دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+په مصنوعي ذهانت سمبال لومړنی موبایل به ژر راووځي

په مصنوعي ذهانت سمبال لومړنی موبایل به ژر راووځي

تاند (پنجشنبه، د ۸مه) سنبلې په داسي حال کې چې د سپتمبر په ۹ مه د اپل د نوي محصول (ایفون ۱۶) معرفي کولو ته یوازې څو ورځې پاتې دي، متخصصان وایي چې دا شرکت چمتو دی خپل ای فون 16، چې ځانګړي امکانات (فیچرونه) لري، نندارې ته وړاندې کړي.

تمه ده چې ایفون ۱۶، چې په مصنوعي ذهانت سمبال دی، د سن فرانسیسکو په سټیف جابز هال کې نندارې ته وړاندې شي.

که څه هم د ایفون 15 پرو مکس کاروونکي به لږترلږه د AI ځینې ځانګړتیاوو ته لاسرسی ولري، خو ایفون 16 لومړنی موبایل دی چې په بشپړ ډول د مصنوعي ذهانت یا AI پراساس ډیزاین شوی دی.

AI له کلونو راهیسي د ایفون په ځینو ځانګړتیاوو یا فیچرونو کې شامل شوی؛ لکه (Live Text) او د متن اتومات اصلاح کې. مګر پرمختللی مصنوعي ذهانت یا AI کولی شي ایفون په لومړني موبایل ټېلفون بدل کړي چې د موبایل ځینې برخې شخصي کړي یعني داسي فیچرونه ورزیات کړي چې کاروونکی یې غواړي.

اپل په جون کې، د ټولې نړۍ د سافټویر جوړوونکو په کالني کنفرانس کې د ایفون لپاره د مصنوعي ذهانت د ځانګړتیاوو یا فیچرونو لړۍ اعلان کړه.

که څه هم لا څو کاله نور پکار دي چې مصنوعي ذهانت هغه پړاو ته ورسیږي چې د خلکو ټولو غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ووايي، خو په ایفون کې نصب شوی مصنوعي ذهانت دې ټېلفون ته امکان ورکوي چې د کاروونکو یو شمېر غوښتنو ته ځواب ووايي؛ لکه د هغوی په غوښتنه ټایپ وکړي، عکسونه او حتي ږغونه جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب