یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهماینونه او ناچاوده توکي؛ ۲۰۲۳ کې یې ۵۵۵ افغانانو ته مرګ ژوبله...

ماینونه او ناچاوده توکي؛ ۲۰۲۳ کې یې ۵۵۵ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (  جمعه، د حمل ۱۷ مه)  پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د رژیم اړوند وزارت وایي، چې په ۲۰۲۳ زېږديز  کال کې په هېواد کې د پخوانيو ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله ۵۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،

د دغه وزارت یوه مقام مولوي نورالدین رستم خېل پرون په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، له دغې جملې څخه ۱۳۷ نارينه او ۳۷ ښځينه شهيدان شوي او همدارنګه ۳۱۱ نارينه او ۷۹ ښځينه ټپيان شوي دي.

رستم خېل همدارنګه وویل چې د روان ميلادي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د هېواد پر کچه د ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنې ۶۱ پېښې رامنځته شوې، چې له کبله يې ۳۷ تنه هېوادوال شهيدان او ۷۱ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د تېرو ۱۵ میاشتو په موده کې ۹۸ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو او چاودېدونکو توکو څخه پاکه شوې ده.

د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا په دې غونډه کې پر نړیوالو نیوکه کړې، چې د دغو چاودنو قربانیانو سره یې مرسته نه ده کړې.

،پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې دمګړۍ په افغانستان کې د ۴۷۵ ښوونیز او ۲۳۰ روغتیايي بنسټونو ودانۍ د چاودېدونکو توکو د خطر د سیمو په یو کیلو مترۍ کې پرتې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې لا هم د هېواد په ۲۶۲ ولسوالیو کې د ناچاوده توکو خطر موجود دی او په چاودېدونکو توکو څه باندې ۱۲۵۵ کیلو متره مربع ساحه د میلیونونه افغانانو ژوند ګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب