Home+فوتسال: افغانستان او ګواتیمالا مخامخ کېږي

فوتسال: افغانستان او ګواتیمالا مخامخ کېږي

تاند (جمعه، د سنبلې ۸ مه) ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو ترمنځ د مسابقو په لړ کې د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له ګواتیمالا سره مسابقه وکړي.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم غړي په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره پرون پنجشنبې ټایلنډ ته روان شول.

د لویو وچو ترمنځ په دغو سیالیو کې د افغانستان، ټایلنډ، کویت، نیوزیلنډ او ګواتیمالا د فوټسال لوبډلې برخه لري.

دا سیالۍ د سنبلې له ۱۰مې تر ۱۶مې پورې د ټایلنډ په کوربه توب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....