یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ځینو وارداتي شیانو مالیه لوړه...

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ځینو وارداتي شیانو مالیه لوړه شوې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه)  د طالبانو د حکومت د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ رئيس محمد زبير دين پرور په هرات کې د افغانستان د کورنيو توليداتو د نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې دغه وزارت له هیواده دباندې د شپږ نندارتونونو په شمول د کورنيو توليداتو د عرضې لپاره ګڼ نندارتونونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړه: د کابل حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د نورو هېوادونو پر ځینو ورته محصولاتو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

دین پرور وویل، افغانستان تر اوسه له ۲۷۰ ډېر کورني تولیدات د نړۍ بازارونو ته صادر کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد ویلي و چې افغانستان د نړۍ له ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري او هڅې روانې دي چې د امکان تر حده یې پراخې شي.

1 COMMENT

  1. PAKISTANI PRODUCE MUST PAY MORE TAX FOR THE REASON TO PEOPLES BUY AFGHAN PRODUCE,
    LIKE MEAT FISH CHICKEN VEGTABLE FRUIT,
    PEOPLES MUST STOP BUY ING PAKISTANI PRODUCE,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب