د پیریانو ګلابي ښار
اتمه برخه
د لمر وړانګې ورو ورو د ګلابي غرونو او ګارو تر شا راڅرګند شول او د پیترا له جادویی ښار نه یې په مزه مزه پرده پورته کوله. ما د هوټل له برنډې د غرونو په منځ کې د ورک شوي ښار خزانو او ماڼیو ته کتل چې ناڅاپه مې چا په اوږه ورو غوندې لاس کېښود:
- یخ خو به دې نه کېږي.
- نه، ډېره ښکلې هوا ده.
- ستا جمپر لږ نری دی، هلته بیا هوا سړه ده.
- مننه وروره، دومره یخ به نه وي.
زموږ د کاروان مشر طارق داسې نه معلومېږي لکه دې چې مو امیر وي، زیات وخت یې د نورو په خدمت کې تېریږي. د سفر لارښود وویل چې پیترا ته د ننوتلو ۶۰ ډالره ټکټ دی خو ستاسې ټکټونه مو مخکې تر مخکې اخیستي. د پېټرا معمارۍ، د دیوالونو نقاشۍ، او پر ګارو جوړې شوې ودانۍ ددې لامل شوي چې دا سیمه سیلانیانو ته یو ځانګړی جذابیت ولري. د نورو ودانیو ترمنځ عبادتځایونه، لوی لوی سالونونه، دخوب او استراحت ځایونه دا ټول هغه څه دي چې د پېټرا د ښار عظمت او د نبطیانو د ۲۰۰ کلن حکومت تمدن ښي. د جبل الهارون په لوړو غونډیو کې د حضرت موسی علیه السلام د ورور هارون قبر دی. ورسره نږدې د رومي معمارۍ په سبک جوړ شوی لوی تیاتر دی چې د درې زره کسانو ظرفیت لري.
دې درې ته موسی دره ځکه وایي چې دلته موسی علیه السلام له خپل قوم سره ورک شوی و. هغه تیږه هم همدلته ده چې موسی علیه السلام په امسا وهلې وه او دخدای جل جلاله په امر دولس ویالې ترې رابهېدلې وې. د ټول ښار منظرې او پاتې شونې کتل شپږ اوه ورځې وخت غواړي، ځکه د عجایبو دا خزانه بهترینې منظرې لري، یو تیاتر د غرونو په ډډه کې جوړ شوی، یوه صومعه، څو کورونه او مقبرې، د پاچا ماڼۍ، خزانه او د غارونو په منځ کې ګڼې نقاشۍ دا ټول په لیدلو ارزي.
سره له دې چې امکان نه لري دا ورک شوی ښار ټول په یوه ورځ کې وکتلی شو، مګر خپله هڅه به وکړو چې شهکارونه او مهم ځایونه ټول وګورو. ستاسې نه مو هیله داده چې له خپلو ګروپونو به لرې نه ځئ. بسونه روان شول، د بس له کړکۍ مې لیدل چې د لارې دواړو غاړو ته د غره په لمنه کې پخواني او نوي جوړ شوي کورونه لمر ته موسېدل. د اردن له نورو سیمو سره ددې ځای توپیر دا دی چې دلته کورونه ددې سیمې د خلکو غوندې رنګین دي. ماته داسې ښکارېدل لکه د چترال له غرونو دره نور ته ګورم. چترال او دره نور ځکه وایم چې د پیترا سلام خانه کې دغره پر لوړو نقطو اباد بازار د چترال غوندې له عصري اسانتیاو برخمن دی خو د کورونو نقشې او د خلکو دود دستور یې بیا د دره نور غوندې ښکاري. د ښځو جامې رنګینې او نارینه یې زیاتره سترګې په رنجو تورې کړې او سره رنګونه یې د سترګو کونجونو کې وهلي وي. د سفر لارښود په لوډسپیکر کې خبرې کولې. ویل یې دلته اوس هم نبطي قوم اوسېږي او د نورو ځایونو اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي چې دلته جایدادونه واخلي. د غرونو په زړه کې پټ پیترا ښار ته باید د همدې قوم د کورونو او کروندو له منځه تېر شو. له پېړیو پېړیو راهیسې دغه کلي او کورونه د پیترا ښار څوکیداري کوي. دلته زیاتره دوکانونه او رسټورانټونه هم دهمدې خلکو دي.
موږ چې څومره مخکې مزل کاوه پیترا ښار ګلابي رنګه غرونو او ګارو مخونه ښکاره کول. ددې ښار موقعیت د اردن په جنوب موسی دره کې دی. موسی درې ته چې ننوځې شاخوا ګلابي رنګه دښتې او واړه واړه غرونه دي، خو کله چې پیترا ته راشي بیا نو د لویو لویو غرونو او ګارو لړۍ شروع کېږي چې د ټول ښار لیدل ښایي شپږ ، اوه ورځې وخت وغواړي. دغه لرغونی ښار ته ګلابي ښار هم ویل کېږي او د یونسکو له خوا د نړۍ په عجایبو کې شمېرل کېږي. لکه دمخه چې مې یادونه وکړه ګلابي ښار ورته ځکه وایي چې دا ښار په یوه پراخه او وچه دښته کې د ګلابي ګارو او غرونو تر شا پټ دی. ډېری خلک فکر کوي ددې ښار غیر معمولي جوړښت او د ګارو په زړه کې د حیرانوونکو ودانیو او حکاکیو پنځول د هغه وخت د انسانانو کار نه دی او یوازې پیریان یا نور موجودات دا کار کولی شي. تاریخپوهان بیا په دې باور دي چې په تیږو او ګارو کې دا کېندل شوي ماڼۍ، کورونه، قبرونه، مجسمې، ګلدانونه او نقاشۍ د نباطي قوم په ورک شوي سلطنت پورې اړه لري.
زموږ بسونه د غره په لوړه نقطه ودرېدل او موږ د یوه کوچني بازار له منځه د غرونو په سینه کې د یوه تنګ دهلیز پرلوري پلی مزل پيل کړ.
د لارې په دواړو غاړو کې د غرونو لړۍ او د غرونو په لمنو کې غارونو خولې خلاصې نیولې وې. یوه ساحه کې د خوړ غوندې ځای و او ترڅنګ یې د نبطیانو د وخت قبرونه وو چې ستنې یې له ډبرو څخه جوړ شوي دي. له یو څه واټن وهلو وروسته د پیترا غرنۍ لاره (Canyon) پیل شوه. زرګونه کاله وړاندې نبطیانو په دې ځای کې یو بند جوړ کړی و چې اوس یې یوازې نښې نښانې لیدل کیږي.
اوس زموږ دواړو خواو ته د غرونو لوړې سلسلې وې او په منځ کې یې یوازې اته یا لس فوټه پراخه لاره وه چې موږ پرې روان وو. دا لاره السیق (Siq) نومیږي. د لارې دواړو خواو ته غرونو لکه دنګو فولادي دیوالونو د لمر مخه نیولې او د یخنۍ احساس کېده. د لارې په اوږدو کې هره خوا ډله ډله سیلانیان لیدل کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو خلک په کې لیدل کېږي. څوک پیاده، څوک د اسونو په ګاډیو کې سپاره دا ۱۲۰۰ متره لاره وهي چې خزانې ته ځان ورسوي.
د ښار هغه کومه برخه چې لا هم له زلزلو پاتې ده ډېر عجیب وغریب جوړښت لري. په السیق کې د قدم وهلو په وخت مې ناڅاپه سترګې د غره د ډبرو په بیخ کې د اوبو پر یو لوی بند او کانال باندې ولګېدې. دا د اوبو کانال هم د غره په لمنه کې جوړ شوی چې لویو لویو توږل شویو تیږو ترې غېږه تاوه کړې او د ښار ټولو برخو ته ترې وړې وړې ویالې تللي دي. زموږ د لارښود په وینا نبطیانو هغه مهال د ابیارۍ فعال سیسټم درلود، ان تر دې چې ځینو ځایونو کې یې له یوه غره نه بل ته اوبه تېرې کړې دي. یوه شېبه ورته حیران ولاړ وم چې زرګونه کاله وړاندې به نبطیانو داسې کوم وسایل لرل چې غرونه یې لکه موم غوندې پرې کړې دي. لارښوونکي راته وویل چې د باران اوبه په پورتنۍ بند کې راټولې شوې او د غره پر ډډه د توږل شویو ویالو له لارې به د پیترا ښار ته ولیږدول شوې. د اوبو دا چینلونه په دوه ډوله وو. سویلي کانال په غره کې کښل شوی کانال و، چې د تیږو دیوالونه یې ورته درولي او داسې تخنیکونه یې په کې وهلي چې له تودوخې څخه د اوبو د تبخیر مخه ونیسي. داسې انګیرل کیږي چې د نبطیانو په دوره کې به دا ټول کانال پوښلی و. په شمالي کانال کې یو منظم پایپ کېښودل شوی و او له هغې څخه به اوبه تیرې شوې. په ځینو ځایونو کې دا د اوبو پایپونه لاهم ساتل شوي دي. دغره پر ډډو د نبطیانو د هنر مختلف ډولونه په ډېرو ځایونو کې لیدل کېږي. دا ټول پر لویو لویو ډبرو او ګارو کښل شوي. ښايي نبطیانو داسې وسايل اختراع کړي وي چې په مرسته يې ډبرې په اسانۍ سره استخراج او وتوږل شي.
دا ښار رښتیا هم د پیریانو ښار دی. که د بيریانو نه وي نو غارونه ولې په دومره لوړه ارتفاع کې کیندل شوي دي. یو ځایي کس راته وویل دلته ډېر بارانونه کېږي او بیا په دغه لاره تر ډېره د سیلاب اوبه روانې وي. د غرونو په دومره لوړو ډډو کې د غارونو د کیندلو لامل دا و چې د سختو بارانونو په وخت به دا کورونه له سیلابه خوندي وو. دوی به له لاندې څخه د پورته کیدو لپاره رسۍ یا د لرګیو زینې کارولې.
د کانال خوا ته د غرونو ډډې سره نږې شوي او یوه دروازه غوندې یې جوړه کړې ده. د دروازې خولې ته یوه غرفه ایښې وه چې ګڼ خوراکي توکي، جوسونه، اوبه او ځینې لاسي صنایع یې خرڅول. دهمدې دروازې دواړو خواو ته تیږې توږل شوي او په لویو ګټونو کې دوه وړې وړې کوټې جوړې شوې چې ویل کېږي دلته به د ښار پیره داران اوسېدل او کاروانونه به یې تالاشي کول. سره له دې چې اوس دلته تالاشۍ او هغسې پیرې نه شته خو سیلانیانو ته د هغه زاړه دود د ښه نمایش لپاره څو تنه عسکر اوس هم په دروازه کې ولاړ وي. عسکرو زغرې او اوسپنیزې خولۍ اغوستي، تورې او نیزې یې په لاسونو کې دي او سیلانیان ورسره عکسونه اخلي.
د السیق غرونو کې یوه بله تنګه لاره وه کټ مټ لکه د ساینس ایفیکشن فلمونو نندارې غوندې ښکاره کېده. یوازینی توپیر دا و چې په دې فلمونو کې دا ډول لارې تر اوبو لاندې وې او دلته په ځمکه کې وو. کله کله خو به د لارې دواړو خواو ته غرونه داسې نږدې شوي وو چې اوږې یې سره لګېدلې. چېرته چې به لاره ورته یو څه خلاصه وه، لمر د تیږو په سر باندې ځلیده او یوه زړه راښکونکې منظره یې وړاندې کوله. په منځ کې یوه نیمه ونه هم ولاړه وه چې د غرونو ښکلا یې لا زیاته کړې وه.
د نبطیانو خزانه: زموږ ډله ورو ورو روانه وه او زما چې د پیترا لیدلو ته ډېره تلوسه وه غوښتل مې له ګروپ مخکې لاړ شم، ځکه دوی ورو مزل کاوه او هر څو دقیقې وروسته به لارښود ودرېد او لازم معلومات به یې له ګروپ سره شریکول. له ما سره په ګروپ کې یو بل چینایی- امریکایی مسلمان و، هغه لکه چې یو ځل مخکې هم دلته راغلی و. وین وون نومېده، ډېر خوش اخلاقه او با ادبه ځوان و. دوین وون یو کمال دا و چې ډېره ښه عکاسي یې کوله، کوم ځای چې به زما خوښ شو ده به راته ډېر ښایسته عکسونه اخیستل. که څه هم ما سره ډېر قیمتي موبایل نه و خو ده خپل هنر ښکاره کاوه. ماته یې وویل زه دلته بلد یم. که غواړې زه او ته به یو ځای ولاړ شو. یو څو دقیقې مې تیز مزل وکړ. شاوخوا نیم کیلومتر مزل به مې کړی و چې د ورک شوي ښار دروازې ته ورسېدم. دلته څلورو خواو ته د غره په ډډه پخوانيکورونه و چې اوس یې لږ لږ اثار او نښې پاتې دي. وین وون غوښتل پاس پر دیوال وخیژي او عکس واخلي خو دوه درې تنه ځایي خلکو ورباندې غږ کړل او اجازه یې ورنه کړه چې پورته وخیژي. دلته ماته معلومه شوه چې دوی څومره د خپلو تاریخي میراثونو قدر او ساتنه کوي. زموږ لارښود راته دلته تر راتګ دمخه هم ویلي وو چې له تاریخي اثارو سره به احتیاط کوئ ځکه د اردن خلک خپل تاریخي اثار لکه خپل ملکیتونه زړه ته نږدې ګڼي او هر اردنی پرې خپه کېږي. ماته خپل وطن او خپل تاریخي اثار را یاد شول چې څومره بېباکانه او بې رحمانه چلند مو ورسره وکړ. په زړه کې مې ویل زموږ خلک هغسې چې د خپلو شخصي ملکیتونو ساتنه کوي، ملي شتمنیو او کلتوري ارزښتونو او میراثونو ته بیا هومره ارزښت نه ورکوي. ډېر ښه مثالونه یې په تېرو څلوېښتو کلونو کې زموږ د ملي او کلتوري میراثونو چور وچپاول او ورانول دي. موږ په خپلو سترګو ولیدل چې د بامیانو تاریخي بوتان څنګه په توپونو وویشتل شول، د ملي موزیم اثار مو څنګه په بې رحمۍ چور او ګاونډیو هېوادونو کې لیلام شول. له بده مرغه اوس هم چې په افغانستان کې کوم فرهنګي میراث، مکتب او کلینک ته څوک زیان رسوي ښایي ډېر کم خلک یې مخالفت وکړي. هغسې چې په خپلو شخصي مالونو او جایدادونو خپه کېږو او ساتنه یې کوو د خپلو ملي او فرهنګي اثارو ساتنه کې بیا دومره تکړه نه یو.
په امریکا کې دا څو کاله زه اوونۍ کې دوه یا درې ورځې خامخا د کور شاوخوا پارکونو ته د قدم وهلو لپاره ځم. باور وکړئ هرڅوک د پارک، ونو او بوټو داسې خیال ساتي لکه د خپل کور یا باغ ساتنه چې څوک کوي. زه بیا کله کله ملګرو ته وایم، زموږ افغانانو لویه ستونزه داده چې موږ عامه ملکیتونو خپل ملکیتونه نه ګڼو. د کلتوري او تاریخي میراثونو په ارزښت خو د ګوتو په شمار خلک پوهېږي، نور هسې بابیزه ګڼي او ځینې خو لا ان درنښت او ارزښت ورکول ورته کفر ګڼي.
وون راته وویل دوه سوه مترو په فاصله کې “د نبطیانو خزانه” ده چې یو ډیر زړه راښکونکی منظر لري. خپل ګروپ مو پرېښود په منډه ورغلو د هغوی تر راتګه لږ زیات ځایونه وګورو. دا په رښتیا هم چې د نبطیانو د هنر یوه غوره شهکار دی. د غره پر ډډه د یو نیم سل فوټه لوړوالی په اندازه ښکلی نقشه جوړه شوې وه او یوه ستره نقاشي شوې دروازه یې ورته ایښې ده. دې دروازې دوه برخې درلودې. تر لومړي پوړ پورې یې شپږ ستنې درلودې چې مثال یې ما تر اوسه په بل هېواد کې نه دی لیدل. د هغې دننه له تیږو نه بیلابیل مجسمې هم توږل شوي دي. په دوهم پوړ کې شپږ ستنې وې چې په منځ کې یې بیا هم بېلابېلې مجسمې نقاشي شوې وې. دوه مثلثونه د غاړې د ستنو څخه پورته جوړ شوي او یو لوی شاهي تاج د دوو منځنیو ستنو څخه پورته جوړ شوی و. په زړه پورې خبره دا ده چې دا ټولې ستنې او اثار د غره په ګارو او کاڼو کې جوړ شوي. د غره هره ډبره دومره ښکلې نقشه شوې وه چې هر یو یې شاهکار دی.
د دې ودانۍ یا خرانې په اړه باور دا دی چې دا د نبطیانو د دولتي بانک ودانۍ وه. په دې ودانۍ کې شاهي خزانه ساتل شوې وه. تر دې مخکې یو لوی تالار و چې ننوتل ورته منع و. زه په دروازه کې ودریدم او یو څو عکسونه مې واخیستل. په ډیری ځایونو کې د نقاشي ډبرو ډول ډول سیوري لیدل کیدل چې د الله تعالی د قدرت یادونه یې کوله.
د نبطیانو لرغونی بازار: د نبطیانو لرغونی بازار د خزانې د ودانۍ بهر جوړ شوی و. دا محلي خلک وو چې د نبطیانو جامې یې اغوستې وې. هر خوا اوښان ناست وو او د ډول ډول شیانو دوکانونه وو. ډیری دوکانونه په ځمکه کې وو. د نبطیانو په دوکانونو کې نارینه او ښځینه جامې، ګاڼې او نور لاسي صنایع خرڅېدل. په یوه خوا کې یوه چایخانه هم وه چې د پخوانیو رسټورانټونو په بڼه جوړه شوې وه. ددې ځای به لیدو ما داسې احساس کړ چې زه زره کاله پخوا وخت ته تللی یم. ځینو کسانو د هماغه وخت د عسکرو جامې اغوستي وې، په سرونو یې اوسپنیزې خولۍ او په لاسونو کې یې نېزې او ډالونه نیولي وو. غربي سيلانيانو ورسره عکسونه اخيستل، ما هم ورسره عکسونه واخیستل او په ژوند د لومړي ځل لپاره مې دلته د اوښ له سپرلۍ نه خوند واخیست.
د بازار ترڅنګ د دربار د مامورینو کورونه: د خزانې د ودانۍ مخې ته ورانه کنډواله وه چې ګڼ نړیدلي کورونه په کې ښکارېدل، ویل کېږي دا د هغه وخت د ځینو وزیرانو او د خزانې د مامورینو کورونه وو. تر دې وړاندې یوه دره وه چې بیا هم د غره په لویو لویو تیږو کې کورونه جوړ شوي وو. دا نو د نبطیانو دعامو خلکو کلی و چې زلزلو او توپانونو یې هنرونه توږلي او یوازې کنډر کورونه یې پاتې دي. دغه ځای ته “ممر الوجحات” نوم ورکړل شوی دی. دلته د غره پر ډډه یوه دوه پوړیزه ودانۍ جوړه شوې وه. د پورته پوړ په اړه لیکل شوي چې دا ځای د کارګرانو د وسایلو ذخیره کولو لپاره کارول کیده، وروسته بیا غلو او لوټمارانو ولوټله.
په دې دره کې هم ځینې دوکانونه وو، چې د نبطیانو د دورې توکي په کې نندارې ته ایښودل شوي وو. دلته دوکانونه د بدوي عربانو یا د همدې سیمې د خلکو ملکیت وو چې د عربي سربیره په انګلیسي او فرانسوي ژبو ښه پوهیدل. ما د هټۍ له مالک څخه د توکو د عکس اخیستلو اجازه وغوښتله. ويې ويل: ته ډېر ښه سړی ښکاري، که نه څوک له موږ نه اجازه نه اخلي. د دې تر څنګ يې د يادو توکو په اړه هم معلومات ورکول پيل کړل. دا ټول توکي په اردن او چین کې جوړ شوي او دلته د نباطین تمدن د ښودلو لپاره ایښودل شوي. دا سړی ډیر صادق و که نه نو معمولا په داسې ځایونو کې خلک د دې شیانو اصلي ویلو سره سیلانیانو دهوکه کوي.
د پیترا لوبغالی یا تیاتر: د پیترا لوبغالی هم د ممر الوجحات سره نږدې موقعیت درلود. دا د رومیانو سټایل نیم سرکلر لوبغالی دی چې د روم تیاتر په نوم یادیږي. دلته به دوی سپورتونه او نور تفریحي پروګرامونه جوړول. د لوبغالي زینې هم په ډبرو کښل شوې وې. ورپسې شاهي ماڼۍ وه، چې د هغې پراخې دروازې ستنې جوړې شوې او د مختلفو خدایانو او معبودانو بتان په کې نقش شوي دي.
انسان حیران شي چې دداسې لویو لویو غرونو په ډډو کې پر سختو تیږو او ګارو څنګه داسې لوړۍ ماڼۍ جوړې شوي، شاوخوا یې څنګه نقاشي شوې او دا کار به په څومره وخت کې شوی وي. تاریخ او مخینه یې هم د مرموزوالي او پېچلتوب له پلوه د فضایي مخلوقاتو له افسانو کمه نه ده. د غرونو له منځه چې ووځې ته به وایې په دې غرونو کې هېڅ هم نه شته، خو کله چې د یوه غره له ډډې پر بل کمر واوړې بله ماڼۍ او بل ډول نقش و نګار به دې مخې ته راشي. زه خو یې داسې ګنګس کړی وم چې د هر یوه حکاکي شوي دیوال یا دروازې مخې ته به حیران ولاړ وم چې داسې عظیم عمارتونه څنګه جوړ شوي او څنګه زرګونه کاله له خلکو ورک وو. د نورو جذابو ځایونو په منځ کې یو هم قصرالبنت دی چې ودانۍ جوړښت یې ډېر حیرانوونکی دی. خلک فکر کوي هغه موجودات چې یوه زمانه په دې قصر کې اوسېدل تر کلونو وروسته ورک شول. ان محلي خلک هم دغه ځای او په غرونو کې جوړې ماڼۍ د انسانانو د وس کار نه ګڼي او وایي د شپې دلته عجیب غږونه اورېدل کېږي. ښایي همدا به یې لامل وي چې هېڅ سیلاني د شپې له خوا پېټرا ته نه ځي.
زموږ د سفر لارښود راته وویل چې د پېټرا لوړو ماڼیو یو ځل نه بلکې دوه ځلي له خاورو سر راپورته کړی دی. لومړی ځل غالباً د عیسی علیه السلام په زمانه کې وموندل شول او وروسته بیا ۱۱ پېړۍ تر خاورو لاندې پټ پاتې شول تر دې چې په ۱۸۱۲ میلادي کال بېرته کشف شول.
پېټرا په یوناني ژبه ګارو ته وایي. باور دادی چې هېچا ته هم ددې ښار د پیدا کېدو دقیقه نېټه معلومه نه ده او نه هم څوک په دقیق ډول پوهېږي چې په غرونو کې دا بې مثاله ودانۍ د چا له خوا جوړې شوې دي. یوازې داسې انګېرل کېږي چې دلته نبطي قوم ۲۰۰ کاله حکومت کړی او هغه مهال دلته یو پاچا اوسېده چې ښار یې ددغو ښکلیو ماڼیو او عجیبو نقاشیو له امله د تجارت او سوداګرۍ یو مشهور مرکز و. دا خبره زما زړه هم منلی شي، ځکه د بشر په تاریخ کې ګڼ تمدنونه او حکومتونه تېر شوي چې اوس وخت یې یوازې اثار موږ ته راپاتې دي. د نبطیانو حکومت د عسقلان ښار په سواحلو کې و چې د اوسني فلسطین لویدیځ دی. ددوی د حکومت لمنه ان د شام تر صحراو پورې غځېدلې وه. د پېټرا ښار په خپل وخت کې د شام، بین النهرین او د عربستان او مصر د تمدنونو ترمنځ د اتصال مرکز و.
یو لرغونپېژندونکي چې سیلانیانو ته یې معلومات وړاندې کول په دې باور و چې کله د لرغونو رومیانو حکومت نسکور شو، نو پر دې سیمې ډېرې زلزلې هم وشوې چې له امله یې د پېټرا ښار تر خاورو او تیږو لاندې پټ شو. هغه مهال عشایري قبیله چې همدلته شاخوا اوسېدله په دې پوهېده چې په دې غرونو کې یو ښار پټ دی خو له دې امله چې د پېټرا خزانه چې د پاچا له قبر سره خوا کې ده وساتل شي چاته یې حال نه ویلو او دا راز یې تر ډېره پټ وساتلو.
د لرغونپېژندنې کارپوهان باور لري دغه ویرانۍ او دا نړیدلی ښار چې هره ورځ زرګونه سیلانیان ځان ته راجلبوي، د نباطیانو د پایتخت د ټول مساحت یوازې ۱۵ فیصده هم نه جوړوي. ډېر احتمال دادی چې لا هم د ښار او پاچایۍ ډېره برخه تر خاورو لاندې ده.
یو شی چې ماته ډېر جالبه و هغه دادی چې دلته محلي خلک زیاتره لکه د نورستان، چترال او د پشه ییانو غوندې پر ګلونو او رنګونو مین دي. ځینو ګلان په لونګیو کې تړلي، ځینو سترګې رنګ کړې وي او ځینې خپل څاروي په ځونډیو او مصنوعي ګلانو دومره ښایسته کړي وي چې حیران به ورته پاتې شې. دوی تور دسمالونه پر سرونو تړلې وي او په ښار کې دننه اوښان او اسونه سیلانیانو ته په کرایه ورکوي. زموږ یوه لارښود راته وویل چې زموږ له اجازې پرته به د محل نا اشنا خلکو سره چېرته نه ځئ، ځکه دا کار خطرناک دی. وروسته خبر شوم چې دلته ځینې محلي دبړه ماران هم شته چې باید احتیاط ورسره وشي، دوی سیلانیانو ته ځان لارښوونکي ورپېژني او ورته وایي چې په لنډو لاره به مو د ښار مهمو برخو ته ورسوو. خو کله چې پیسې ورکړې او ورسره لاړ شې نو بیا درنه ورک شي او د غرونو په منځ کې دې پرېږدي. والله اعلم. ما خپله داسې څه ونه لیدل خو له نورو مې واورېدل. یو شی چې سړی شکمن کوي هغه داده چې دوی لکه د افغانستان او پاکستان د هډو د کلینرانو غوندې سخت درپسې نښتی وي چې اوښ یا اس ترې کرایه کړه. ویل کېږي په پیترا کې تر اوسه داسې خلک هم شته چې له بهرنۍ نړۍ سره هیڅ اړیکه نه لري او لاهم په لرغونې ژبه خبرې کوي.
موږ د غرمې تر دولسو بجو د غرونو او ګارو په منځ کې وګرځېدو. د سفر لارښود خبر کړو چې له دې ځایه د باندې په نوي ښار کې چې د غونډیو پر سر ده دغرمنۍ لپاره یو هوټل ریزرف شوی. ورو ورو بېرته له ښاره ووتلو او هغه ځای ته لاړو چېرته چې زموږ بسونه راته ولاړ وو. تر یو څو دقیقو مزل وروسته د یوه لوړ غره پر سر بسونه ودرېدل او موږ د غرمنۍ لپاره رسټورانټ ته ننوتلو. عجیبه خو دا وه چې په دې غرنیزه ساحه کې دې رسټورانټ د دنیا هر نعمت برابر کړی و. هر چا خپل پلیټ کې د خپلې خوښې خواړه، میوه او ترکاري اچول. زه چې غرونو ته ختلو او ښکته کېدلو ښه وږی کړی وم، یو ښه افغاني پلیټ خواړه مې مخې ته کېښودل. تر خوړو وروسته مې لږ خواږه هم راواخیستل او له رسټورانټ نه ښه په کلانکارۍ د باندې ووتم. شېبه وروسته چې بسونه روان شول. زموږ دګروپ یوه ملګري وویل هوټل کې درې کسانو پیسې نه وې ورکړې. لږ خجالت شوم خو مورال مې ونه بایله. په زړه کې مې وویل چې له درېیو یو تن خو ته خپله یې. اوس که مې ویلي وای ما پیسې نه دي ورکړي، څه فایده یې نه کوله، ځکه طارق زموږ پیسې هم ورکړې وې. زه خبر نه وم چې هرڅوک به خپلې پیسې ورکوي. کیدای شي اعلان یې کړی وي خو ما نه دی اورېدلی. وروسته خبر شوم چې اوله ورځ غرمنۍ زموږ لپاره یوه میلمستیا وه. د سهار چای او ماښامنۍ مو ټوریزم کمپنۍ په غاړه اخیستې او د غرمنۍ پیسې به خپله ورکوو. طارق ته مې مسیج وکړ او بخښنه مې وغوښته چې په غلط فهمۍ کې ما هم پیسې نه دي ورکړي، هغه ویل خیر دی اوس ما ورکړې ته یې چاته په صدقه ورکولو جبیره کړه.
پر لاره مې د نورستان او بدخشان طبعې غرونه او منظرې ذهن کې وګرځېدلې. د بامیانو بودا، بند امیر او د غزني تاریخي ځایونه مې سترګو ته ودرېدل. په خیال کې دمنار جام او هلمند بست کلا پر لرغونو کنډوالو وګرځېدم. له ځان سره مې ویل که دا په طبيعي حسن مالامال او لرغونی وطن د بل چا وای څومره به یې لا نور هم ښایسته کړی و. له بده شامته چې وطن مې لکه غريبه او بد نصیبه ناوې، هیچا یې د سینګارولو کوښښ ونکړ، حتی خپل ښايستونه یې هم په خپل حال پاتې نشول. زموږ ګران او تاریخي وطن هم د ګرځندوی لپاره غوره فرصتونه لري او که دې برخې ته سم او مسلکي کار وشي، نو یو وخت به یې د اردن په څير د عایداتو غوره سرچینه شي. افغانستان چې آن په شپږمه میلادي پیړۍ کې د هیونتسینګ په نوم بودايي چینايي سیاح ځان ته راجلبولی شو، نو د سفرونو د سهولتونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په دې مالامال عصر کې به ولي سیاحین راجذب نشي کړای؟
د سوال کچکول شوې، بډای وطنه!
د کارغه ښکار شوې، همای وطنه!
له کومه راغلې، کوم ځای وطنه؟!
وای وای وطنه، های های وطنه!