او بلوڅی ژبي او کلتور به همدا شان ورک او تدریجآ له منخه ولاړ شی.

۶ –  د پنجاب ډیر کلتوری اړخونه د پښتنو او بلوڅو سره فرق لري، چی د هغه کلتور منل به پښتنو ته سخت کار وي.

۷ –  پدی صورت کی به لر پښتانه او بلوڅ دواړه د دوو ضعیفه اقلیتونو په توګه نه خپل مکمل حقوق او ګټی تر لاسه کړی او نه به یی وساتلی شی.

۸ –  دوي به د برو افغانانو، پښتنو او بلوڅانو پلوی هم له لاسه ورکړي، او د دوي هریو به یی همداسی ضعیف پاته شی.

۹-  دا کار به د پنجاب د مخالفت نه علاوه د بر افغانانو د مخالفت سره هم مخ شی، چې په نتیجه کی به د دیورند دواړه خواو ته میشت افغانان به همداسی ضعیفه پاتی شی او دوي به خپل دغه اخری طلایی چانس یو ځل بیا اما د ابد لپاره له لاسه ورکړی.

۱۰ – د ډورند منحوسه کرښه ممکن په رسمی سرحد بدله او د دی کرښی دواړه خواو ته پراته قومونه به په خپل منځ کی د تګ راتګ ازادی د لاسه ورکړی او لکه د نن په شان به هره ورځ ځورول کیږي او سپکیږی.

۱۱ – پاکستان چی د سیمی او نړی لپاره د تروریزم د تربی، تکثیر او صادرولو یو مرکز دی. بیا به هم ژوندی پاته او په  خپل  دغه عمل به لا زیات د پښتنو او بلوڅو د توکم وژنی وسیله کړی.

۱۲ – دوي به د بر افغانستان د ټول خدای ورکړو نعمتونو (اوبه، برق، طبعی سرچیني، او تجارتی څلور لاری) نه محروم او د خلکو د ژوند سطحه به یی تل ټیټه پاتی شی.

۱۳ –  پاکستان به د دغه چانس نه په استفاده د پښتنو او بلوڅانو د مشرانو شخصیتونه او اثر رسوخ  د عامه خلکو په ذهن کی د شک او تردید سره مخ، او یو نوعه داخلی بی باوری به رامنځ ته کړی.

۱۴ – پښتانه او بلوڅ دواړه به بیا هم په پاکستان کی اقلیتونه پاتی شی او د دوامداره ستونزو سره به مخ وی.

۱۵ – داسلام په نوم د اسلام د بدنامولو مدرسی به دوام  پیدا کړی اوزموږ خلک به تدریجآ د دین نه بیزاره کړي.

دویم – د ازاد پښتونستان او ازاد بلوڅیستان جوړول:

الف – ګټي یی:

۱ –  دا کار ممکن یو څه اسانه وی اوزر تر سره شی..

۲ – لر پښتانه او بلوڅ به ازاد او خود مختاره شی.

۳ – دوي به بحر ته ازاده لاري ولري.

۴ – پاکستان به ضعیفه شی، او ممکن د لا تجزیه کیدو ښکار شی.

۵ – دوي به پخپلو سرچینو حاکم شی.

ب –  تاوانونه :

۱– ازاد پښتونستان او ازاد بلوڅستان جوړول به لرو پښتنو او بلوڅو ته اوهم برو پښتنو، بلوڅو او ټولوافغانانو ته او د پاکستان نورو اقلیتونو او د نړۍ نورو ملکونو ته مشکل تمام شی.

۲ –  لر او بر افغانان (پښتانه او بلوڅان) به سره جدا پاته شی. او د دوي به په یو بل باور هم کم شی.

۳- د ایران، پاکستان او افغانستان بلوڅان به سره یوځای شی او یو (مستقل بلوڅستان) به جوړ کړي. نو دا کار به د یوی خوا د انګریزانو هغه هدف چی په نورو ملکونو کی د [بیل یی کړه، ایل یی کړه] پالیسی سره مرسته وکړی کومه چی د یو شمیرهدفی هیوادونود پارچه پارچه کیدو او کمزوی کولو لپاره جوړه شوی ده.

۴ – دغه نوی جوړ شوی بلوڅستان به د ایران، افغانستان او د پاکستان د همیشنې مخالفت سره مخ کړی. او په هغی صورت کی به نه لر او نه بر افغانان یوهم د دوي د مقابلی توان و نه لری او ټول عمر به لکه د اوس په شان د خپل بقا په خاطر لا لهنده او د یرغلونو لاندی ژوند تیروي.

۵- همدا راز به دوي پدی وسیله ایران، افغانستان هم ضعیفه او استعمارګرو ته محتاج کړی.

۶– د ازاد پښتونستان او ازاد بلوڅیستان جوړیدل به په منطقه او نړۍ کی د جلا کولو او قومی هیوادونو جوړولو ته یوه نمونه شی چي په نتیجه کی به یی د غرب ډیری هيلي تر سره او ډیر هیوادونه به د تجزیو او ضعیفوالی خوا ته بوځی او د راتلونکو ستونزو عامل به یی پښتانه او بلوڅان ګڼل کیږي.

۷ – دا کار به د افغانستان نورو اقلیتونو ته هم د جدایی او د افغانستان د ضعیفه کیدو او تجزیی زمیي برابری کړی.

۸ – کله چی موږ یو لوی افغانستان وو، په سیمه کی مو عظمت او دبدبه دومره لوړه وه چی تاریخونه یی شاهدان دي، نو موږ ټول افغاان (لر او بر) به دغه تاریخی ویاړونه هم له لاسه ورکړو.
۹ –  که د ډیورند د منحوسی کرښی لری خوا ته پراته پښتانه او بلوڅ ستر واک غواړی نو د بر افغانانو سره د دوی د یوخای کیدو په صورت کی به په ټول لوی افغانستان واکمنی تر لاسه کړی، او د دغه لوی هیواد د ټولو شتمنیو نه به برخمن شی نو بیا د استعمار د دسیسو مخه لا ښه نیولای شی.

۷- – د ډیورند د غیر قانونې منحوسی کرښي دواړو خواو ته پښتنانه او بلوڅ قامونه به لا هم په خپلو منځو کی همدا شان بیل پاتي او دواړه خواوی به یی وړي او ضعیفه شی چې په هغی صورت کی د لرو پښتنو او بلوڅود پاکستان سره د مقابلی توان هم کمیږی، او ممکن دوي دواړه بیرته د پاکستان له خوا د ګواښونو سره مخ او مکملآا شغال شي.

۸ – لر پښتونخوا او بلوڅستان یوه همواره او د پراخه ځمکو لرونکی ده، خو د دی خاوری زیاتره اوبه بیا د افغانستان نه ورځی او دوی به بیا د افغانستان نه ډیر مجبوریتونه ولری.

۹ – د اوسنې پاکستان او راتلونکی ازاد پښتونستان او بلوڅیستان تر ټولو زیات تجارت د مرکزی اسیا سره دی. نو د دی لاری به دوي هم مجبورآ افغانستان ته ډیر تکس ورکوی او هم به هغه د ورور ولی فضا په راکړه ورکړه کی په تجارتی اړیکو بدله شی.

۱۰ – وروستی څیړنو دا ښودلی ده چې افغانستان د طبعی زیرمو له مخی یو ډیر غنی هیواد دی، نو پدی صورت کی لر پښتانه او بلوڅ به د هغو زیرمو او حیاتی مادو ( اوبو او برق) نه هم محروم شی.

دریم – د متحد او تاریخی فغانستان جوړول:

الف – ګټي:

پورتنی ملاحظاتو ته په کتو، اوسنی حالت ممکن د لر پښتنو او بلوڅو او په مجموع کی د لر او بر دواړو افغانانو لپاره یو ځل بیا یو تاریخی فرصت په لاس ورکړی چی د یوه توانمند ملت او په نړۍ کی د یو مطرح هیواد په توګه د نړیوالو سره ډیر ښه او با مفهومه تعامل وکړای شی. د دی نه علاوه به دا تاریخی افغانستان د ډیرو زیاتو مادی او معنوی امکاناتو خاوندان هم شی.

۲ – که څه هم د کرښی دواړو خواو ته افغانان خاصتآ پښتانه پدی وروستیو کلونو کی ډیر وځپل شول او تر ډیره حده د افغانستان بنیادونه محوه کړای شول، خو بیا هم په نسبی توګه په بر پښتنو کی په پښتو ژبه کی تعلیم، او د ملی افتخاراتو ډک کتابونه زیات دي، نو بر پښتانه د لر پښتنو د بچو سره د دوی په مورنی ژبه کی تعلیم کولواودوي ته د افغانې افتخاراتو اوارزښتونو په ور پیژندلو کی ښه مرسته کولای شی.

۳ – دا متحد افغانستان به هم بحر ته لار ولری او هم به مرکزی اسیا ته لار ولری نو ډیر زر به د افتصادی پرمختګونو شاهدان اوسو.

۴-  لر افغانان به د بر افغانستان د ټول خدای ورکړی نعمتونو نه ګټي تر لاسه کوی.  د افغانستان اوبه، برق، طبعې زیرمي، او ترانزیی لاره هغه څه دی چی نړیوال ور ته هوسیږی. نو لر افغانان باید دا ستر نعمت له لاسه ورنه کړي.

۵ –  پښتانه به په متحد افغانستان کی یو توانمند اکثریت جوړ شی چی د نورو ملیتونو حقوقو ته په درناوی کی به د پښتنو حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کړای شی.

۶ – پدی کار سره به پاکستان دومره ضعیف شی چی بیا به د پښتو او بلوڅو د زورولو توان و نه لری.  بلکه پښانه او بلوڅ به د خپأو پخوانیو تلفاتو او ضایعاتو پوښتنه هم وکړای شی.

۷ – پاکستان به نور د تروریزم په روزلو او تکثیر کولو توان له لاسه ورکړی ، او دغه ستر تجارت به یی له مڼخه ولاړ شی.

۸ – د ډیورند منحوسه کرښه به ختمه شی او لر او بر افغانان به سره یوځای او د هر یوه مړی او ژوندی به لا ابروومند شی.

۹ – په افغانستان او سیمه کی به امن راشی، د سیمی هیوادونه او نړیوال به هم د تروریزم د شر نه حلاص شي.

۱۰ –  د پښتنو هغه بد تصویر چی نړیوالو ته د جنګجویانو او بی تعلیمه او بی فرهنګه په تور ور پیژندل شی، هغوي ته به هم حقیقتونه روښانه او مونږ ټول افغانان هغه د لاسه وتلی شان او شوکت بیرته ښه اعاده کړای شو.

۱۱ – د اسلام مقدس دین چی اوس نړیوالو ته د تروریزم او وحشت دین په توګه  بیژندل شوی ، دهغی دغه منفی تصویر به هم په سمه توګه نړیالو ته ور وپیژندل شی.

۱۲ –  په متحد افغانستان کی به د ولسواکۍ، عدالت په بنیاد داسی یو سالم نظام راوستلای شوو چی نه یوازی دا چی خپلواکی، مو ترلاسه کړی وی، بلکه په تول هیواد کی به عدالت، قانونمندی، په اساس داسی یو عادلانه نظام تر لاسه کړای شو چی هر افغان به په کی ځان شامل ولیدای شی. دا کار به دافغانانو تر منځ هر نوعه تعصب له منځه یوسی او یو ښه با باوره ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ملی یووالی به را منځ ته شی.

نو پدی حساس تاریخی وخت کی د فرصت نه په ګته زموږ د برو افغانانو دنده دا ده چی موږ اول د لرو افغانانو (پښتانه او بلوڅو ) سره تفاهم ته ورسیږو او که په یوه سالمی لار سره موافق شو، نو په خپلو ټولو امکاناتو باید موږ د دوي سره مرستندوی شوو تر څو د دوي د دغه بد حالت نه د نجات شرایط زر تر زره برابر کړو. د لرو افغانانو نه مو هم هیله دا ده چې دغه مسله د جدی ارزیابی لاندی ونیسی او پرینږدی چې د دوی لنډ مهاله ګټی د هغو ټولو اوږد مهاله ګټو د مخنیوی سبب شی چې په هغی کی زموږ د ټولو راتلونکو نسلونو بقا، سوکالی او افتخارات تر لاسه کیدای او دایمی کیدای شی.

څه کول په کار دي؟ 

ترهر څه اول باید لر او بر افغان سیاسی مشران سره جرګه شی او یوه مشترکه ستراتیژی غوره کړی او هر لوری د هغی ستراتیژی لپاره منظم او با مسؤلیته کار وکړی او د کار د انسجام لپاره یو مکانیزم غوره کړی تر څو دواړه لوری په دوامداره توګه یو دبل سره په سلا مشوره پر مخ ولاړ شی، او خپل ولسونه د حقایقو نه خبر وساتی. چی د اکتوبر د یولسمی نیټی را روانه جرګه د دغه کار لپاره د یو ه ښه اغاز په توګه باید په هر اړخیز لحاظ تقویه کړای شی.  د پاکستان  نور پښتنې سیاسی مشران باید پدی برخه کی په داوطلبانه توګه ګډون ته حاظر او خپل ځانونه پدی جرګه کی شامل و بولي. دوهمه مهمه خبره دا ده چی لر او بر افغانان باید په ګډه نړیوال د سیمی په واقیعیتونو ا وحقیقتونو سم خبر او پوه کړو. دا ځکه چی د افغانانو (پښتنو او بلوڅو ) په وړاندی دا تؤطه نړیواله ده او پاکستان د هغو استعمارګرو د پلانونو تطبیقونکي دي. نو پاکستانی استابلیشمنټ  به خاماخا دا موضوع د خپلو بادارانو سره په غلط شکل شریکوي. نو افغانان باید مخکې له  مخکی د لر او بر افغانانو موضوع د نړیوالو سره د سمی دیپلوماسی له لاری داسی شریکه کړی چې پدی برخه کی ټول بهر میشته لر او بر افغانان باید زر تر زره په  یوه منسجم  ساختار کی سره ګډ کار شروع کړی. ویاړو چی د افغانستان مثبت بدلون نهضت (امن) پدغه برخه کی مخکښ په توګهه حپلي هلي ځلي لا د پخوا نه شروع کړي دي.  تر څو هغه درواغجنه ویره چی دوي ته د پښتنو او بلوڅو نه په ذهنونو کی وراچول شوی ده، هغه لری کړی. تر څو نړیوال هم د لر او بر افغانانو (پښتنو او بلوڅو) د کتلوی وژنو ډرامه ختمه او د دوي د بنسټیزه حقوقو پلوی وکړي. موږ باید نړیوالو ته دا ثابته کړو چی د مناسب اقتصادی مشارکت په چوکاټ کی اود افغانستان د خود ارادیت ته او ملې ګټو ته په درناوی کی د یو بفر زون افغانستان جوړیدل د ټولو په ګټه او یو سالم اخلاقی عمل دی.

C:\Users\Tajuddin\Desktop\پاکستان، ازاد پښتونستان او که تاریخی افغانستان.docx

3 COMMENTS

  1. فکر نکوم د طالبانو په موجودیت کی پښتانه سره یو ځای شی. پښتون هم نن سبا غواړی اولاد یی تعلیم یافته وی، با سیواده وی او با دانشه وی. تر هغو چی په حمارت کی یو ستر بدلون نوی راغلی، د مکاتبو در وازی خلاصی شوی نوی، د یوی جرګی په وسیله متخب حکومت نوی راغلی، اساسی قانون نوی جوړ شوی همدا نن افغانستان هم په خطر د داخلی جنګ او تجزی کی دی څه رسه پاکستان. دا د ظلم او بربریت حکمومت ته ولس سترګی په لار دی چی څه وخت به سړی کیږی. ګوری به یی چی بالاخره د ولس حوصله به ختمیږی او څوکه څوکه به د هیواد په ګوډ ګوډ سیاسی اعتشاشات او پاڅونونه شروعه کیږی. له طالبانو څخه د ولس فاصله ورځ تر بلی کمیږی او خلک اکثریت له ملا او طالب څخه نفرت کوی. دوی ثابته کړه چی دوی یوه مکمله جاهله طبقه ده چی نه انسانیت دوی ته اهمیت لری او نه هم اسلام.

  2. آیا اوسنیو سیاسي مشکلاتو ته په کتو ، امکان لري ، اوسني دولتي چارواکي نظر اخیستل اړین دی ، که تنها لیکنه ، آیا اوسنی چارواکي د منظور پښتون له شعار سره او مبارزی سره همنظره دی؟

  3. سلامونه ،
    ورور ډاکټر صاحب ملت مل تاج دین خان ډیره ښه هر اړخیزه لیکنه کړیده،مڼنه.
    زما په فکر خو لوېې سهوې دامیر یعقوبخان (ګندمک)، او عبد الرحمان خان (ډیورڼډ) ؛او د امان الله خان د پلاوي په راولپڼډۍ کې انګلیسانو سره ؛سره له دی چه دآزادۍ جګړه ېې د لرو افغانانو په جهاد ګټلې وه ؛په پخوانی شکل لاسلیکول وه ؛
    تاسو لیکنه کې لمړنی چانس د انډیا تقسیم ښودلی سوی ، حالداچې ۱۹۱۹ له ۱۹۴۷ نه مخکې وو!.په هر حال
    اوس به د پښتنو+افغانانو او بلوڅانو دا د عدالت غوښتنې لویه جرګه د برخلیک یا سرنوشت پریکړه کوي؛دملی مشر منظور پشتین خبره ؛ دا ځل به د انګریز هرمونی وارث پنجابي ته خواهش یا وړاندیز نه کوو بلکه قطعي فیصله به کوو د ټولو قبایلو، قشرونو او پشتون+بلوچ پارټیو په ګډون …زم په فکر ۴.آپشن تر ټولو ښه دی!( لراوبر یو افغان)
    د ورور بادام جان خبره هم د پاموړ ده، ط ط ماماګانو دا ۳-۴ کلونه د زنانه وو پر ښونځیو ، پوهنځیو او کار کسب په موضوع کې نه د خپل اوري نه د نړیوالو ، نه د مسلمان مني نه د اهل کتاب او نه د چین او روس!!!
    نو په دې غټه مساله کې به څوک ورته قناعت ورکړي؛ والله اعلم بالصواب.
    په درناوئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب