دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+په لوی عمر کې ولي احساس کوو چې وخت ژر تېریږي؟

په لوی عمر کې ولي احساس کوو چې وخت ژر تېریږي؟

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۷ مه) دا یو عجیب احساس دی چې هر څومره مو عمر ډېریږي، فکر کوو چې وخت هم چټک تېریږي. د مثال په توګه، کله چې موږ د تېرو درو کلونو د پېښو په اړه فکر کوو، داسي احساسوو لکه دا هر څه چې پرون شوي وي.

د دې ډول احساس یو دلیل دا دی چې موږ لاهم هماغه کالي اغوندو چې په تېرو درو کلونو کې مو اغوستل، زموږ ویښتان او د ږمنځلو ډول یې نه دي بدل شوی، موږ په ورته ځای کې اوسو او عادتونه مو په دې موده کې نه دي بدل شوي.

په حقیقت کې، زموږ د اوسمهال هیڅ شی له درې کاله پخوا سره توپیر نه لري. حال دا چې په درو کلونو کې د ماشوم یا ځوان په ژوند کې ډیر بدلونونه راځي.

د داسي احساس د لرلو ځینې نور دلایل دا دي:

۱. زموږ ژوند روتین دی

ماشومان او ځوانان د لویانو پرتله د پام وړ بدلونونه تجربه کوي. د دوی ونه (قد) لوړېږي، نوې جامې اغوندي، ښوونځي بدلوي، مختلف ملګري مومي، او په ټولګي کې نوي شیان زده کوي. دا د تېرېدو او بدلون نړۍ ده، مګر په لوینې کې، ډیری دا عوامل نه بدلیږي.

۲- مختلف دماغونه وخت په مختلف ډول تجربه کوي

د ځوانۍ په دوره کې، چې د څېړونکو په نظر د ۱۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ ده، د انسان په مازغو کې ډېر بدلونه رامنځته کېږي.

لارنس سټینبرګ، چې د ځوانانو په اړه یې ډېرې څېړنې کړي، د بلوغ دوره د دماغ لپاره یو “فرصت” بولي ځکه چې ذهن په لویه کچه زده کړې ته چمتو دی. تصور وکړئ چې زرګونه نیورونونه له یو بل سره ټکر کوي او احتمال شته چې یو بل فعال کړي.

سربیره پر دې، زلمکي د خپل شاوخوا چاپیریال په وړاندې خورا حساس وي او له دې سره هممهاله د تطابق ډېره وړتیا لري، ځکه چې د دوی مازغه د هر شي او هر څه منلو ته چمتو دي. دوی له دې فرصت استفاده کوي چې زده  کړي نړۍ څنګه کار کوي او په دې ډول نړۍ کې څنګه چلند وکړي.

بل دا چې کله جنسي هورمونونه فعال شي، د زده کړې دا پروسه د مایلینېشن (myelination) له لارې وده کوي.

مازغه هم هر څه چې زده کوي، په خپله حافظه کې ثبتوي. له دې کبله که د چا د زلمکي توب په دوره کې د ژوند سترس پیدا کوونکې پېښې وشي، د ماشومتوب د دورې پرتله پرې ډېر اغېز کوي.

له همدې امله موږ د وخت د تېرېدو متناقضه تجربه لرو.

په دې جریان کې، موږ لوی احساسات تجربه کوو او د اړیکو، مسوولیتونو او هرڅه په اړه نوي شیان زده کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب