پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، ژر به د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل...

پاکستان وايي، ژر به د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۷ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هېواد به یې ډېر ژر د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړی.

محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د یوناما له مرستیال انډریکا راتوات سره یوه کتنه کې وویل چې هیڅوک اجازه نه لري چې د استوګنې له سند پرته په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت له مرستیال سره په کتنه کې د افغان کډوالو په بیرته ستنیدو کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.

په همدې حال کې ډان ورځپاڼې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دوهم پړاو کې به هغه کډوال هم وایستل شي چې د افغان تابعیت ځانګړي کارتونه لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمیشنرۍ (یو این ایچ سی ار) په وینا، شاوخوا ۸۸۰ زره دا ډول افغان کډوال په پاکستان کې اوسي.

د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پیل شو، او په لړ کې یې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وایستل شول.

د یوناما مرستیال انډریکا راتوت هم په دې غونډه کې وویل چې ملګری ملتونه له طالبانو سره نږدې کار کوی چې د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه خبرې وکړی.

په دې کتنه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل،”پاکستان د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول لرلی دی، او دوی باید ترهګر په هره بیه چې کیږي ودروي”.

جګپوړو پاکستاني چارواکو په ځلونو تور پورې کړی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، خو طالبانو په ځلونو دا ادعاوي رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب