چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د داعش په نوم کسان بریدونو ته پاکستان نه راغلي

مجاهد: د داعش په نوم کسان بریدونو ته پاکستان نه راغلي

تاند (جمعه، د جوزا څلورمه) کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې افغانستان ته د بریدونو لپاره د داعش ډلې کسان له پاکستان څخه راغلي، چې دوی یې یو شمېر نیولي او اوس ورسره زندانونو کې بندیان دي.

هغه په دې تړاو له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې دغه کسان « فرصت طلبه » دي او دوی یې ملامتي پر پاکستان نه اچوي او دغه هېواد رسماً له داعش څخه په ملاتړ نه تورنوي.

طالب ویاند زیاتوي: موږ ځينې نیونې لرو چې د داعش په نوم ځينې کسان له پاکستانه راغلي دي. عملیات یې ترسره کړي دي او بیا نیول شوي او اوس هم زموږ په بندخونو کې دي. موږ دا ادعا نه ده کړې چې د پاکستان حکومت دا کار کړی دی خو په عمومي توګه امنیتي مسایل د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي.

هغه دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي، چې ویلي یې دي: په دې وروستیو کې پاکستان د هغو ترهګریزو پېښو شاهد دی چې د افغانستان په خاوره کې طرحه شوې دي.

پاکستان بیا- بیا ورته ادعاوې کړي، خو طالب چارواکو رد کړي او بې اساسه یې ګڼلي دي.

یو شمېر نورو طالب سرچینو بیا پاکستان افغانستان ته د داعشیانو په استولو او بریدونو سمبالولو تورن کړی، خو دوی په رسمي ډول له دې خبرو ډډه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. د فساد جرړه پاکستان دی، مجاهد، طالب، داعش او هر د افغانستان ورانونکی پدغه رزیله او ناپاکه خاوره کې تربیه او تجهیز شوی او خپل وطن یې وران کړی. تر څو چې دا ناسور او د نړۍ سرطان د مځکې په نقشه نوم لري هم به افغانستان ورانیږي او نړۍ ته به هم درد سر وي.

  2. مجاهل ساب ته باید وویل سئ چې، ترکاڼ او پخ نه یوازې دا چې ، نومونه یې جلا دئ بلکې مسؤلیتونه او وظایف یې جلا جلا دئ. ټرلیب یا هیبتې ځناور ، داعش، اخوانیان، حزب الله یان، فاطمیون، صوفیان، تبلیغیان، حزب تحریر، حزبیان، جمیتیان، نظاریان، دوستمیان، ګلم جمان، وحدتیان، خلقیان، پرچمیان، ستمیان، شعله یان تنزلیان او امثالهم هغه نومونه دئ چې، یوازې
    او یوازې نومونه یې توپیر لرئ خو په اصل کې د ارتجاع او استثماري استخبارتي شبکو پیدایښت او تولید دئ. د دغو ګروپونو تر منځ ګډ او مشترک ټکې یا نقطه وظیفوي اوګمارل سوي مشترک اهداف دئ. هغه اهداف : اسلام ، افغانیت او په ټوله کې بشریت سره دښمني.
    که څوک یې نه منئ زما خبري د دغو خلکو له کړو او وړو سره پرتله یا مقایسه کړئ.

  3. جالبه داده چې پاکستان چارواکي تل وایي چې پاکستان کې په چینایانو برید افغانانو کړی مګر دوی (مجاهد صاحب) نه وایی چې دلته دچینایان په ملمستون باندې برید هم پنجاب کړی ترڅو نړۍ پوه شي چې دواړه کارونه دې پاکستان دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب