پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د بارانونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د بارانونو وړاندوینه شوې

تاند (جمعه، د سنبلې ۸ مه) د افغانستان د هواپېژندنې اداره د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلونو اټکل کړی دی.
دغه ریاست پرون پنجشنبه په یوه خبرتیا کې لیکلي چې نن جمعه او سبا شنبه به په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، کابل، لوگر، میدان وردګ، بامیان، دایکنډي، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل ، ارزگان او کندهار کې به سخت بارانونه، تالنده برېښنا او سېلونه وي.
په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۵ ملي مټرو پورې اټکل شوې ده.
په خبرتیا کې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو لګېدلو اټکل هم شوی او ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.
سږنی کال د ورښتونو له پلوه په افغانستان کې بې ساری کال بلل کېږي خو له دې سره سره په ډېرو ځایونو کې تر معمول هوا توده ده او اکثره بارانونه د سیلونو د راوتلو سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب