شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهملا متقي ترکي پلاوي ته؛ افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړئ

ملا متقي ترکي پلاوي ته؛ افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړئ

تاند (جمعه، د جوزا څلورمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د کډوالۍ ادارې د رئیس اتیلا توروس په مشري د ترکیې جمهوریت له لوړپوړي پلاوي سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده غوښتي چې افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانه کړي.

د متقي مطبوعاتي دفتر ویلي، په دغه کتنه کې ملا متقي د ترکیې هېواد له بشري مرستو څخه د قدرداني کولو تر څنګ د کډوالۍ پدیدې، غیر منظم مهاجرت مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پياوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.

هغه  همدارنګه د ترکیې لوري څخه افغانانو ته د ویزې صدور لړۍ د اسانه کولو غوښتنه وکړه، تر څو افغانان په قانوني ډول یاد هېواد ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې اتیلا توروس یادونه وکړه، چې افغان وګړي د غیر منظم مهاجرت په لړ کې د ګڼو ننګونو او ژوند ګواښونکو ستونزو سره مخ دي او د یاد مهاجرت مدیریت لپاره په کار ده چې قانوني کډوالۍ پراختیا ومومي.

د طالبانو د اعلامې له مخې، په دغه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، ‏خصوصي سکتور ودې او په افغانستان کې د پانګې اچونې شته فرصتونو په اړه بحث ترسره شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب