شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک د کوچنیو پورونو مقرره جوړه کړې

افغانستان بانک د کوچنیو پورونو مقرره جوړه کړې

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست هدایت الله بدري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د کوچنیو پورونو د مقررې جوړولو خبر ورکړی.

د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې هدایت الله بدري ویلي چې د افغانستان بانک ژمن دی د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي، چې هېوادوال وکولای شي په آسانه توګه، ارزانه او غوره مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

بدري زیاته کړې چې د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره مقرره جوړه شوې ده چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولای شي، په آسانه توګه کوچني پورونه تر لاسه کړي.

د بدري په خبره، کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بېوزلۍ کچه راټیټوي او د دندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

روزا اوتونبایوا هم په خپلو خبرو کې، مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، ارزښتناک بللی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب