شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهنظرپوښتنه: ډېری جرمنیان د افغانانو د ایستلو ملاتړ کوي

نظرپوښتنه: ډېری جرمنیان د افغانانو د ایستلو ملاتړ کوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) په یوه نظرپوښتنه کې چې د انسا (INSA) له خوا د جرمني د «بیلډ» ورځپاڼې لپاره شوې، ډېرو ګډونوالو افغانستان ته د کډوالو د اخراج ملاتړ کړی دی.

د دې نظرپوښتنې د موندنو له مخې ۹۳ سلنه پوښتل شوي کسان غواړي چې افغان کډوال خپل هیواد افغانستان ته واشتول شي، یوازې ۳ سلنه د دې مخالفت کړی او پاتې ۴ سلنه یې ویلي چې دوی دې پوښتنې ته ځواب نه لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر په منهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې د یوه افغان کډوال په برید کې د پولیسو د یوه افسر له وژل کېدو او د شپږو کسانو له ټپي کېدو وروسته اعلان وکړ چې برلین د هغو افغان اتباعو د ایستلو په اړه غور کوي چې د جرمني امنیت ته ګواښ دي.

په جرمني کې د یوه افغان کډوال له لوري د یوه پولیس تر وژل کېدو وروسته د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې هغه افغانان او سوریان به له خپلې خاورې وباسي چې جرمونه یې کړي دي.

5 COMMENTS

  1. د دين ښه دفاع خلکو ته په زغم او ښه توګه د دين ښوول او تشريح کول دي، نه غبرګون ښکاره کول. بلنه يې زموږ او منل يې د هغوی کار دی.
    پېغمبر (ص) ته به څنګه سپورې ويل کېدې او همداسې نورو ټولو انبياو (ع) ته، خو هغوی به بيا هم ورته په نرمه لهجه او ښه توګه ښوول ول.
    د يو کس مسلمانېدل د ټولې دنيا له غيرمسلمو له وژلو غوره دي او ثواب يې هم زيات دی.

  2. د سپین پوستی او رنګین پوستی تر منځ توپیر دا دی :
    یو سپین پوستی کس که په زرګونو زرګونو رنګین پوستی استعمار او استثمار او استحمار او وځپی او وطن او ټولی مادی او معنوی شتمنی ئی ور لوټ کړی نو هیڅ پروا نشته!!!!!!!
    خو
    که
    یو غیر سپین پوستی کس د جهالت یا عصبانیت یا مشروع او غیر مشروع تعصب له مخی یو سپین پوستی کس ووژنی ( چی البته په هیڅ توګه به د توجیه او ملاتړ وړ نه وی ) نو د سپین پوستی کس د تفرعن آتشفشان فعال او څه چی په مخه ورځی سوځی ئی.
    ډیر شا ته به نه ګورو، په همدی وروستیو دیرشو څلویښتو کلونو په اوږدو کی زموږ په پراخه سیمه کی څومره بی ګناه انسانان د سپین پوستو په تورو باروتو د نابودی تورو کندو ته غورځل سوی دی.
    دا چی انسان اشرف المخلوقات ګڼل سوی دی علت ئی دا دی چی ” انسان ” الهی محکمی ته د ارجاع څخه سرغړَوَنه نه سی کولای.

  3. GERMANY IS ONE FASHIST GOVERNMENT,
    IN GERMANY ALWAYS CAML IMIGRANT LIKE AUSLANDER OR SHWARTZ.MEAN BLACK/
    THEY ARE GENERATION OF HETLER,THEY DON,T LIKE BLACK HAIRE PEOPLES,
    YOU SEE ISRAIL SUPPORT BY GERMANY.
    IN 1986 ONE AFGHAN IN NAME OF KAMAWAL THEY REJECT WITH TWO CHILDREN 1 AND 2 YEARS OLD
    AND GETOUT FROM FRANKFURT, ZENDORF COURT 12,1/1989
    GERMANY IS OUR ENEMY..TALIBS ARE MILLIONS TIME BETTER FROM BRITISH,DEUTCH/GERMANY..
    I LOVE AFGHANS&AFGHANISTAN

    • دا خو یې ویل چې، بریدګر ترکیه هیواد کې پیدا سوي. نه پوهیږم چې، دا افغان څنګه سو؟ که افغانان د قرباني پسونه دئ په هر ډګر حلالیږئ.

  4. د افغان او افغانستان د نوم، تاریخ، کلتور او انساندوستی د بدنامی د پاره پاکستان او ایران هر ډول دسیسې، پېرې او چالونه کوي. که د همدې مجرمانو دقیقه څېړنه او تحقیق وشي نو ډاډه یم چې ثابته به شي چې دا اکثریت یا هم ټول پاکستاني پښتانه چی د پنجاب اجنټان چې د پاکستان د ګټو د پاره کار کوي دي او یا هم ایراني بربریان او خاوریان چي زمونږ د هزاره وروڼو سره شباهت لري دي او یا هم ایرانیان چي زمونږ د تاجیکانو په جامه کي راغلي دي.
    افغانان خواران د یوې ګولې ډوډۍ او آرام نفس ایستلو د پاره بل هیواد ته پناه وړي، خو داسي جرمونه هیڅکله نکوي!
    زه د افغان په جامه کې د ډیرو پاکستانیانو او ایرانیانو شاهد یم!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب