چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+خوشبختي | نګین کرګر

خوشبختي | نګین کرګر

مارتین سلیګمن په خپلو لس کلنو تجربو کې دا ومونده چې ۲/۳ انسانان د وخت په تیریدو سره د مشکلاتو په وړاندې ځان بایلي او ورته تسلیمیږي او روانې حالت یې ښه نه وي حال دا چې ۱/۳ ډله انسانان د ستونزو په وړاندې بغاوت کوي. په دوهمه ډله انسانانو کې داسي څه ځانګړي شته چې دوی د هر رقم ستونزو په وړاندې مقابله کوي که موږ په دغه میکانیزم پوه شو نو کولای شو دا دی۲/۳ ډلې ته ورزده کړو. د دې پوښتنې اساسي ځواب دی بدبیني (پزیمیزسم) او خوش بیني (اپتیمیزم). یو منفي بافه یا منفي فکره شخص هغه څوک دی چې د دریو مفکورو نه ډیر اغیزمن دی، یو چې ستونزې دایمي دي او هیڅکله به سم نه شي، دوهم هر هغه هڅه چې دی کوي بیهوده ده او درېیم چې هر څه د ده د کنترول څخه وتلي دي او دی ډیر بیوسه دی.

برعکس مثبت فکره یا خوش بین انسانان کله چې له ستونزو سره مخامخ شي فکر کوي چې دا حالت موقتي دی او زه کولای شم د دې په وړاندې تصمیم ونیسم. مارتین سلیګمن له خپلو تجربو څخه دا پایله واخیسته چې هغه انسانان چې د بدو حالاتو په وړاندې خپل رواني حالات نه بایلي او یوه حللاره ورته پیدا کوي هغوی مثبت فکره دي او دا یې وویل چې مثبت فکري یوه داسی پدیده ده چې انسانان او تيوال (تي لرونکې) حیوانات یی زده کولای شي.

ځکه تیوال حیوانات او انسانان په مغز کې د ادراک (cognitive) قوه لري چې دوی هېله بښونکو احساساتو ته اړ باسی. انسانان دا زده کولای شی چې که څه هم ژوند کې ستونزې ډیرې دي خو که دوی په ادراکې ډول پیاوړي اوسي دوی کولای شي چې هر مشکل ته د دی په ځای چې خپل روحي توازن له لاسه ورکړی یوه مثبته حل لاره وګوري.

مارتین سلیګمن په ۱۹۹۹ کال کې نه یوازې مثبته ارواپوهنې ته رسمیت وبښه او د علمي څیړنو برخه یې وګرځوله بلکې په سیاست او اقتصاد کې یې هم شامله کړه او خورا اغیزمنه وه. نړۍ میلیاردران لومړني کسان وو چې د مثبتې ارواپوهنی لپاره یې بودجه ورکوله، مثلاً ایرلندی میلیاردر چې په هوایي ډګرونو کې یې ډیوتې فري مغازې په لومړي ځل پرانیستلې د لومړي ځل لپاره یې اته میلیارده ډالره د مثبتو هراړخیزه کارونو لپاره اعلان کړې. همدارنګه د سلیګمن میتود ډیرو ارواپوهانو په خپلو تداویو او تمرینونو کې کارولې چې په نتیجه کې یې دوی ډیر شتمن شول.

د امریکا ډیرو شتمنو کمپنیو د کلفتن سترنت ۳۴ میتود د خپلو کارمندانو لپاره کاروو. دا ارزونه د شخصي پرمختګ لپاره ډیزاین شوې او د ۳۴ طبیعي وړتیا پیژني چې کولی شي په فزیکي او رواني ځواک کې وده وکړي. دا میتود د استعدادونو یو ځانګړی ترکیب ښکاره کوي او ارزونه یې کوي، د ارزونې موخه دا نه ده چې خلک ځانګړي مسلک ته لارښوونه وکړي، بلکې له دوی سره مرسته کوي چې دا معلومه کړي چې څنګه خپل ځواک په کوم غوره شوي مسلک کې پلي کړي. ډان کلفتن له لسګونو کلونو څخه د نړۍ د غوړه لیډرانو لکه ګاندي، مارتین لوتر کینګ او داسي نورو اشخاصو ځانګړي خواص په خپله ارزونه کې شامل کړي وو او په دې فکر و چې هغه عادت او استعداد چې ځانګړی انسانان لري د نورو سره یی توپیر او ورته والی څه دي؟ کلفتن دی نتیجې ته ورسیده چې هر انسان یو خاص استعداد لري او کولای شي چې خپل استعداد پیاوړی کړي. او د دې لپاره باید لومړی خپل ذکاوت او د شخصیت پیاوړي ټکې راپیدا کړي.

د دې لپاره چې موږ انسانان خپل استعدادونه پیاوړي کړو ضروري نه ده چې تل مثبت فکر وکړو. کله کله انسان د ډیرو ابتدایي شیانو له لیدو خوند اخلي او ځان خوشبخته احساسوي. همدارنګه د ځینو ادیانو لکه عیسویت په میتولوجې کې خوشبختي په جنت کې ده، او یا هم د دې دنیا د کړاوونو څخه ختم یعنی د مرګ نه پس هوساینه ده، په بودیزم کې خوشبختي یعنی راتلونکی وخت په پوره هوش او حواس سره احساسول دي یا په ایپیکوریزم چې یوازې په طبیعت کې د ضرورت وړ شیان یو انسان خوشبخته کوي، مثلاً د ډوډۍ خوراک.  هیډونیزم فلسفه چې په جنسي، لذت او خوښۍ تمرکز کوي. یا سادیزم چې د نورو له ځوریدو خوند اخلي. همدارنګه د توکو اخیستل او مادیات درلودل هم ځینو انسانانو ته خوښې وربښې. خو دا چې مونږ وایو خوشبختي د انسان په استعداد پوري اړه لري او د خوشبختۍ کلی زمونږ سره ده، دا فکر له کومه شو؟

که د لرغوني یونان استورو ته وګورو نو خدایانو هرڅه کنترولول، همدا رنګه نور ډیر ادیان په دې باور دي چې خوشالي د خدای له طرفه انسان ته مقرره ده. خوشحالي نه یوازې شخص ته مهمه ده بلکې د یو شخص خوشحالي په ټوله کورنۍ اغیزه کوي. که چیرته صحتمنده او خوشحاله کسان په يوه ټولنه کې وي هماغومره له مثبتې انرژۍ سره کار کوي او د هغوی ټولینزې اړیکې هم ډیرې سالمې وي. ځکه خوشحاله انسانان لوړ مورال لري چې د نورو لپاره هیله بښونکې کیدای شي. د شخصیت وده په یوه ټولنه کې هغه وخت پیاوړی کیدای شي چې په انفرادي ډول دې ټولنه کې اشخاص ازادي او د نظر ورکولو حق ولري. نن سبا په سلهاو داسي تجربې شوي دي چې نتیجه یې دا ده چې انسان خوشحاله اوسیدل زده کولای شي، او ډیر د پیداګوژي علم کې تدریسږي. که له ماشومتوب نه د یو ماشوم فردي استعداد پیاوړی شي او ورته تشویق شي، هغه یو سالم، په ذهنی ډول پیاوړی، مثبت فکره او خوشحاله شخص ټولڼې ته وړاندی کیږې. د مثال په توګه د سالمې ودې لپاره باید له ماشومانو سره د هغوی په احساساتو خبرې وشي، له هغوی نه پوښتنه وشي چې ایا خوشحاله دي خفه دي مضطربه دي، او همداسی د نورو احساساتو په نومولو باندی هغوی ته دا مهلت ورکړل شي چې خپل احساسات واضح کړي او له خپلو نږدې کسانو سره یې شریک کړي.  که چیرته یو شخص خپل احساسات ونه پیژني هغوی نه شي کولی چې په واضح ډول هغه اظهار کړي. څیړنو دا ښودلې ده چې هغه انسانان چې هوسا ژوند لري درې ځله د نورو په پرتله مثبت فکره وي. انسانان دا زده کولای شي چې د مثبت فکرۍ لپاره خپلو احساساتو ته رجوع وکړي چې پوه شي دي کومو فعالیتونو ته ضرورت لري چې لا مثبته فکره واوسي.

نن سبا تکنالوجي داسی اپلیکشنونه جوړ کړي دي چې د خوشحاله اوسیدو توصیه کوي. او یا ځینې اپلیکشنونه فزیکي فعالیت او د زړه ضربان هم اندازه کوي. مثلاً د headspace آپلیکشن تقریباً اویا میلیونه انسانان کاروي.

خوشبختي | نګین کرګر

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب