Homeخبرونههند په ۶ منډو پاکستان ته ماته ورکړه

هند په ۶ منډو پاکستان ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې پاکستان نن تقریباً ګټلې لوبه پر خپل تر ټولو سخت سیال هند وبایلله.

پاکستان دا سیالي یوازې په ۶ منډو وبایله.

پچه پاکستان ګټلې وه او لومړی یې هند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. هندي لوبغاړو ښايي د میدان د لوندوالي له کبله پاکستان ته خورا ټیټ هدف یعني ۱۲۰ منډې وټاکه.

د هندي لوبغاړو په منځ کې یوازې یوه لوبغاړي ۴۲ منډې وکړې، نور ژر ژر وسوځېدل.

د پاکستان په باولرانو کې نسیم شاه او حارث روف ۳ – ۳ لوبغاړي وسوځول.

خو په توپ وهنه یا بټګ کې د پاکستان لپاره له محمد رضوان پرته چې په ۴۴ توپونو یې ۳۱ منډې وکړې، بل هیڅ لوبغاړي تر ۱۳ ډېرې منډې ونه کړای شوې.

د هند لپاره نامتو باولر بومرا ښه باولینګ وکړ او له همدې کبله د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

ده نه یوازې ۳ لوبغاړي وسوځول بلکې لږ منډې یعني ۱۴ یې ورکړې.

دې ماتې بل پړاو ته د پاکستان د وتلو چانس نور هم کم کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...