سه شنبه, جون 18, 2024
Home+د او هنري د مړینې ۱۱۴ کاله ووتل

د او هنري د مړینې ۱۱۴ کاله ووتل

او هنري د لنډو كيسو امريكايي ليكوال دى چې د نيويارك د عادي خلكو د ژوندپه هكله يې ليكنې كولې. د هغه د كيسو مهمه ځانګړتيا دا وه چې كيسه به يې داسې پاى ته رسوله چې لوستونكي ته حيرانوونكې وي. د ده د كيسو بله ځانګړتيا دا ده چې پلاټ يې پېچلى دى او په تصادف بدلېږي.

ويليم سيډني پورټر (او. هِنري)په شمالي كارولينيا كې زېږېدلى. د هغه پلار الجيرنون سيډني پورټر ډاكتر ؤ. ويليم (او.هنري) درې كلن ؤ چې مور يې مړه شوه او دى خپلې پلارنۍ انا او ترور لوى كړ. ويليم د مطالعې سخت لېوال ؤ، خو په پنځلس كلنۍ كې يې ښوونځى پرېښود او بيا يې د ټكساس ديوۀ كلي په درملتون كې كارپيل كړ. له هغه ځايه هوسټن ته لاړ. په هوسټن كې يې د بانك د كتابت په ګډون بېلابېل كارونه وكړل خو كله چې په ۱۸۸۲ كې د ټكساس اسټن( Austin) ته ولېږدېدۀ، وادۀ يې وكړ.

په ۱۸۸۴ كې ويليم د ټوكو او طنز  اوونيزه (The Rolling Stone) راويسته. خو كله چې دا اوونيزه بريالۍ نه شوه، په هوسټن پوسټ كې يې د خبريال په توګه كار پيل كړ. په ۱۸۹۷ كې د پيسو په اختلاس ونيول شو خو د هغه په جرم ډېرو باور نه درلود او په دې هكله ډېر بحثونه وشول. په ۱۸۹۸ كې ويليم د اوهایو (Ohio) په كولمبس (Columbus) كې زندان ته واستول شو.

وپليم پورټر په محبس كې له خپلې لور مارګريت (Margaret) سره د مالي مرستې لپاره د كيسو ليكلو ته ملا وتړله. د هغه لومړنى اثر (Whistling Dick’s Christmas Stocking) په ۱۸۹۹ كې په (McClure ) مجله كې چاپ شو. د پنځه كلن قيد د درو كلونو له تېرولو وروسته پورټر په ۱۹۰۱ كې له زندانه خوشي شو او خپل نوم يې په او هنري بدل كړ.

او.هنري په ۱۹۰۳ كې نيويارك ښار ته لاړ او د ۱۹۰۳ له دسمبرڅخه د۱۹۰۳ تر جنورۍ پورې يې د نيويارك ورلډ لپاره هره اوونۍ كيسه ليكله چې هغه به په نورو مجلو كې هم چاپېدله. د او.هنري د لنډو كيسو لومړۍ ټولګه (Cabbages And Kings) په۱۹۰۴ كې خپره شوه.

د دۀ د لنډو كيسو دوهمه ټولګه (The Four Million) دوه كاله وروسته چاپ شوه، په دې ټولګه كې د او هنري تر ټولو غوره او مشهورې لنډې كيسې لكه (The Gift of the Magi” and “The Furnished Room”. The Trimmed Lamp (1907) included “The Last Leaf”. Henry’s best-known work is perhaps the much-anthologized “The Ransom of Red Chief) شاملې وې.

دوهمه چې د دۀ غوره كيسې پكې وې ( The Four Million) دوه كاله وروسته چاپ شوه.

ښايي د او.هنري تر ټولو منل شوې ټولګه (The Ransom of Red Chief) وي. هغه په خپل عمر كې د لنډو كيسو ټولټال لس ټولګې او شپږسوه لنډې كيسې لري.

د او. هنري د عمر وروستي وختونه د الكولو د ډېرڅښاك تر سيوري لاندې راغلي دي. د همدې عادت له مله نه په سټه روغ ؤ او نه يې لاس خلاص ؤ. په ۱۹۰۷ كې يې له سارا لينډسې سره وادۀ وكړ خو سره خوشاله نه ول، تر دې چې يو كال وروسته جلا شول. او. هنري د ځيګر په ناروغۍ (چې عموماً په الكولو كې د افراط له مله پيداكېږي) د ۱۹۱۰ كال د جون په لسمه له دنيا څخه د تل لپاره لاړ او د لنډو كيسو درې ټولګې يې پسمرګي پرېښودې. په ۱۹۱۱ كې (Sixes And Sevens) په۱۹۱۲ كې (Rolling Stones) په ۱۹۱۷ كې ( Waifs And Strays )

د او. هینري د څو لنډو کیسو ژباړه:

د سوپي انتخاب | لیکوال: او هینري

غلا او قهوه| لیکوال: او هینري

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب