Homeخبرونهسعودي د حج په مراسمو کې د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي لپاره...

سعودي د حج په مراسمو کې د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي لپاره سخت مقررات وضع کړل

تاند (جمعه، د سنبلې ۹ مه) د سعودي حکومت د هغو بهرنیو اتباعو لپاره چې د حج د مراسمو لپاره دغه هیواد ته ورځي، نوي مقررات وضع کړي دي.

دا نوي مقررات په ځینو برخو کې سخت بلل شوي په تېره بیا د سیاسي فعالیتونو په برخه کې.

د سعودی عکاظ ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) راپور ورکړ چې د دې مقرراتو له مخې، د سعودي د حج او عمرې وزارت د “بهرنیو حاجیانو”  د ټولو اړوندو چارو مسوولیت د خپل هیواد د حج او ثبت شوي زیارت په دفترونو پورې تړلی بولي چې حاجیان له هغه لارې سعودي عربستان ته سفر کوي.”

د راپور له مخې، “پر حاجیانو د نافذ شویو قوانینو او مقرراتو د تطبیق مسوولیت د دې دفترونو په غاړه دی.”

سیمه ییزه ورځپاڼه المدینه نوي مقررات “سخت” بللي او لیکلي دي: “د دې مقرراتو له مخې، هر یو دفتر د مراسمو د تنظیم لپاره په بریښنایي سیسټمونو کې د حاجیانو د جزییاتو د ثبتولو مسوولیت هم لري.”

د نویو مقرراتو له مخې، “له حاجیانو سره هر ډول سیاسي عکسونه، کتابونه، بیرغونه، تختې او بروشرونه منع دي او د سعودی د امنیت ګډوډوونکي اقدامات منع دي.”

مقررات “د رسمي تبادلې له دفترونو څخه بهر هر ډول سوداګریزې معاملې، حوالې، دلالي یا د بهرنیو اسعارو تبادله” هم منع کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...