دوشنبه, مې 6, 2024
Home+اډوارډ برنیز، د پروپاګنډ او عامه اړیکو ماسټر

اډوارډ برنیز، د پروپاګنډ او عامه اړیکو ماسټر

راټولونه او ژباړه: (نوراحمد اسحاقزی)

ایا کله مو هم د پروپاګند يا تبلیغاتو او عامه افکارو تر منځ د پیچلي رابطې په اړه فکر کړی، چیرې چې روايتونه کولای شي د واقعیت (Reality) شکل تغير کړي او ایډیالوژیانې کولای شي په ريښه دارو حقايقو تبديلي شي؟  ایا تاسو له اډوارډ برنیز سره آشنا یاست چې په تاریخ کې د ځینو خورا مهمو تبلیغاتي کمپاینونو شکل ورکوونکی دی؟ هغه پټ شخصیت چې په تبلیغاتو او عامه اړیکو کې يې مخکښ کار نه یوازې صنعتي نړۍ بدله کړه، بلکې د معلوماتو، هڅونې، او اجتماعي شعور په اړه یې د نه منلو وړ نښان پریښوده؟ په دې په زړه پورې ليکنه کي، راځئ چې د پروپاګند او په هغه کي د اډوارډ برنیز ((Edward Bernays)) د رول او نفوذ نقاب لرې کړو.

 اوس مهال نږدې ټول شرکتونه او ادارې چې د خلکو سره معامله کوي د عامه اړیکو په نوم یو تنظیمي څانګه لري. عامه اړیکي بېلابېلې دندې لري چې په هغو کې د سازمان د خبرونو خپرول، خلک د اعلاناتو له لاري جذبول، له رسنیو سره اړیکه نیول او د ادارې د مشر مطبوعاتي کنفرانس جوړول او داسې نور. چي اصلي موخه يي  په ښه توګه خپلو موخو ته د رسیدو او عامه افکارو په ډګر کې د ادارې د ګټو تامينول دي. البته نن ورځ د عامه اړیکو مسلک له دې څخه هم لوړ تللی، اوس مهال د عامه اړیکو خپلواک شرکتونه هم منځ ته راغلي.  نن ورځ د هڅونې ځواک د ټولنیزو اړیکو په ډګر کې خورا ارزښتناکه وړتیا ګڼل کیږي، او یوازې هغه څوک چې د لوړي کچي قانع کوونکي وړتیا ولري په ټولنیز ډګر کې بریالي کیږي.

په تیرو سلو کلونو کې د اډوارډ برنیز په څیر لږو خلکو په لویدیځ دومره ژوره اغیزه کړی دی. د 102 کلنۍ په عمر کې د هغې د مړینې یو کال دمخه لا هم برنیز فعال و، او د عامه اړیکو مشورې او ويناوي يي کولې. او په 1995 کې د یو سل او درې کلونو په عمر ومړ.

ځوان برنیز په اروپا کي:

په اروپا کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل سره د واشنګټن سیاستوال  فکرمند شول او د اروپا وضعیت یې نازک وباله. په جګړه کې د جرمني له پرمختګ سره په واشنګټن کې پرېکړه وشوه چې امریکا باید دي جګړې ته داخل شي. خو اصلي مسله دا وه چې څنګه په یو دموکراتیک هیواد کې خلکو ته دا قناعت ورکړل شي چې په جګړه کې د امریکا شتون اړین دی.  امریکایی مالیه ورکوونکي يا ددي هيواد وګړي به دا ونه مني چې د دوی پیسې دې د اتلانتیک په بل اړخ کې په جګړه کې مصرف شي. له همدې امله د امریکايي سیاستوالو پلان دا و چې راشي او یو شمېر تکړه ژورنالیستان وروزي ترڅو د امریکا پوځي سیاستونه توجیه کړي. د امریکا د هغه وخت ولسمشر ويلسن اعلان وکړ: “متحده ایالات به د زړو امپراتوریو د بیرته راګرځولو لپاره جګړه نه کوي، بلکي موږ په ټوله اروپا کې د ډیموکراسۍ د بیا رغولو لپاره جګړه کوو.”

 په دي موخه چي د خلکو په سترګو کې د امریکا د جنګي سیاستونو توجیه کړي د عامه پوهاوي تر عنوان لاندې کميټه جوړه شوه.  د دغې کميټې غړو په سختی هڅه کول چي له منطقي او غوڅو دلائېلو څخه په استفادې سره د دغه هېواد له پولو څخه څو زره کيلومتره لرې په جګړه کې د امريکا ننوتل توجيه کړي. د جګړې په ختميدو او اروپا ويجاړيدو سره امريکا د نړۍ د ترټولو پرمختللی اقتصاد څښتنه شوه او البته تر ټولو لوی. وروسته له جګړې کله چي د امریکا ولسمشر ووډرو ویلسن پاریس ته د سولې خبرو لپاره په سفر وو، چي ورسره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د کمېټې يو شمېر خبريالانو هم حضور درلود تر څو وکولای شي د دې سترې جګړې لاسته راوړنې امریکایانو ته ريفورټ کړي.  په پاریس کې د ويلسن دریځونه هماغه وو چې په امریکا کې د خلکو د توجیه کولو لپاره جوړ شوي وو، شعارونه لکه ازادي او ډیموکراسي ، د جګړې پرته نړی، د سولې لپاره مبارزه، مساوات او داسې نور.  دا شعارونه د اروپا د جنګ ځپلو خلکو لپاره خورا زړه راښکونکي وو او ویلسن ته په پاریس کې په خورا لیوالتیا سره هرکلی وشو. او خلک داسې ورغلل لکه هغه چي د اروپا ژغورولو او نجات پرشته وي. ځوان اډورډ هم همدلته وو،  اډورډ چي کله په پاریس کې د ویلسن شاوخوا کي په څپو څپو خلک راټول ليدل، له ځان سره يي فکر وکړ چې دا ډول ډله ایز هڅوني د سولې په وخت کې هم ترسره کیدای شي. او د عامو خلکو د ارادي او ځواک د سوک او رهبرۍ څه په ډیره لوړه کچه کار اخیستل کیدای شي. ااو البته کولای شو پیسې هم ورڅخه ترلاسه کړو.

اډورډ برنیز  ژوند:

 Bernays (1891-1995) Edward : یو اتریش اصله یهودی دی چې په 1912 کې د خپلې کورنۍ سره امریکا ته راغلی.  هغه په ​​نیویارک کې د کارنیل پوهنتون څخه د کرنې په برخه کې لیسانس ترلاسه کړ، مګر بيا د ژورنالیزم مسلک ته داخل شو.  په 1922 کې برنیز د ډوریس فلیشمن سره واده وکړ. فلیشمن د هغه وخت یو له مشهور فیمینستانو څخه وه ، چې د لوسي سټون ټولنې غړی هم و. د دې فیمینسټي ټولنې شعار دا و چې له واده وروسته د ښځو تخلص ساتل او نه بدلول غواړي. ډورس پخپله یوه له لومړنیو میرمنو څخه وه چې په متحده ایالاتو کې یې خپل په اصلي نوم (بغير د میړه د وروستي نوم څخه) پاسپورت ترلاسه کړ. برنیز د مشهور ارواپوه سیګمنډ فرویډ د خور زوی هم دی.

 سیګمنډ فرویډ (1856-1939) د اتریش نیورولوژیست او د رواني تحلیل بنسټ ایښودونکی و. (زیگموند فروید داسې یو شخص دې چې د شلمۍ پیړۍ او د یوویشتمۍ پیړۍ د علمي او فرهنګي فعالیتونو یوه برخه هم په ده باندې سترګې نه شي پټولاي ځکه چې دی له انسان سره کار لري د انسان له روان سره کار لري او په یو ابتکاري ډول ورسره کار لري، نو  دی د علم په هره برخه کې کیدای شي چې مطرح شي. خو طبعاً اروا پوه دې او ضمناً د اعصابو ډاکتر دی، نو زیاتره کارونه یې له دغو مسایلو سره تړلي دي) (استاد نجيب منلی). د ناروغ او روانپوه ترمنځ د خبرو اترو له لارې درملنې (therapy) د میتود بنسټ هم فرویډ ايجاد کړ. هغه خپل په وړاندې شويو تيوريانو چي د غیر شعوري ذهن (ناخوداګا)، د خوبونو تفسير، جنسي تمايلات او د شخصیتي جوړښت په اړه دي پیژندل کیږي. د فرویډ کار په عمومي توګه په ارواپوهنه، رواني تحليل او د لویدیځ په فکر باندې ژوره اغیزه درلودلی.

 برنیز د ټولنیز ارواپوهنې په برخه کې د فرويډ سربېره د فرانسوي لیکوال ګوستاو لیبون او انګلیسي مفکر ولفرډ ټراټر له نظرونو هم اغیزمن شوی و. دا درې مفکرین د خلکو د ذهنونو د مطالعې بنسټ ایښودونکي دي.  په عمل کې د دې خلکو د نظرونو په پلي کولو سره، برنیز وتوانید چې د ډیرو خلکو او ټولنو برخلیک بدل کړي

د اډوارډ برنیز افکار:

اډوارډ برنیز چې ډیری وخت د “عامه اړیکو پلار” په نوم پيژندل کيږي، د پروپاګند په استعمال چي د عامه افکارو شکل ته تغير ورکوی مخکښ وو. هغه په ​​​​دې باور وو چي په خاصي طرحې او ستراتيژۍ د معلوماتو د خپرولو سره د خلکو چلند، فکر، او انتخابونو باندې اغیز او کنټرول درلودلای شو. د برنیز کار د انساني ارواپوهنې د پوهیدو په اهمیت ټینګار کوي او پکي د هغه خپل تخنیکونو استعمال لکه انساني احساساتو راپارول ، نوی روايت زيږول، او د پیرودونکو یا سازمانونو لپاره د مطلوب پایلو ترلاسه کولو لپاره د خبرونو او معلوماتو د جریان کنټرول کول شامل دي. برنیز په مشهوره توګه خپل نظریات په مختلفو کاري ساحو کې پلي کړل له  بازار موندنې څخه تر سیاست  او ټولنیزو خوځښتونه پوري.

د برنیز په کار کې دوه اساسي باورونه موجود دي: لومړی باور دا چې خلک ډیر احمق او غیر منطقي دي او ددوی پريکړې د احساساتو او هڅوني تر اغیز لاندې راتلای شي. البته دا هماغه استدلال دی چې د تاریخ په اوږدو کې د استعمار، دیکتاتورۍ، د ښځو او بې وزلو د رایې له حق څخه د انکار او داسې نورو لپاره کارول شوی دی. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ډېرو غربي هېوادونو کې  خلکو له کلونو کلونو مبارزې وروسته د قانوني عمر د رایې ورکولو حق ترلاسه کړ. دې کار د خلکو د ذهنونو د مینځلو دنده ترسره کړه. د برنیز دویم باور او عقيده دا وه چې د سیګموند فرویډ نظرونه په پراخه پیمانه د عامه افکارو د اغیزمن کولو لپاره کارول کیدی شي. برنیز په ځانګړې توګه د خپل ماما د ناخوداګا نظریی سره مینه درلوده.  فرویډ باور درلود چې د خلکو د افکارو او عملونو انګیزه – چې انسان ورڅخه پخپله اکثرا ناخبره دی– د دوی په بې هوښۍ کې هغه ځواکونه دي چې هیر شوي یا مات شوي دي. د فرویډ په وینا  هغه احساسات چې په بې هوښۍ کې موندل کیږي ډیری وختونه تاوتریخوالی یا ویره زيږوي. په داسې حال کې چې فرویډ هڅه وکړه چې خپله پوهه د خلکو د درملنې لپاره وکاروي، مګر د هغه د خور زوی ورته پوهه د خلکو د ذهنونو د مینځلو لپاره کارولې.

د برنیز لور «این برنیز » د بي بي سي يو مستند ته وویل چې د هغې پلار فکر کاوه چې خلک کولی شي په اسانۍ سره غلط کس ته رایه ورکړي یا غلط څه وغواړي، نو دوی باید له پورته څخه هدايت شي، چي ددې کار لپاره بايد د خلکو  د هیلو ، ارمانونه او بيري (ډار) ته په لاسرسیي سره د هغو څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلو. هغه انسان یو خطرناک حیوان باله چې باید کنټرول شي.  انسانان چې ممکن په هر وخت کې غیر متوقع کار وکړي.  لور يي وايي  “هغه فکر کاوه چې انساني جميعت يا ټولی “واقعیا احمق دی”. انساني ټولی د احمقانو یوه ډله چې تاسو یې باید په پام کې ونیسئ.  انسانان په خپل ځان کې پټه انرژي لري، چې د دوی د بې هوښه يا ناخوداګا برخې څخه سرچینه اخلي.  غوسه او شهوت یو له دې ډول ځواکونو څخه دي.  چې هر یو یې کولای شي په پراخه پيمانه د ټولنې ثبات ګډوډ کړي.

کله چي په 1928 کې هغه د پروپاګند په نوم کتاب ولیکه په لاندې جملو يي پیل کړ: “د خلکو په عادتونو او منظمو افکارو کې شعوري او هوښیاره لاسوهنه د ډیموکراټیکې ټولنې یو له مهمو عناصرو څخه ده. هغه څوک چې د ټولنې دا پټ میکانیزم اداره کوي یو ناڅرګند حکومت جوړوي چې زموږ په هیواد کې اصلي ځواک دی.”

د برنیز په وینا، د حکومت دغه مرموزه برخه د ټولنې لوړ پوړي طبقه ده. چي فرهنګیان، پوهان، او روشنفکران دي پکې شامل دي. دوی هغه څوک دي چې بايد يي ټولي لوړي چاري تر لاس لاندې وي او د عامه ذهنیت کنټرول په غاړه ولري.” برنیز په ټولنه کې د ناڅرګندو واکمنانو واکمني ضروري او ګټوره ګڼي، چي عوام پري ښه کنټرول کيدای شي.

 ده د عامه فکرونو د اداره کولو لپاره خپل میتودونه درلودل. یوه لاره دا وه چې د خلکو باطني خواهشات داسې تنظیم کړو چې په پوره کولو سره یې انسان خوښ او فرمانبرداره شي. ځګه انسان مسطرح او خوشحالي خوښوي. دی انسانان د خوښۍ ماشین ګڼي نو انسان باید خوشحاله او مسطرح وي، د دي سبب دا کيږي چي انسان د فکر کولو نه ساتي  او په خوشحالۍ سره  تابع او مطمین جوړيږي. مثلآ هغه احساس چې خلک د مختلفو توکو پیرودلو په وخت کې ترلاسه کوي باید دوی راضي کړي او کوم ګډوډۍ او فساد رامنځته نه کړي. دا د ډیموکراسۍ په مدیریت کې د خلکو کنټرول یو ډول دی او د انسان سره د برنيز سیکالوژيکی لوبه ده. هغه د عامه افکارو د ګمراکونکي استاد په نامه کوم اعتراض نه درلود او په حقیقت کې يي په دې ویاړ هم کاوه ، هغه خپله وايي چې هغه مسلک چې هغه رامینځته کړی – د عامه اړیکو متخصص – د دې په خاطره يي دومره نوم پيدا کړ چې پروپاګند منفي مفهوم درلود.

 د پاریس څخه د راستنیدو وروسته، برنیز په 1919م کال کې په نیویارک کې د عامه اړیکو لومړی مشورتي دفتر پرانست، دا لومړی ځل و چې دا اصطلاح کارول کيده. برنیز اکثرا د لویو شرکتونو لپاره کار کاوه. هغه په شلمه پېړۍ کې د لوېديځو هېوادونو په اقتصاد کې د ستر بدلون له مرکزي څېرو څخه وو.

 د ښځو سګرټ څکول:

 د برنیز د ادارې د عملي کار پروژې لومړی بېلګه د امریکا د تنباکو د یوه لوی شرکت وه، چي د شرکت مشر ويل ښځې په عامه ځایونو کې سګریټ نه شي څکولای، ځکه نارينه دا نه خوښوي چي په دي سره دوی د خپل بازار نیمایي برخه له لاسه ورکوي، او له برنیز څخه یې وغوښتل چې په دې اړه څه وکړي. د دې کار لپاره برنیز د ابراهیم بریل چي روان پوه او د فرویډ شاګرد وو کار واخیست. بریل تر څيړونو وروسته وویل چې سګرټ د نارینه ځواک او جنسي الي سمبول دی.  که ښځې دا د خپل ځواک او خپلواکۍ د سمبول په توګه احساس کړي دوی به سګرټ څکول پیل کړي.  هغه زياته کړه سګرټ باید د ښځو لپاره د ازادۍ مشعل شي او بايد يي لدي احساسه کار واخيستل شي. چي ورسره برنیز د نیویارک د ایسټر فستیوال کې د ګډون لپاره یو شمیر فیشني ځوانې میرمنې ترتیب کړې او لارښوونه يي ورته وکړه چي ټولي په ورته وخت کې د ده د اشاري سره سګرټ لګول پيل کړي. په ورته وخت کي برنیز مخکې له مخکې لا دا ترتيب جوړ کړی وو چې دا ښځې د “ښځو د حقونو فعالانو” په توګه په رسنيو کي معرفي شي او په دي ننداري سره په ټوله امریکا کې د خبرونو سرلیکونو “آزادۍ مشعل” په توګه راشي.  په دي کار سره په حقيقت کي بله ورځ دا خبر نه یوازې د نیویارک په ورځپاڼو کې، بلکې په ټوله امریکا او نړۍ کې منعکس شو. له هغه وخت راهیسې پر ښځو د سګرټو خرڅلاو زیات شوی دی، چي له دي سره ملیونونو میرمنو سګرټ څکولو ته مخه کړه. که وګورو  دا نظر چې سګرټ څکول ښځي ډیر آزادوي په بشپړ ډول غیر منطقي دي. مګر برنیز په دي کار د ښځينه احساس يو ډول پارونه وکړه، چي ښځي ورسره خپل عاطفي اوخپلواک احساس کوي. د برنیز وينا ده چې یو محصول ستاسو د عقل له لارې نه پلورل کیږي، بلکي د خپل محصول او خلکو تر منځ احساس رامنځته کړی.

 د مصرفیزم ترویج:

 د برنیز کار امریکايي شرکتونه جذب کړل. دوی چي د جګړې څخه ډیر بډایه او پیاوړي راوتلي وه. مګر دوی ورځ تر بلې اندېښمن شوه ځکه چي په جګړه کې د ډله ایزو تولیداتو سیسټم وده کړې وه او اوس په میلیونونو توکي د تولید له لیکو څخه راوتلي وه. داسي توکي چي خلکو هيڅ اړتيا نه ورته لرل. دا د دې معنی درلوده چې خلک کافي توکي لري او بازار پیرودل بند وو.  تر دې مرحلې مخکې ډېری توکي د خلکو د اړتیاوو له مخې پلورل کېدل. مګر اوس توکي تر اړتيا ډير تولید کيدل.

 له دي وړاندي محصولات لکه بوټان، جرابې، موټرې، او داسې نور خلکو ته د عملي شرایطو سره معرفي کيدل چي د پلورونکو موخه صرف د توکو عملي ګټې ښودل وه نور هيڅ نه. مګر په دي بهير کي هغه څه چې امریکایی شرکتونو ته اړتیا وه د توکو په اړه د ډیری امریکایانو فکر بدلول وه. د وال سټریټ یو مخکښ بانکدار، “د پاول وروڼو څخه یو” د دې مسلې په اړتیا ښه پوه و. هغه لیکلي چې موږ باید امریکا د اړتیاوو له کلتور څخه د غوښتنو په کلتور بدله کړو. خلک باید داسي وروزل شي چې نوي شیان وغواړي حتی مخکې لدې چې د دوی زاړه توکي په بشپړ ډول بې ګټې شي. موږ باید په امریکا کې د فکر کولو نوې لاره جوړه کړو. د خلکو هیلې باید د دوی اړتیاوو تر سیوري لاندې راولو.  په حقيقت کې له هغه وخته مخکې هیڅ امریکایی مصرفونکی نه و، یوازې امریکایی کارګر او امریکایی مالک وو. او هغه څه يي تولید کول چي اړتيا يي وو، خلکو هم هغه څه اخیستل کوم څه ته چې يي اړتیا درلوده. که څه هم شتمنو خلکو هغه څه اخیستل چې دوی ورته اړتیا نه درلوده. خو اکثرو عامو خلکو دا کار نه کاوه.

په دي وخت کي داسې تشه په ګوته شوه چیرې چې تاسو بايد هغه شیان ولرئ چې تاسو واقعیا اړتیا ورته نلرئ.  مګر تاسو دوی د خپلې اړتیا خلاف غواړئ. د شرکتونو لپاره د دي فکري بدلون په مرکز کې اډوارډ برنیز قرار درلود.  برنيز شرکتونو ته په مؤثره توګه ښوونه وکړه چې څنګه خلکو ته اپیل وکړي. برنيز راځي او په بورژوا (متوسطه ټولنه يا کاريګره طبقه) کې د مصرفيزم کلتور اچوي. او په دي سره د نوي مصرف کونکي ټولني معمار ګرځي. د توکو اعلانولو لپاره د کرکټرونو کارول، د اعلان لپاره په فلمونو کې د توکو کارول، کوم چې  د جامو یا ګاڼو شرکتونو استازیتوب کوي. هغه حتی څو ارواپوهان وګومارل ترڅو دځينو توکو په اړه راپورونه ولیکي او خپاره کړي چې وښئي د خلکو لپاره سم دي. او بیا یې داسې ادعا وکړه چې دا خپلواکې مطالعې وې. برنيز په رسنیو کې د خپلې خوښې پیغامونو د اعلانولو لپاره مشهور خلک راوستل ، له دې جملې څخه یوه یې مېرمن سټیلمن ده، چې په ۱۹۲۰ کال کې د الوتکې پیلوټه وه، چې د هغه وخت یو له څو مشهوره ښځینه پیلوټانو څخه ګڼل کېږي. په تدریجي توګه امریکایی ټولنه د مصرف کونکو په لوی نفوس بدله شوه، او اصول یې د اتباعو پر ځای د مصرف کونکي پر بنسټ واوښته. د سټاک مارکيټ ودي ته په کتلو سره، برنيز پرېکړه وکړه چې دې ډګر ته هم ننوځي. هغه راغی او عام خلک یې وهڅول چې له بانکونو پور واخلي او د ونډو په بازار کې پانګونه وکړي، دا ځل هم بریالی شو.  او د خلکو لوی سیلاب د هغه مشوره تعقیب کړه.

  د برنیز بریالیتوب سوداګریز شرکتونه هغه ته اړ کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د دوی د توکو په پلورلو کې مرسته وکړي، برنیز هم په تدریجي ډول خپل زده کونکي مختلف شرکتونو ته واستول، چي له څو کلونو وروسته ټولو لویو شرکتونو او دولتي ادارو په خپل تنظیمي چارټ کې د عامه اړیکو څانګي درلودي. حتی نن ورځ، ټول حکومتونه ، سازمانونه، شرکتونه، مشهوره څيري ځان ته PR ټيم او  د عامه اړیکو څانګه لري او د اډوارډ برنیز په څیر کار کوي. دا پدې مانا ده چې د پیرودونکو او لیدونکو د جذبولو هڅه کوي، چې تخنیکونه یې د وخت په تیریدو سره ښه شوي، او دوی د قانون په چوکاټ کې او په ډیر باور سره اعلانونه کوي.

  په هر صورت په نننۍ نړۍ کې د اعلاناتو په نوم فعالیت په ټولو اړخونو او موضوعاتو کې د لکه سیاسي، سوداګریزو او نورو چارو په شمول، نورمال او مشروع ګڼل کیږي. مګر په حقیقت کې دا کار بل څه نه دي مګر هغه څه چې شیطان د انسان لپاره کوي، خلک په وسوسه کي اچول او د هغه څه کولو ته هڅول چې دوی يي په عادي وختونو کي معمولا نه کوي.  اعلانونه په خپلو ټولو بڼو کې یوه ناپاکه او غیر انساني پدیده ده چې د انساني ټولنو د چلند د قانع کولو او بدلون په موخه ترسره کیږي او له خبرتیا سره توپیر لري. د برنیز د تیوریو پراساس په اعلاناتو کې، هدف د انسان غوښتنې هڅول او هغه څه کول دي چې د علان تر شا ناست خلک یې غواړئ. د سوداګرۍ په برخه کې، دا هغه څه دي چې د عامه اړیکو کارپوه يي ترسره کوي. د سیاست په ډګر کې دې ته پروپاګند یا رواني عملیات ویل کیږي. د نرم ځواک مسله راپورته کول هم د اډوارډ برنیز په دود کې دي.

ډیموکراسي:

 د 1929-1932 کلونو ترمنځ د اقتصادي بحران (The Great Depression) په جریان کې او له هغه وروسته د اقتصادي فشارونو له امله چې په خلکو باندې تحمیل شوی و، د امریکا خلکو  بازار کي د پیرودلو  ډیر لیوالتیا نه درلوده، له همدې امله د بازار تقاضا ډیره کمه وه، او له بلې خوا ولسمشر روزويلټ له خوا د سرمايدارانو د محدود کولو او په مارکیټ  کي يي د ځواک کمولو لپاره فشارونو ډير شوي وه. وضعیت هغه وخت خراب شو کله چې په 1936 کې  روزویلټ د دویم ځل لپاره د متحده ایالاتو ولسمشر وټاکل شو. دا هغه وخت و چې امریکايي سرمایه داران سره راټول شول چې د سرمایه دارۍ په لاره کې د رامنځته شو بنسټیزو ستونزو په اړه فکر وکړي او یو ځل بیا د بازار ځواک راولي. په دې توګه د کار ډیره برخه د برنیز پر اوږو واچول شوه چي يو ځل بيا د امریکا په ټولنه کې د مصرفیزم د نيم ژوانده رواج  راژوندی کړي.  دلته برنیز د اعلاناتو يو پروګرام جوړ کړ چې ښکاره کول يي نوي امريکا د سرمايه دارانو له خوا جوړه شوې ده نه د سياستوالو ، او له بلې خوا يې د ولس په ذهنونو کې د ډيموکراسۍ او سوداګرۍ تر منځ ژوره اړيکه پيدا کړه. هغه هڅه وکړه چې خلک په دې پوه کړي چې امریکا د سرمایه دارۍ، سوکالۍ او نورو ډیرو تعبیرونو معنی لري. هغه په ​​یوه غیر معمولي اقدام کې د لوکس او عالي شیانو یو لوی نړیوال نندارتون په لاره واچاوه او په راتلونکي کې یې د امریکایی اتباعو لپاره یو مثالی ژوند انځور کړ “د امریکا د خلکو لپاره د خوب و خيال ژوند “. چي د امریکا د خلکو تصور او هیلې ډکې او دي نوي بهير ته وقف کړې. د برنيز کوښښونو او په دويمي نړيوالي جګړي کي د اروپا په اور سوځیدل ددي لامل شوه چې د امریکا سرمایه داري  نظام  چې په سخت بحران کې وه وژغورل شو.

 برنیز په سياست کي (۱)د 1954 ګواتیمالا کودتا:

په 1954 کې برنیز د ګواتیمالا د حکومت په نسکورولو کې کلیدي رول ولوباوه.  هغه د يونايټيډ امريکا میوو شرکت لپاره کار کاوه، چې د هیواد د منتخب ولسمشر جیکوبو اربینز له پالیسیو څخه ناراضه و. کيسه داسي وه چي په 1950م کال کې اربینز په ټاکنو کې د ګواتیمالا ولسمشر وټاکل شو. په هغه وخت کې، ګواتیمالا هيواد اقتصاد په یو واحد محصول يعني کيلو(Banana) پورې تړلی وو، او امريکايي شرکت يونايټيډ فروټ، د څو کوچنیو امريکايي شرکتونو سره، په ګډه ددغه هیواد د کیلې محصولاتو باندي انحصار درلود. او په دي سره د ګواتيمالايي بزګرانو ته فروش ډير کښته او ظالمانه تماميدی. ددي لپاره نوي ټاکل شوي ولسمشر اربينز په یو انقلابي عمل کې،  د کیلې صادرات ملي اعلان کړل. په پایلې کي دي کار د متحده ایالاتو شرکتونه خورا زیانمن کړه. که څه هم اربنز نه کمونیست و او نه هم د شوروي اتحاد پورې تړلی و، برنیز د امریکا خلکو ته قناعت ورکړ چې امریکا په ګواتیمالا کې د شوروي ګواښ سره مخ ده. او دا کار یې د امریکايي رسنیو په غلطولو سره وکړ. چي د یو لړ درواغو او غیر واقعي خبرونو په مستند کولو او خپرولو سره، يي اربین د شوروي اتحاد اتحادي اعلان کړ. او بیا یې ګواتیمالا ته د ځینو امریکایي خبریالانو سفر ترتیب کړ، ترڅو هغه هیواد ته سفر وکړي.  او له بلې خوا، په همدې ورځ، ګواتیمالا ته د دوی راتګ هلته د امریکا ضد مظاهرې پیل کړې. په هغو ورځو کې چې خبریالان په ګواتیمالا کې وو، دوی په منظمه توګه د امریکا ضد خبرونه او شکمن پرمختګونه امریکایي رسنیو ته لیږدول. فضا يي په داسې حال کې راڅرګنده کړه چې کمونستان په هېواد کې واکمن شوي. په دې توګه، د امریکا ولسمشر په دې قانع شو چې په دې برخه کې باید یو څه وکړي. په دې اړه، هغه سي آی اې ته امر وکړ چې د ګواتیمالا څخه د کمونیزم اغیزې له منځه یوسي. بالاخره سي آی اې په هیواد کې د کودتا ترتیب برابر کړ او ډګروال آرمز واک ته ورسید. ډګروال آرمز دوی ته د امریکایي شرکتونو ټول امتیازات بيرته راوګرځول. د نیویارک ټایمز یوه خبریال وویل: “تیرې او ناسمې خبرتیا امریکایي رسنیو د احساساتي عامه افکارو په جوړولو کې مرسته وکړه. دا په پایله کې په حکومت اغیزه وکړه”.

  په ګواتیمالا کې د پيښې راهیسې د برنیز دا تکنيک چي -لومړي یو دښمن رامینځته کوي او بیا د هغه د ماتې غوښتنه کوي- ډیری وختونه کارول شوی. برنیز د متحده ایالاتو ولسمشر ایزنهاور قانع کړ  چې د کمونیزم ویره باید رامینځته شي ځکه چې غیر منطقي ویره هڅول به خلک امریکا ته ډیر وفادار کړي. ځینې پوهان ​​په دې باور دي چې ځینې حکومتونه اوس هم د همدې دلیل لپاره د ترهګرۍ ګواښ مبالغه کوي.

(۲)برنیز  په دي پوهيدو ټکان خوړلی وو چي د جرمني نازي ګوند د پروپاګند مشر جوزف ګوبلز د هغه د نظريو او کار څخه په استفادې سره د المان د خلکو ناخوداګا په نښه کولو سره د خپل رهبر (اډولف هیټلر) د ابلاغه ډکو ستاینو او د یهودانو د کرکې په راپارولو کې په وحشتناک ډول بریالی شوی و.

(۳)په 2016 کې د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین بنسټ چې هغه یې ولسمشرۍ ته راوست د برنیز درسونه وو.  ټرمپ په حقیقت کې د رای ورکوونکو معقولیت ته د اپیل کولو هڅه نه ده کړې، بلکي پرځای یې هغه د انسان خورا پیاوړي او خطرناک لا شعوره يا ناخوداګا ځواکونو څخه ګټه پورته کړه: ویره او نفرت.

  برنیز نړۍ ته د عامه افکارو د اغیزمنمد کيدو لاره وښودله. او دا يي وښودل  چي ډير  وخت خلک هغه څه کوي  يا هغه څه اخلي چې دوی ورته اړتیا نلري او داسې څوک غوره کوي چې د دوی ګټې نشي خوندي کولاي یا د ځواکمنو مشرانو پیروي کوي.

 پایله:

 د اډوارډ برنیز شاوخوا شل کاله وروسته موږ په بشري ټولنو کې د هغه د نظریاتو د پراخوالي او پرمختګ شاهدان یو. د سرمایه دارۍ د اقتصاد په پرمختګ کې لومړی مهم اغېز د هغه دی. کپیټلیزم تر ډیره حده په مصرفیزم پورې تړلی دی، او یقینا که برنیز او د هغه ذده کونکې  نه وای، د لیبرال سرمایه دارۍ دیوال به په وار وار ړنګ شوی وو.  مصرفيزم د فساد لامل شوی ځکه چې د حرص او خود غرضي کلتور د ډیری ټولنو بنسټ ګرځیدلی. هغه انسانان چې د هرڅه باوجود نه بډایه کيږي ځکه چې دوی په خپل ژوند کې د قناعت او اقتصاد مفهوم (قرآني معنی، نږدې د اعتدال سره مساوي) هیر کړی دی. د لوبې کولو لیوالتیا او د چیغې وهلو رضایت، یا غیر ضروري تمایلونه، د نن ورځې انسانانو ترټولو مهمه اندیښنه ګرځیدلې. اوس موږ هره  ورځ په دوامداره توګه د تبليغاتو سره مخ یو چې زموږ  نقاد ذهن تير باسي او زموږ ناخوداګا په نښه کوي. د برنیز ځواکمن تخنیکونه هره ورځ کارول کیږي. دا نن ورځ زموږ د ژوند یوه برخه ده.

اخځليکونه:

http://www.historyisaweapon.com/defcon1/bernprop.html

http://www.prwatch.org/prwissues/1999Q2/bernays.html

http://www.whale.to/b/bernays.pdf

http://www.npr.org/templates/story/story.php?storyId=4612464

http://www.nndb.com/people/802/000113463

http://www.glennbeck.com/content/tvshow/2011/01/who-is-edward-bernays

http://www.redicecreations.com/specialreports/2006/09sep/ebernays.html

http://www.c-spanvideo.org/program/110971-1

http://www.goodreads.com/work/quotes/481391-propaganda

http://www.nytimes.com/books/first/t/tye-spin.html

http://jwa.org/encyclopedia/article/fleischman-doris

http://en.wikipedia.org/wiki/Doris_E._Fleischman

http://nathanedgedmu.wordpress.com/2011/05/02/the-founding-fathers-of-pr-ivy-lee-and-edward-bernays

http://en.wikipedia.org/wiki/Ivy_Lee

http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB4/docs/doc05.pdf

http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB4/docs/doc01.pdf

http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB4/docs/doc03.pdf

http://www.gwu.edu/~nsarchiv/NSAEBB/NSAEBB4/docs/doc02.pdf

https://www.cia.gov/library/center-for-the-study-of-intelligence/kent-csi/vol44no5/html/v44i5a03p.htm

1 COMMENT

  1. ډيره مننه!
    په زړه پورې مالومات وو.
    د ګواتيمالا مثالونه او د رژيمونو بدلولو تګلارې او مصنوعي ويرې او ډرامې امريکا د افغانستان او عراق د اشغال لپاره هم و کارولې.
    او دا مصنوعي اوازې او د تروريزم ماجراګانې د پنجاب پروژه هم د افغانستان د اشغال او تخريب لپاره جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب