شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانستل شو

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانستل شو

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۷ مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (د اګست۲۹مه) د دې مرکز په پرانستغونډه کې وویل،” د ترمذ نړیوال سوادګریز مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت نوی باب دی”.

د برادر په خبره، دغه مرکز به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او کاري زمینې پراخې کړي.

بردار نن سهار په دې غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی و.

په غونډه کې د ازبکستان، اذربایجان قزاقستان او قرغزستان لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په پوله کې د ازادې راکړې ورکړې د مرکز پر جوړیدو په تیر جمهوري حکومت کې هوکړه لاسلیک شوې وه، خو دا مرکز ۷ کاله وروسته پرانستل کیږي.

واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته، ازبکستان یو له هغو هیوادونو دی چې له طالبانو سره پراخې سوداګرې اړیکې پالي، که څه هم د طالبانو حکومت يې په رسیمت نه دی پیژندلی.

1 COMMENT

  1. دې ته خو آی ايس آی دومره زور ښوولی او دومره يې ډار کړی دی چې سوڼ يې له خولې نه وځي.
    دا خو د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په هکله هېڅ نه وايی. امارت يې ښه براعلی دښمن له زده کړو سره راخېستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب