جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګرو د میلیونونو ډالرو تاوان...

د تورخم د بندېدو له کبله افغان سوداګرو د میلیونونو ډالرو تاوان کړی

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۷ مه) په اسلام اباد کې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان سفارت وایي، د تورخم- پیښور د لارې بند پاته کېدو له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.
 سفارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له یوې اوونۍ راهیسې دغه لار د خیبر درې په بیګاري سیمه کې د ځینو کسانو له خوا تړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې، چې د سفارت پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر خپره شوې، راغلي چې تراوسه پر دې لاره شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوي او هغو سوداګرو زیان کړی چې په لاریو کې یې میوه او ترکاري بار کړې ده.
د افغانستان سفارت وایي، د لارې د بندېدو ستونزه یې د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې، خو هغوی تراوسه ځواب نه دی ورکړی.
له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت لارې بیا بیا په یوه او بله پلمه بندیږي چې افغان سوداګرو ته په کې زیان اوړي.
د پاکستان لارې عموماً داسي مهال بندیږي چې د افغانستان د مېوو د صادراتو وخت وي.

2 COMMENTS

  1. نه شرم لرۍ نه حېا، د تورخم کونه مو کلکه کړی ده. چی ېو څوک مو نه غواړی مه ورزۍ کنه.

  2. هرکال کله چی زموږ بعضی تولیدات صادرولو ته چمتو شی دوی دانګریز زامن دا کار قصداً کوی چی د تجار او ټولو خلکواقتصاد خراب کړی چی ددی د صادراتو وخت وی بیا تورخم خلاص او پرانیستی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب