یکشنبه, جون 16, 2024
Home+د لرګي اس| محمود مرهون 

د لرګي اس| محمود مرهون 

 پخوا په آریانا کي یو باچا وو، دغه باچا ډېر عادل او انصاف داره وو رعیت ډېر ځني راضي وو وطن يې آباد وو ستمن او نیستمن ټولو په آرام او امن ژوند سره تېروی دې باچا یو عادت درلودى چي د کال په اوله ورځ به يې اختر جوړوى ټول خلک به د ښار څخه د باندي راټول سوه رنګارنګ لوبي به کېدلې نیزه بازۍ ،غشي ویشتل، دآسانو ځغلولو او مقابلې به کیدلې باچا به پخپله په دې ځای کي حاضر وو په دغه ورځ به خلکو باچا ته دروږونه وړاندي کول د لېرو لېرو ځایو څخه به خلکو عجب عجب شیان باچا ته راوړل باچا به هغو ته انعامونه ورکول.

یو کال د نوروز په جشن کي یوه هندوستاني کاريګر یو د لرګي آس د باچا په حضور کي وړاندی کى پر آس باندي د سرو او سپینوزرو کار سوی وو باچا چي آس ولیدى د کاریګر څخه يې وپوښتل دغه آس څه خصوصیت او کمال لري؟

هندوستاني کاریګر وویل باچا صاحبه د لرګي آس خو هر څوک نه سي جوړولای دغه آس الوتلای سي او چي هر ځای وغواړې هلته دي رسوي.

باچا ډېر حیران سو ویل که رشتیا هم آس د الوتلو کمال لري نو بیا خو ډېر عجبه او با کماله آس دی مګر ما چي تجربه نه وي په کړې څنګه ستا خبره ومنم.

کاریګر ویل صاحبه امر وکه چي زې کمال در ښکاره کړم.باچا ویل د فلاني غره سره یوه درخته ده د هغې درختي میوه راوړه.هندوستانى کاریګر دستي پر آس باندي سپو ر سو د آس په یوه بغل کي یو څو سويچونه لګیدلي وه کاریګر یو سویچ و وهى آس په هوا سو یو ګړى آس معلومېدی وروسته ورک سو باچا او نور حاضر خلک د آس کمال ته ډېر حیران سوه یو ګړی لا نه وو تېر چي هغه آس په آسمان کي ښکاره سو آس د باچا مخ ته مځکي ته کښته سو هندی کاریګر د آس څخه راکښته سو د هغې درختي میوه ئې د باچا مخ ته کښيښوله چي باچا يې فرمائيش ور کړى وو.

باچا د آس ډېر صفت وکى ول بې شکه چي ډېر عجب آس دی زه غواړم چي درڅخه را يې نیسم وایه چي د دې آس په بدل کي څه درکړم.

کاریګر ول باچا صاحبه زه سرو او سپینو زرو ته هیڅ ضرورت نه لرم د دې په بدل کي باچا صاحبه خپله لور ما ته په نکاح راکړي دا د دې آس قیمت او بدل دی .

د کاریګر په دا خبره ټول خلک حیران سوه فکر يې وکړى چي د کاریګر په دې بې ادبي به باچا کاریګر ته یوه سزا ورکړي لیکن باچا ته په دې خبره درد نه ورغی یو ګړی يې سر وځړوى چُرت يې وهى.

د آریانا د باچا زوی شاهزاده فیروز هم د باچا تر څنګ ناست وو شاهزاده فیروز چي خپل پلار په چُرتو کي ډوب ولیدى فکر يې وکړى چي د باچا صاحب آس ډېر خوښ سو داسي نه وی چي د کاریګر خبره ومني په ټول جهان کي به دا خبره مشهوره سي چي د آریانا باچا خپله لور یوه ترکاڼ ته ورکړه تر دې د مخه باید زه د آس یوه چاره وکړم شاهزاده فیروز فیصله وکړه چي زه به پر آس سپور سم آس به په هوا کړم څو ورځي به نه راځم باچا به زما د ورکېدو په وجه ترکاڼ مړ کي وروسته به زه بیرته راسم.

تر دې د مخه چي باچا هندي ترکان ته یو جواب ورکړي شاهزاده فیروز ولاړ سو ویل باچا صاحبه ستا د انکار او اقرار څخه مخکي زه غواړم چي آس تجربه کړم.

باچا ویل هو! ولې نه ته هم تجربه په وکړه ولي چي داسي عجب آس به په نړۍ کي د چا سره نه وي او زه دا آس خامخا تر لاسه کوم.

تر څو چي هندي کاریګر د آس په باره کي شاهزاده فیروز ته یو څه ویل شاهزاده فیروز د مخه لا پر آس پښه واړوله د الوتلو سویچ يې ور وهى آس د سترګو په رپ کي غايب سو.

شاهزاده فیروز چي ولاړی نو هندي کاریګر باچا ته وویل شاهزاده زما خبره هیڅ نه واوریده او آس يې په هوا کړى ولاړى شاهزاده ته خو معلومه نه وه چي اس په کوم سویچ کښته کیږي په دې آس کي څو ډوله سویچونه لګیدلي دي په بعضي سویچونو باندي د آس رفتار زیاتیږي په بعضو يې مخ ګرځي بعضي سویچونه پورته او کښته کوي په دې خو زه خبر یم چي کله شاهزاده کښته کېدل وغواړي نو ټول سویچونه به ووهي آخر به پر هغه سویچ پیښ سي په کوم چي آس راکښته کیږي لیکن شاهزاده ته به ډېر تکلیف او زحمت جوړ سي.

باچا دا واورېدل ډېر يې طبیعت خراب سو ویل که شاهزاده فیروز د لاندي را کښته کېدو سویچ وواهه او آس لاندي را کښته سو که هغه ځای دریاب یا غر وو نو بیا به څه پېښیږي؟

کاریګر وویل آس خو يې روغ رمټ لاندي را کښته کوي د وروسته ذمه واري زه نه سم اخیستلای.باچا ویل که شاهزاده فیروز روغ رمټ بیرته نه راغی زه تا ژوندی نه پریږدم.

کاریګر ویل باچا صاحبه په دې کي زما څه قصور دی شاهزاده زما څخه د آس په باره کي پوره معلومات تر لاسه نه کړل او پر آس باندي سپور سو ولاړی ما څنګه را ګرځولی وای.

باچا ویل تر څو چي شاهزاده بیرته نه وي راغلی ته نه سی تلای وروسته يې عسکرو ته وویل دغه کاریګر تر هغه وخته پوري مه ایله کوئ تر څو چي شاهزاده بیرته نه وي راغلی. باچا ډېر وارخطا د شاهي ماڼۍ پر خوا را روان سو جشن هم خراب سو .

دلته شاهزاده فیروز پر آس سپور سو او آس يې په هوا کړى یو ګړى وروسته چي يې د راکښته کولو کوښښ وکړى آس ئې را کښته نه کړى دراکښته کېدو د سویچ د وهلو پر ځای يې د پورته کولو سویچ ووهى آس نور هم پورته سو تر دې حده پوري چي غټ غټ غرونه کوچني کوچني ښکارېدله دغه وخت فېروز ډېر وبېرېدی نژدې وو چي لاندي را ایله سي لیکن ژر ئې ځان پر آس ټینګ ومُښلوى فکر ئې وکى چي کوښښ په کار دی اخير خو به پر هغه سویچ پیښ سم ډېر کوښښ ئې وکى اخير يې پر هغه سویچ لاس برابر سو آس قرارقرار راکښته کیدی دلته نو د شاهزاده فیروز هم زړه یو څه په قرار سو آس یو ځای کښته سو.

شپه وه توره تیاره وه هیڅ شى  نه ښکاریدی شاهزاده د آس څخه راکښته سو شاوخوا چي وګرځیدی نو دا ورته معلومه سوه چي د یوې ماڼۍ پر بام باندي ولاړ دی وهم واخستى چي که یو چا ولیدلم د غله ګمان به راباندي وکړي یو ګړی ئې چُرت وواهه اخير يې فیصله وکړه چي راسه لاندي ور کښته سه که څه خطر وو نو ژر به پر آس باندي سپور سم په هوا به سم.

شاهزاده د زینو لار پیدا کړه قرار قرار لاندي کښته سو دغه ماڼۍ ډېره ښایسته وه هري خواته شمان لګېدل شاهزاده فیروز په اندازه سره معلومه کړه چي دا د شاهي ماڼۍ زنانه برخه ده یو څه چي مخ ته ولاړی یوې خوني ته ننوتی کې کتل چي پر یوه پالنګ باندي یوه ډېره ښایسته شاهزادي بیده ده.

شاهزاده فیروز چي نجلۍ ولیدله پر مین سو په دې وخت کي شاهزادي هم را ویښه سوه هغې چي په خپله خونه کي یو پردی ځوان ولیدى وبیریده نژدې وو چي چغه يې تر خوله وتلې وای ژر شاهزاده وویل اول زما قصه واوره بیا ستا خوښه ده هره سزا چي راکوې زه پوره یقین لرم چي زما په حالاتو باندي د خبرېدو وروسته به ستا هم زړه را باندي وسي.

په دې وخت کي د شاهزادي وهم یو څه کم سو چي ښه په غور سره يې شاهزاده فیروز ته وکتل دا هم پر مینه سوه شاهزادي ویل کښېنه او راته ووایه چي ته څوک يې او څنګه دلته را و رسېدې.

شاهزاده ویل زه د آریانا د باچا زوی یم نن سهار د نوروز د اختر په ورځ یوه هندي کاریګر یو عجب د لرګي آس راوړى زما د پلار  دغه آس ډېر خوښ سو کاریګر د آس په بدل کي د باچا صاحب څخه لور وغوښتله زه د غیرت په جوش کي پر اس باندي کښېنستلم په هوا مي کى لیکن را کښته کیدل مي نه وه زده ټوله ورځ په هوا وم زما اراده دا وه چي دغه آس مات کړم باچا به هم کاریګر ته لور ور نه کي په څه تکلیف سره د شپي په تیاره کي ستا د ماڼۍ پر بام باندي راکښته سوم غوښتل مي چي لار پیدا کړم په دې مقصد لاندي راغلم.

شاهزادي ته هم د شاهزاده فیروز کيسې خوند ورکړى ول ستا کيسه واقعي ډېره خوندوره ده لیکن بې غمه اوسه دلته هیڅوک په تا کار نه لري سهار به زه ستا د لرګي آس هم وګورم وروسته شاهزادي خپله خاص مینځه را ویښه کړه ټوله کيسه يې هغې ته بیان کړه ویل شاهزاده یوې خوني ته بوزه یو څو ورځي به دلته زما میلمه وي پام کوه چي څوک په دې راز خبر نه سي.

مینځي دستي د شاهزاده د پاره خواړه راوړه فیروز چي ښه موړ سو نو مینځي یوې بلي خوني ته بوتلی هلته شاهزاده بې غمه بیده سو.

بله ورځ شاهزادي د مینځي په لاس حال ورته راواستوى چي د خوني څخه د باندي مه راوزه زه هلته درځم.

فیروز هم د شاهزادي په انتظار کښېنستی یو ګړى وروسته شاهزادي ورته راغله دوی دواړو خبري سره وکړې دلته فیروز په دې خبر سو چي دا د بنګال باچهۍ ده او دغه ښایسته نجلۍ د بنګال شاهزادي ده بنګالۍ شاهزادي څو ورځي شاهزاده فیروز د ځانه سره په ماڼۍ کي پټ وساتی په دې څو ورځو کي دوی دواړو یو بل ته د خپل زړه حال ووایه یوه ورځ بنګالۍ شاهزادي وویل ته زما د پلار سره ووینه خپله مطلب ورته بیان کړه زه پوره باور لرم چي هغه به انکار  ونه کړي.

شاهزاده عُذر ورته وکى چي زه په داسي حال کي یم هغه به څنګه زما په خبره باور وکړي زما وطن د دې ځایه څخه ډېر لیري دی که د بنګال باچا زما وطن ته څوک واستوي چي صحیح حال راوړي نو څو کاله به تیر سي زه د خپال پلار یوازینی زوی یم او دونه باندي ګران یم چي که په یو څو ورځو کي زما د خوا څخه څه حال نه ور و رسېدى نو خدای دي نه کوي چي یو څه په و نه سي.

وروسته شاهزاده وویل زما خو داسي خوښه ده چي زه او ته د لرګي پر آس باندي سپاره سو آریانا ته ولاړ سو هلته به زه خپل پلار ته خپل مطلب بيان کړم کله چي زموږ واده وسو نو به زما پلار ستا د پلار سره خبره وکړي زه پوره باور لرم چي هغه به موږ وبخښي.

بنګالۍ شاهزادي پر شاهزاده فیروز باندي مینه سوې وه دستي په دې باندي راضي سوه بله ورځ شاهزادي د شاهزاده فیروز سره پټ دماڼۍ بام ته وختله د شاهزاده سره پر آس باندي کښېنستله شاهزاده آس په هوا کړى آریانا ته ئې ځان ورسوى شاهزاده آس خپلي ماڼۍ ته بوتلی هلته يې شاهزادي د آسه څخه کښته کړه پهره دارانو ته يې وویل د شاهزادي چي هر څه په کار وي هغه ورته حاضر کړئ وروسته شاهزاده پخپله شاهي دربار ته ولاړى باچا خپل زوی ولیدى ډېر خوشاله سو دستي يې امر وکى چي هندى کاریګر ایله کئ.

شاهزاده فیروز خپله قصه باچا ته بیان کړه وروسته ئې وویل باچا صاحبه شاهزادي زما په ماڼۍ کي چي د ښار څخه د باندي ده هلته ده زه غواړم چي شاهزادي په پوره احترام او عزت سره ښار ته راوستل سي.

باچا دستي امر وکړى چي بنګالۍ شاهزادي دي په پوره عزت او احترام سره ښار ته راوستل سي شاهزاده فیروز د وزیرانو سره د شاهزادي استقبال ته ور روان سو.

دلته هندى کاریګر چي د بند څخه را خلاص سو په ټولو حالاتو خبر سو زړه يې درد وکړی دستي د شاهزاده فیروز ماڼۍ ته ورغی پهره دارنوته يې ویل په ماشیني آس کي یو څه خرابي پیدا سوې ده شاهزاده زه را واستولم چي آس سم کړم.

پهره دارنو کاریګر پرې ښوى هندي کاریګر چي ماڼۍ ته ورننوتى بنګالۍ شاهزادي يې په  زوره پر آس سپره کړه پخپله هم ورسره سپور سو آس ئې په هوا کړى فیروز چي د نورو وزیرانو سره خپلي ماڼۍ ته راغی کې کتل چي آس او شاهزادي دواړه نسته  د پهره دارانو د خولې چي د هندی کاریګر په راتګ خبر سو دستي ئې سر په خلاص سو چي دا کار د هندي کاریګر دی.

شاهزاده فیروز په هغه ګړي د شاهزادي په تلاښ روان سو باچا ډېر ورته وویل لېکن شاهزاده د باچا پر خبرو هیڅ غوږ و نه نیوى پر یوې خوا يې مخ کړه ولاړى.

هندي کاریګر بنګالۍ شاهزادی د کشمېر په یوه ځنګل کي کښته کړه هلته يې شاهزادي ته وویل زه ستا سره واده کوم شاهزادي انکار ورته وکړى ده چي څو واره خبره ورته تکرار کړه نو شاهزادي ته ډېر درد ورغی د هندي کاریګر پر مخ باندي يې تُف کړه هندي کاریګر ته هم ډیر درد ورغی غوښتل يې چي شاهزادي مړه کړي په دې وخت کي دکشمیر باچا په ښکار پسې دلته راغی د کشمیر باچا چي د لیري څخه وکتل چي یو سړی یوه ښځه وژني نو يې د هغه ځایه څخه ږغ پر وکړى.

کاریګر وهم واخستى په دې وخت کي باچا پر را ورسیدى د شاهزادي څخه ئې پوښتنه وکړه شاهزادي ټوله کيسه ورته بیان کړه ویل دې سړي زه په زوره را تښتولې یم.

هندي کاریګر د دې خبرو څخه انکار وکړى ویل دا زما ماینه ده اوس کورته نه راسره ځي.

د کشمیر باچا یوه مريي ته اشاره وکړه هغه مریي توره را لښته کړه د هندي کاریګر سر يې غوټ پرې کړى.

د کشمیر باچا هم په شاهزادي زړه بایلوى پر مین سو شاهزادي ئې د ځانه سره خپلي ماڼۍ ته بوتله څو مینځي يې د شاهزادي د خدمت دپاره ودرولې یو څو ورځي چي تیرې سوې باچا شاهزادي ته حال ور واستوى چي زه واده درسره کوم.

شاهزادي ډېره وارخطا سوه دوې درې ورځي خو په ژړا ورباندي تیري سوې د ځانه يې چُرتونه وهل چي اوس څه وکړم آخر يې دا چم جوړ کړى چي ځان يې پر لیونتوب واچوى کالي يې څیري کړه څوک چي به نژدې ورغی هغه به ئې وهى او کالي به يې هم  ورڅیري کړه.

د کشمیر باچا ډیر پوه طبیبان د شاهزادي د علاج د پاره مقرر کړه لېکن شاهزادي هیڅ فرق نه په وکړى په دې حال کي څو میاشتي تیري سوې.

شاهزاده فیروز چي د شاهزادي په تلاش پسي ووتى ډېر وګرځیدى اخير کشمیر ته راغی دلته ئې چي د شاهزادۍ د ناروغۍ خبره واوریده فکر يې وکړى چي راسه د ځانه څخه طبیب جوړ کړه شاهزادي وګوره شاید چي مقصد خپل ته ورسیږم.

بله ورځ شاهزاده دربار ته ولاړى هلته ئې خپل ځان د طبیب ظاهر کړ باچا ته ئې ویل صاحبه زه شاهزادي په تکلیف خبر سوم د علاج دپاره يې راغلم شاید خدای پاک زما د لاسه شفا ورکړې.

باچا هم د بنګالۍ شاهزادي د جوړېدو څخه ډېر نا اُمیده سوی وو دستي يې یوه مريي ته امر وکړى چي دا طبیب شاهزادي ته بوزه هر څه چي غواړي هغه ورته حاضر کړه.

مرئې شاهزاده فیروز شاهزادي ته راوستى شاهزاده  چي د لیري څخه شاهزادي ولیده دستي يې وپیژندله دستي يې ټوله خلک د خوني څخه ایسته کړل دوی دواړه چي یو په یوه سوه نو شاهزاده پر شاهزادي باندي ږغ کړه زه شاهزاده فیروز یم.

شاهزادي چي دا واوریده سر چي يې راپورته کړی شاهزاده چي يې وپیژندی ډیره خوشاله سوه د خپل زړه حالونه ئې سره وویل شاهزاده ویل ته په یو څو ورځو کي ځان روغ جوړ که وروسته به زه د دې ځایه څخه د تلو یوه چاره وکړم.

بنګالۍ شاهزادي ویل ستا د لرګي آس دلته په خزانه کي پروت دی دوی د دې آس په کمال خبر نه دي ته په یو ډول هغه آس لاس ته راوړه نو زموږ کار به ډېر آسانه سي شاهزاده فیروز تسلي ورکړه ویل ته بې غمه اوسه.

شاهزاده یو څو ورځي د علاج په بهانه ورتلی شاهزادي جګه جوړه سوه د کشمیر باچا ډېر خوشاله سو شاهزاده فیروز ته يې وویل ته ډېر پوه طبیب ئې وایه هر انعام چي غواړې درکوم يې.

شاهزاده ویل باچا صاحبه تر اوسه پوري د شاهزادي ناروغي په پوره ډول ختم سوې نه ده دا غالباً د جادو پر یوه شي باندي سپره سوې ده او کښته کیدو وخت کي د هغه شي دروږ نه دی ورکړل سوی تر څو چي شاهزادي پر هغه شي باندي بیرته سپره نه سي او منتر وویل سي ناروغي يې بیرته راپورته کیږي.

باچا چي دا خبره واوریده، ویل هو د دې سره یو د لرګي آس هم وو شاید دا ټوله د هغه اثر وي دستي يې امر وکى چي هغه د لرګي آس راوړئ عسکرو د لرګي آس راوړى یو څو لرګي يې هم راوړه دغه ټوله شیان يې په میدان کي کښېښودل وروسته شاهزادي هلته راوستل سوه شاهزاده فیروز اول لرګي دُود کړل وروسته يې شاهزادي پر آس باندي سپره کړه خپله هم پر آس باندي سپور سو پر باچا يې ږغ وکړى چي بنګالۍ شاهزادي زما وه ته په زوره واده ورسره کوې اوس يې درڅخه بیایم.

تر څو چي عسکرو ځان ورته را رسوى شاهزاده آس په هوا کړى شاهزادي يې بوتله یو ګړي وروسته خپل وطن ته ورسیدى شاهزادي يې خپلي ماڼۍ ته کښته کړه باچا چي د زوی په راتګ خبر سو ډېر خوشاله سو په دا بله ورځ يې د بنګالۍ شاهزادي او شاهزاده فیروز واده وکړى د بنګال باچا ته يې هم حال ور واستوى هغه ناچاره سو د لور او زوم د پاره يې ډېري تحفې را واستولې دوی ټول سره کور او کهول سوه.

د یمن پاچا | محمود مرهون 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب