Homeخبرونهطالبانو په هرات کې د موټرچلوونکو پر اعتراضیه غونډې ډزې کړي

طالبانو په هرات کې د موټرچلوونکو پر اعتراضیه غونډې ډزې کړي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۷ مه) طالبانو په هرات کې د باري موټرو د چلوونکو پر اعتراضیه غونډې پر حمله کې یو شمیر کسان ټپیان کړي دي.

پرون د بار وړونکو موټرو ګڼ شمېر چلوونکي د هرات ولایت د ترانسپورت کمیسیون مخې ته راټول وو.

د راپورونو له مخې، اعتراض هغه مهال پیل شو چې ځايي طالبانو بې نوبته ځینو موټرچلوونکو ته د پیسو په بدل کې پارچې ورکړې.

ویل شوي چې د اعتراض له پیلېدو سره سم وسله وال طالبان کمیسیون ته ننوتل او پر یو شمیر موټر چلووونکو يې ډزې وکړې، چې له کبله يې درې کسان ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت طالب چارواکو ترواسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو له پرون راهیسي په ټولنیزو رسینو کې د اعتراض او او د طالبانو د ډزو ویدیوګانې خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...