سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهیوه نیمه میاشت کې په درو د یو نیم سل کسانو وهل...

یوه نیمه میاشت کې په درو د یو نیم سل کسانو وهل کېدل

تاند ( شنبه ، د جوزا ۲۶ مه) د طالبانو د سترې محکمې خپاره شوي ارقام څرګندوي، چې طالب واکمنو په تېره یوه نیمه میاشت کې نږدې یو نیم سل کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

ویل شوي، چې په دوی کې ۱۴ تنه ښځې هم شاملې دي.

د راپور له مخې، دغه کسان په ۱۶ ولایتونو کې د زنا، غلا، له کوره د تېښتې او نورو جرمونو په تور مجازات شوي.

سرپل هغه ولایت دی، چې تر ټولو زیات کسان پکې په دغو تورونو په درو وهل شوي.

طالبانو مخکې د خپلو دا ډول سزاګانو ننګه کړې او د شریعت د تطبیق لپاره یې مهم ګڼلی، خو منتقدان یې دا ډول مجازات « صحرایي» او د بشري حقونو خلاف ګڼي.

ویل شوي، چې یاد شوي کسان د خلکو په مخکې په درو وهل شوي؛ هغه څه چې د بشري حقونو فعالان یې د مجازات شویو کسانو د انساني کرامت او بشري حقونو خلاف عمل یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب