شنبه, جون 22, 2024
Homeکلتورروزګان کې د ګلاب ګل دودیزه مشاعره وشوه

روزګان کې د ګلاب ګل دودیزه مشاعره وشوه

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) په روزګان کې د ګلاب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یو شمېر طالب چارواکو، شاعرانو لیکوالانو او مېلمنو په ګډون مرکز ترینکوټ  کې ترسره شوه.

د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور لپاره د طالبانو رئيس قاري اغاولي قريشي په یاده مشاعره کې له شاعرانو او لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د راتلوونکي نسل له پاره داسي شعرونه او حماسې ولیکي، چې د خپل ثقافت او کلتور څخه باخبره شي او د نورو د ثقافت او کلتور تر اغیز لاندې رانه شي.

د سیمې یو شمېر شاعرانو بیا ویلي، چې د طالبانو لخوا د نورو جوړیدونکو مشاعرو په شان دا مشاعره هم تر ډېره طالبي وه او نورو شاعرانو ته پکې د ګډون او شعر ویلو ډېر فرصت نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د کلنیو مشاعرو شمېر او ګډونوال دواړه زیات شوي، خو فرهنګي فعالان یې پر کیفیت او دغه راز د نورو فرهنګي فعالیتونو په پرتله یوازې پر مشاعرو د تمرکز له امله نیوکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب