سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهقمي: د تماس ډلې غړي د دوحې ناسته کې ګډون کوي

قمي: د تماس ډلې غړي د دوحې ناسته کې ګډون کوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۲۱ مه) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې د افغانستان لپاره د سیمه ییز تماس ډلې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د غونډې ګډونوال به په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

قمي په یوه خبري غونډه کې ویلي: « په راتلونکو څو ورځو کې، موږ په قطر کې د دوحې د دریمې غونډې شاهدان یو، او دا یو له هغو مسلو څخه و چې د تماس په غونډه کې پرې خبرې وشوې. ټولو د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره موافقه وکړه.»

حسن کاظمي قمي همدا راز په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت په جوړېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولشموله حکومت د جوړولو په اړه د طالبانو اسلامي امارت ته د ایران وړاندیزونه باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه ګڼل شي.

د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه د سې شنبې په ورځ د چین، روسیې، پاکستان او ایران د استازو په حضور کې؛ د ایران په مرکز تهران کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د طالبانو رژیم له بلل کېدو سره- سره ګډون نه و کړی.

د ناستې ګډونوالو د نورو موضوعاتو تر څنګ له طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو او ګاونډیانو ته د درناوي غوښتنه کړې.

 تر دې وړاندې د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې افغانستان اوس مهال یو ټول شموله او ځواب ویونکی حکومت لري.

 يادونې وړ ده، چې د دوحې درېيمه غونډه د روان کال د جون له ٣٠مې نېټې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړېږي.

3 COMMENTS

  1. ټولشموله حکومت ېعنی څه؟
    په دولت کی حد اقل ېو ۳ اېران پلوه سپېان ناست وی چی شېعه مذهب ته د پراختېا تر څنګ په کمال خان بند او نور د اوبو په زېرمو تسلط ولری. همدارنګه ېو دوه دری وزېران روس پلوه هم وی چی په سرحدی ولاېاتو کی د روس او روس پلوه حکومتونو لکه دا تان تان چی پکی راځی اثر زېات وی مثلا” د قوشتېپی کانال کار بند کړی .
    چېن پلوه وزېران هم باېد دولت کی واک ولری تر څو چېن لوېې پروژی د افغان وزېرانو په مرسته په کم قېمت تر لاسه کړی.
    ددی ټولو تر څنګ د پاکستان لپاره خو باېد ډېر کسان او په هره کچه دا سپېڅلی د جاسوسۍ وظېفی د تورو کالدارو په مقابل کی وکړی. نو دا به بیا ټولشموله دولت ویاو ګاونډېان به خوشاله وی که زمونږ ګټه وی که تاوان.

  2. کور خود بینای مردم
    د افغانستان خلک هم له ګاونډیو غواړي ، چې مونږ ته درناوی ولري ، زمونږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي . افغانستان ته د حکومتونو د نوعیت نسخې ورنکړي .
    خصوصا له ایران نه د ټولو افغانانو دا غوښتنه ده ، چې هلته یو ټول شموله حکومت جوړ کړي ، د ایران 40 سلنه سني مذهبه او نورو اقلیتي مظلومو خلکو ته د بیان ، مذهب ، حکومت کې د اشتراک اجازه ورکړي .
    د پارس په پایتخت تهران کې حقیقي او اصلي اسلام د پیروانو د دومره لوی مذهبي اکثریت لپاره د لمانځه اجازه نشته چې په خپل جومات کې وکړي . خو نورو وړو او غیر اسلامي لږکیو ته بیا دا آزادي شته .

  3. د خلیفه سفر سبب د دی شو چی طالبان د ایران غونډی ته ولاړ نشی، فکر کوم چی طالب به د دوحی غونډی ته هم ولاړ نشی. طالب ډله یوه جنګی ډله ده نسبت دی ته چی د حکومت جوړولو توقع ور څخه وشی. دوی مؤظف د جنګنو لپاره شوی نه د ښی او قانونمنده حکومتداری لپاره. دوی سره داسی سیاسی قدرت نشته چی نړی یی په رسمیت و پیژنی د دوی مهمه تصامیم له یوه نامعلومه ځایه څخه نیول کیږی چی دوی ته هم پته نشته، لکه د مکاتبو موضوع.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب