دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو پلاوی پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره ترکمنستان ته...

د طالبانو پلاوی پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره ترکمنستان ته تللی

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۷ مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدری پرون (چهارشنبې) د یوه پلاوي په مشري ترکمنستان ته لاړ.

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت ویندوی همایون افغان په یوه پوسټ کې وویل چې پلاوی به د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد ښار کې له ترکمن چارواکو سره وګوري.

په دې کتنو کې به د ټاپي پروژې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د ریللارې د پروژو او همداراز په افغانستان کې د ټاپي (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان-هند) د پایپ لاین د چارو د عملي پیل په اړه خبرې وشي.

تر دې یوه ورځ وړاندې (سې شنبې) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې د ټاپي پروژې د اجرا لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسیدلی او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.

متقي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ټاپي پروژه د اقتصادي ګټو تر څنګ د افغانستان لپاره مثبتې سیاسي پایلې لري.

پر ټاپي پروژې سربیره، د افغان-ترکمن اقتصادي دهلیز او له ترکمنستان سره د نوري فایبر پروژې په ګډون به په یو شمېر نورو ګډو پروژو هم کار پیل شي.

هغه زیاته کړه چې د ټاپي نللیکه به په کال کې ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز انتقال کړي.

ترکمنستان ډېر لیواله دی چې دا پروژه ژر پیل او بشبړه شي خو په افغانستان کې امنیتي او اوس سیاسي بې ثباتي سبب کېږي چې پر دې پروژې کار ونه شي. حاضردمه نړیوال پانګوونکي زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پر دې پروژه پانګونه وکړي ځکه چې افغانستان یو مشروع حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی وي او پر خپلو نړیوالو ژمنو ولاړ وي، نه شته.

1 COMMENT

  1. آلحمدالله اوس چه په افغانستان کى اسلامى حکومت او شرعى نظام دى دا دافغانانو لوى ارمان اوستره هيله وه دا نظام الحمدالله ټولو ته قبول او مقبول دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب