شنبه, مې 18, 2024
Home+درې میاشتې او (۲۰) کارونه

درې میاشتې او (۲۰) کارونه

پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د څېړنې معاونیت په لږو ډېرو درېیو میاشتو کې ډېر کارونه تر سره کړي دي چې د بېلګې په توګه تاسو ته په لنډ ډول څو کارونه ښیم. له دغو کارونو سره سره مو په لسګونو نور کارونه هم کړي دي چې د ټولو مسایلو دلته راوړل موضوع ډېره اوږدوي. دغه کارونه په شمېره وار ډول له تاسو سره (درې میاشتې او شل کارونه) تر سرلیک لاندې شریکوو.

[لومړی کار]

د کتابخانو کتابونه شمېرل او کمپیوټرایز کول

د افغانستان ځینو پوهنتونونو ته د څېړنو او مجلو معاونیتونه ورکړل شو، د دغو معاونیتونو تشکیل د اړتیا پر بنسټ ورکړل شوی دی، نو د همدغو اړتیاوو په پام کې نیولو سره کار کول پکار دي. دا چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې ستونزې لري، نو له همدې امله که موږ شپه او ورځ کار وکړو، بیا هم موږ ته وخت ډېر لږ او کار زښت زیات دی.

د همدغې خبرې په پام کې نیولو سره موږ ډېر کار کوو او کوښښ کوو چې لږ وخت کې ډېر کار وکړو. زه له تاسو قدرمنو سره خپل یو یو کار شریکوم او په لسګونو کارونه موږ کړي دي، لکه:

۱. د پوهنتونونو کتابخانې هغه ځایونه دي چې د پوهنتونونو علمي مغز ورته ویلای شو، تر اوسه پورې به ډېر لږ پوهنتونونه وي چې په کتابخانو کې یې د کتابونو شمېر څرګند وي، دا چې د پوهنتونونو کتابونه د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړي ډول د مربوطه پوهنتون مادي او معنوي سرمایه ده او باید ورته پاملرنه وشي، نو موږ وشو کولای چې د دوو کتابخانو کتابونه چې شمېر یې زرګونو ټوکونو ته رسېده، په کمپیوټرایز ډول ترتیب او تنظم کړو او کمپیوټر ته یې پورته کړو. وروسته له دې به کتابونه په امانت ډول په کتابخانو کې ساتل کېږي او یو کتاب به نه ورک کېږي. که چېرې کوم کتاب ورک شي، مسؤلیت یې د کتابخانې د امر او مدیر دی. زه وړاندیز کوم چې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو کتابونه دې وشمېرل شي.

( دویم کار)

د بېلابېلو موضوعاتو په اړه کنفرانسونه داېرول

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د څېړنې معاونیت د لږو ډېر درېیو میاشتو په جریان کې څلور کنفرانسونه داېر کړي دي. د څېړنې معاونیت بنسټیز کارونه د څېړنې د پیاوړتیا په اړه فکر کول او علمي ګامونه پورته کول دي، له همدې امله موږ کوښښ کوو چې په خپل راتلونکي پلان کې په لسګونو علمي کنفرانسونه ولرو، خو کوښښ کوو چې ډېر کنفرانسونه مو د څېړنې او علمي مسایلو په اړه وي، خو استثنا شته چې په نورو موضوعاتو هم کنفرانسونه داېر کړو. د کنفرانسونو په داېرولو کې د خپل پوهنتون له استادانو او د افغانستان د نورو پوهنتونونو له استادانو څخه ګټه اخلو. په دغو کنفرانسونو کې په انلاین ډول هم خدمات وړاندې کوو او له خارجي هېوادونو څخه هم د سکیپ له لارې استادان او عالمان زموږ سره برخه اخلي او په موضوعاتو باندې بحث کوي.

۱. په دغو کنفرانسونو کې لومړنی کنفرانس (په طبیعي علومو کې د مقالې لیکنې لارې چارې) د پوهنمل دوکتور اتل حمیدي لخوا وړاندې شو، په کنفرانس کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له استادانو سره سره د نورستان مؤسسې استادانو هم برخه اخېستې وه، همدارنګه له بهر څخه هم ډېر ګډوال پکې برخه وال وو. دغه کنفرانس ته رسنۍ غوښتل شوې وې. رادیو تلویزیون او داسې نور ان لاین خدمات شتون درلود.

۲. د کنفرانسونو په تر سره کولو کې (په ټولنیز علومو کې د مقالې لیکنې لارې چارې) پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي وړاندې کړ، په دغې کنفرانس کې هم د سید جمال الدین افغاني پوهنتون او د نورستان مؤسسې استادانو برخه اخېستې وه. کنفرانس وړاندې شو، پوښتنو ته ځوابونه وویل شو او د یو ډیالوګ په ډول دوه اړخیز بحثونه وشو.

۳. (د پروپوزل لیکنې لارې چارې) پوهندوی دوکتور طارق ذاکر وړاندې کړ، دغه کنفرانس په ان لاین ډول تر سره شو چې ډېرو خلکو پکې ګډون کړی وو. کنفرانس دوه لويې برخې درلودې، یوه برخه یې د کنفرانس وړاندې کولو ته ځانګړی شوې وه او دویمه برخه یې هر اړخیزو پوښتنو ته ځانګړې شوې وه.

۴. (سېمینار څنګه ورکړو؟) د پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي لخوا او (د ابن خلدون مقدمې ارزښت) د پوهاند دوکتور نیازې لخوا وړاندې کېږي.

د کنفرانسونو په تر سره کولو کې ستونزې

 د کنفرانسونو د وړاندې کولو په برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو چې له تاسو سره یې شرکوو:

۱. د کنفرانسونو د داېریدو په وخت کې هېڅ ډول مادي امکانات نه لرو، موږ نه شو کولای چې ټرینر ته مادي امتیاز ورکړو.

۲. د کنفرانسونو په وخت کې یو بوتل اوبه هم موږ ته نه راکول کېږي چې میلمنو ته یې ورکړو. که د څېړنې معاونیت ته بودیجه ورنه کړل شي، څېړنیز کارونه به له ستونزو سره مخامخ وي.

۳. موږ د لویو کنفرانسونو د داېرولو لپاره منظم او مناسب ځای نه لرو چې دا هم یوه ستونزه ده.

۴. د ان لاین خدماتو لپاره کامرې پکارېږي چې موږ یې نه لرو.

وړاندیز: د افغانستان ټول پوهنتونونه باید د کنفرانسونو په تر سره کولو کې اړین ګامونه تر سره کړي.

[درېیم کار]

د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخه کې د مونوګراف لیکنې تګلارې جوړول

په سید جمال الدین افغاني پوهنتون کې څلور پوهنځي شتون لري، په دغو پوهنځیو کې طبیعي او ټولنیزو علومو برخې شتون لري، په ساینسـي او ټولنیزو علومو په برخه کې ( مونوګراف لیکنه) د ځانګړې لیکنیزې تګلارې څخه ګټه نه اخېستل کېده، له همدې امله مو اړین وګڼل چې دې برخې ته کار وکړو. که چېرې مونوګراف لیکنې علمي نشـي او د ټولنې ستونزې او اړتیاوې پوره نه کړي، نو د مونوګرافونه لیکلو اړتیا به څه وي؟

هر کال له یو مونوګراف څخه په بېلابېلو ولایتونو کې بېلابېل محصلان یې له حقوقو ګټه اخلي چې دا یوه لویه ستونزه ده. د مونوګرافونو علمي بنسټ د بحث وړ نه دی، له پیله تر پایه پورې ډېره لوړه سلنه مونوګرافونه په علمي توګه په هېڅ او نشت حساب دي، نو له همدې امله مو غوره وګڼله او د پینځه پوهنځیو څخه مو د دوی د مونوګرافونو تګلارې او د مونوګراف له یوې بېلګې سره وغوښتل، له نهايي پرېکړې وروسته به داسې عملي خوا ورکړو چې:

  • د ساینسي علومو مونوګرافونه به د ځانګړي تګلارې په پام کې نیولو سره لیکل کېږي.
  • د ټولنیزو علومو مونوګرافونه به هم د ځانګړي تګلارې په پام کې نیولو سره لیکل کېږي.
  • د مونوګرافونو د لاښود استاد مسؤلیتونه به څرګند وي او په یوې تګلارې کې به ښودل شوي وي.
  • د مونوګرافونو وروستۍ تايیدي به د څېړنې معاونیت تر سره کوي.
  • ټول مونوګرافونه به وزیري سایز کې چاپېږي. د ساینسـي علومو مونوګرافونه به یو رنګ پوښ لري او د ټولنیزو علومو د پښتۍ رنګ به بل رنګ وي.
  • د مونوګراف وړاندې کولو تګلاره به واضیح وي، د سلایډونو شمېر به معلوم وي، د وړاندې کولو وخت به څرګند وي او د یو منظم چک لیست په پام کې نیولو سره به محصل ته د مونوګراف نومرې ورکول کېږي. د مونوګرافونو نومرې به په دوو برخو باندې ویشل کېږي، د مونوګراف لیکنې فزیکي خوا او معنوي خوا.
  • د مونوګرافونو د وړاندې کولو لپاره به کافي وخت ورکول کېږي، په یو ورځ کې به حد اکثر یوازې لس کسان له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع کوي.
  • محصلانو ته به د مونوګراف په برخه کې د هېڅ یوې ژبې څخه ژباړل نه ورکول کېږي.
  • محصلان مکلف دي چې له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع وکړي، که چېرې دفاع ونه کړي، مونوګراف یې د ارزیابۍ وړ نه دی.

دغه پرېکړه به د پوهنځیو ریسانو، د هر پوهنځي د څېړنې مسؤلینو او د څېړنې معاونیت لخوا عملي شي. دغه پرېکړه به هر پوهنځي ته ولیږل شي، کله چې ولیږل شو، له دې وروسته به د ټولو مونوګرافونو په برخه کې همدا تګلاره عملي کېږي.

[څلورم کار]

د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخه کې د مقالې لیکنې تګلارې جوړول

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون اند رسمي مجله لري. دغه مجله د ټولنیزو او ساینسـي علومو په برخه کې مقالې خپروي. د لوړو زده کړو وزارت لخوا د مجلې پالیسـي له پوهنتون سره شریک شوې ده، د مقالې لیکنې په فزیکي جوړښت خبرې لري، خو د معنوي جوړښت له مخې کره او علمي معلومات نه لري. د بېلګې په توګه د سریزې لپاره یې توکي ښودل شوي دي، خو د هر توکي تیوري او منځپانګه ښه څرګنده شوې نه ده، د همدې ستونزې پر بنسټ ډېر وخت استادان او عام لیکوال د مقالې لیکنې په وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي، همدارنګه تقریظ ورکوونکي او لارښود استادان هم له ستونزو سره مخامخ وي، ځینې به د مقالو لارښوونه یو ډول کوي او ځینې به یې په بل ډول کوي، چا به ویلې چې مقاله کې (فلانۍ) برخه راوړه، ځینو به ویلې چې مه یې راوړه، چا به ویلې چې دغه برخه ډېره راوړه او ځینو به ویلې چې لږه یې راوړه، همدا لامل دی چې ډېر وخت د مقالې لیکلو په برخه کې ځینې څېړونکي مقالې لیکنې ته زړه نه ښه کوي او د بېلابېلو لاملونو پر اساس څېړونکو ته ستونزې پیدا کېږي چې دغه ستونزې ارادي او غیر ارادي وي. ډېر وخت د نه پوهاوي پر بنسټ وي، نو د داسې ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې د مقالې لیکلو په برخه کې یوه ځانګړې تګلاره شتون ولري چې موږ په طبیعي او ټولنیزو علومو په برخه کې تګلارې جوړې کړې او په مکتوبي توګه مو پوهنځیو ته په رسمي توګه ولیږلې. له دې وروسته به هر څېړونکی وکولای شي چې د هر ډول ستونزې پرته مقاله ولیکي او مقالې لیکنې کلي به ورسره شتون ولري او هېڅ څوک به په دې برخه کې بې عدالتي کولای ونه شي.

[پینځم کار]

د څېړنې اخلاق، څېړونکي اخلاق او ژمنلیکونه جوړول

مخکې له څېړنې څخه باید څېړونکی ځینې خبرې په پام کې ونیسي، له دغو خبرو څخه د څېړنې او څېړونکي خلاق دي. کله چې اند مجلې ته مقاله لیږل کېږي، له تر لاسه کولو او خپرولو څخه مخکې به د څېړنې او څېړونکي خلاقو په نوم یوه تګلاره لاسلیک کېږي، په دغې تګلارې کې ټولې هغه خبرې ښودل شوي دي چې د یوې ښې څېړنې او څېړونکي لپاره اړین دي. کله چې دغه تګلارې لاسلیک شوې، له دې وروسته که د څېړنې او څېړونکي په کارونو کې  هر ډول ستونزه پیدا کېږي، پړه به یې پر څېړونکي وي.

د مقالې خپرولو څخه مخکې به څېړونکی ژمنلیک لاسلیک کوي. دغه درې تګللارې مو د مقالې لپاره ترتیب کړي دي، د مقالې خپرولو څخه مخکې به دغه تګلارې لاسلیک کېږي، ترڅو څېړنه او څېړونکی د یو ژمنلیک په پام کې نیولو سره خپل کار پیل او پای ته ورسوي.

[شپږم کار]

د مونوګراف لیکنې په برخه کې د لارښود استاد مسؤلیتونه او د مونوګراف وړاندې کولو تګلاره جوړول او چک لیست ترتیبول

د ټولنیزو او ساینسي علومو په برخه کې مو د مونوګراف لیکنې لپاره تګلارې جوړې کړې، خو په دې اړه مو هم تګلاره جوړه کړه چې د لارښود استاد مسؤلیتونه کوم دي؟ لارښود استاد به کومې کړنې تر سره کوي؟ که مونوګراف ستونزه ولري، ګرم به استاد وي او که محصل؟ د استاد له دغې تګلارې پرته مو د مونوګراف وړاندې کولو تګلاره هم جوړه کړه. دا چې د مونوګراف وړاندې کولو په وخت کې له څومره سلایډونو څخه کار واخلو؟ څنګه یې ترتیب کړو او په لسګونو داسې نورې لارښوونې په دغې تګلارې کې ښودل شوي دي. له دې موضوع پرته مو د مونوګراف وړاندې کولو لپاره چک لیست جوړ کړ او ټولې لارښوونې مو پکې وښودل شوې.

[اووم کار]

د استادانو د کنفرانسونو وړاندې کولو لپاره تګلاره جوړول

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادان به په راتلونکي کې خپل کنفرانسونه د منظمې تګلارې له مخې وړاندې کوي. د کنفرانسونو وړاندې کولو لپاره تګلاره جوړه شوې ده، دا چې د کنفرانس موضوع څنګه وي؟ ژوري هیٔت څوک وي؟ کنفرانس څومره وخت دوام وکړي؟ سوال او ځواب، د کنفرانس لیکل، وړاندې کول او داسې نورې خبرې پکې ځای پر ځای شوي دي. د کنفرانسونو لپاره مو سلایډونه منظم کړل، شمېر مو ورته وټاکه، رنګ مو ورته غوره کړ، ډیزاین مو ورته وټاکه او د اند مجلې علمي مقالو شکلي جوړښت مو ورته غوره کړ، د بېلګې په توګه:

د کنفرانس عنوان، لنډیز، کلیدي کلمې، سریزه، د موضوع ستونزې، د موضوع ارزښت او اړتیا، د موضوع موخې، د موضوع پوښتنې، د موضوع تاریخي شالید، د موضوع مېتود، مواد او موندنې (اصلي موضوع)، پایله، وړاندیزونه او ماخذونه) د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې په اند مجله کې (مناقشه او وروستي نتیجه ګیري) هم شتون درلود، خو په کنفرانسونو کې مو دغه برخه لرې کړه. هر پوهنتون باید د کنفرانسونو وړاندې کولو په برخه کې طرز العمل ولري. که چېرې طرز العمل شتون ونه لري، نو په ناستو کسانو کې به له داسې پوښتنو سره مخامخ شو چې هېڅ مانا به نه لري، څوک به د یوې برخې زیاتونه غواړي او څوک به یې کمول غواړي.

د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د پرمختګ او ښه کارونو تر سره کولو په برخه کې باید منظم سیستم شتون ولري، دا هغه وخت کېدای شي چې د څېړنې معاونیت په چوکاټ کې د هرې موضوع لپاره یوه تګلاره شتون ولري. په حقیقت کې تګلاره د هرې کار رهبري کوي، کار ته لوری ورکوي، کار او کار کوونکي ته لارښوونه کوي او د هرې برخې لپاره دا هغه روش او مېتود دی چې هرې موخې ته د رسېدلو لپاره یوه منظمه لاره ښيي او لارښوونه کوي. لکه څنګه چې د څېړنې لپاره منظمې تګلارې ته اړتیا لیدل کېږي، چې څېړنه په ښه شان پیل او پای ته ورسېږي، په همدې توګه هر کار ته باید یوه منظمه تګلاره شتون ولري.

[اتم کار]

د بېلابېلو کنفرانسونو لپاره د استادانو هڅول او ورته خبر ورکول

په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ملي او نړۍ وال کنفرانسونه جوړېږي. د دغو کنفرانسونو په اړه له استادانو سره پوهاوی، افهام او تفهیم او دوی ته لارښوونه کول د څېړنې معاونیت دنده ده. کله چې موږ له یو کنفرانس څخه خبر شو، له بېلابېلو لارو څخه کار اخلو او استادان هڅوو چې مقالې ولیکي. د کنفرانسونو له خبرېدو څخه وروسته یې په مکتوبي توګه د کنفرانس په اړه ټول اړین معلومات، لکه د مقالې لیکنې تګلاره، محورونه او نور اړین معلومات له استادانو سره شریکوو، همدا لامل دی چې د ښوونې او روزنې پوهنتون ملي کنفرانس، د بدخشان کنفرانس، د کار او ټولنیز چارو وزارت کنفرانس او د پل تخنیک په نړۍ وال کنفرانس کې زموږ استادانو ښه ونډه واخېسته او دغه کار یې د ستاینې او مننې وړ دی، خو دوی مخکې په ملي او نړۍ والو کنفرانسونو کې په دې کچه برخه نه اخېسته، خو اوس په ډېر منظم او علاقه مندي سره کنفرانسونو ته مقالې لیکي او د افغانستان په کچه سید جمال الدین افغاني پوهنتون په دې برخه کې ښه ونډه اخلي.

[نهم کار]

د څېړنې په اړه بینرې جوړول

موږ د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخه کې لږو ډېر ۲۰ بینرې جوړې کړې او په ډېر منظمه توګه مو په دېوالونو کې ترې ګټه واخېسته، کله چې زموږ د کار ځای ته استادان او محصلان راشي، پوهېږي چې دلته د څېړنې مرکز دی. په دغو بینرونو کې د څېړنې په تړاو هر اړخیز معلومات شتون لري. د بینرونو په لوستلو سره د څېړنې په اړه لومړني معلومات ذهن کې پیدا کېږي.

[لسم کار]

د پوهنتون عمومي کتابخانې او د پوهنځیو کتابخانې ته پروپوزل جوړول

زموږ د کتابخانو حال ډېر خراب وو، په کافي اندازه د کتابونو نه شتون، د کتابخانې لپاره مناسب ځای نه درلودل، د الماریو ستونزې (یعنې ټولې المارۍ ګانې له کاره لویدلي دي او یا ماتې دي)، له همدې امله مو د پوهنتون له رهبرۍ سره دغه ستونزه شریکه کړه، د کتابخانې لپاره یې دوه ځایونه زموږ په واک کې راکړل، موږ د پوهنتون په کچه او د پوهنځیو په کچه کتابخانو لپاره پروپوزل جوړ کړ، وزارت به په دې برخه کې زموږ سره مرسته وکړي او موږ ته به په ۱۴۰۳ کال کې د لوړو زده کړو وزارت او یا پوهنتون له بودیجې څخه د کتابونو لپاره المارۍ ګانې جوړې کړي. د المارۍ لپاره په کافي اندازه لرګي لرو چې د رهبرۍ په تفاهم به له دې لرګیو څخه د المارۍ ګانو په جوړولو کې برخه واخېستل شي.

[یوولسم کار]

د خلاقیت او نوښت کمېټه ایجادول او کارونه پیلول

د خلاقیت او نوښت کارپوه په نوم مو دفتر جوړ کړ، په افتخاري توګه یو محصل دې ته اماده شو چې په پوهنتون کې هغه استادان او محصلان پیدا کړي چې د نوښت او خلاقیت صلاحیت او استعداد لري، ترڅو له دوی څخه ګټه واخلي او په راتلونکي کې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د دوی کارونه زیات دي، خو د اوس لپاره په دې برخه باندې کار کوي چې د استادان ان لاین درسونه په ښه کیفیت ثبت کړي. د ثبت ټول وسایل مو ورته برابر کړي دي، خو له وزارت څخه هیله کوو چې موږ ته په دې برخه کې یوه ښه سټیډیو جوړه کړي، چې استادان وشي کولای خپل درسونه ثبت کړي. په عملي توګه موږ د درسونو ثبت پیل کړی دی. په پر له پسې توګه مو څو درسونه ثبت کړل او له ایډیټ او ډيزان وروسته مو په ان لاین توګه ترې ګټه واخېسته.

[دولسم کار]

په ان لاین توګه د مونوګرافونو سیستم ته پورته کول

دا چې هر کال مونوګرافونه لیکل کېږي، خو په دې برخه کې یو منظم پلان شتون نه لري چې د مونوګرافونو په برخه کې موږ ته پوهاوی راکړي چې کوم مونوګرافونه په تېرو کلونو کې لیکل شوي دي، سرلیکونه یې کوم دي؟ او همدارنګه د مونوګرافونو په اړه نور لومړني معلومات د یادونې وړ دي. د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د یوې پروژې په تر سره کولو یو داسې سیستم جوړ کړی دی چې مونوګرافونه پکې ثبتېږي، موږ به په راتلونکي کال کې ټول مونوګرافونه ثبت کړو او راتلونکي محصلانو لپاره به د مونوګرافونو یو داسې بانک ولرو چې دوی ته د عنوان له غوره کولو څخه نیولی تر نورو لومړنیو معلوماتو پورې لارښوونه وکړي. د دې ګټه دا ده چې په راتلونکي کې به محصلان هغه موضوعګانې د څېړنې لپاره نه غوره کوي چې مخکې پرې څېړنې تر سره شوي دي.

[دولسم کار]

په داخلي ملي او بین المللي کنفرانسونو کې د استادانو د مقالو د چاپ له امله ستاینغونډه جوړول

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون استادانو په داخلي ملي او نړۍ والو کنفرانسونو کې برخه واخېسته، د مقالو د  شمېر، محتوا او عنوانونو په پام کې نیولو سره د استادانو څېړنې او هڅې د ستاینې او مننې وړ دي، دا چې په بېلابېلو برخو کې هڅونې خپلې مثبتې پایلې لري، له همدې امله کوښښ کوو چې دغو استادانو ته غونډه ونیسو او ستاینه یې وکړو.

[دیارلسم کار]

د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر پایه پورې د څېړنې او مجلې امریتونو راپورونه تر لاسه کول

د ۱۴۰۲ کال راپورونه مو تر لاسه کړل، د څېړنې او مجلې امریتونو خپل راپور زموږ سره شریک کړ، په دغو کذارشونو کې په لسګونو مقالو چاپول، په لسګونو پروپوزلونه، غونډې او نور کارونه د یادونې وړ دي. همدارنګه په تېرو درېیو میاشتو کې مو هم ډېر کار کړی دی چې دغه (۲۰) کارونه یې د بېلګې په توګه د یادونې وړ دي.

[څوالسم کار]

(په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې د پیاوړتیا میکانیزمونه) ملي کنفرانس لپاره پروپوزل جوړول

د ټولنیزو، علمي، اکاډمیکو او پوهنتوني ستونزو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره مو (په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې د پیاوړتیا میکانیزمونه) ملي کنفرانس ته پروپوزل جوړ کړ، د لوړو زده کړو وزارت لخوا پروپوزل خوښ شو او په ۱۴۰۳ کال کې د کنفرانس د داېریدو وعده وشوه. د کنفرانس لپاره ټول علمي او نورې برخې مشخصې شوې دي، د علمي مقالو محورونه ټاکل شوي دي او ټول هغه مسایل چې د څېړنو په برخه کې ارزښت لري، په دې برخو د ستونزو شتون او د ستونزو حل لارې په کنفرانس کې ښودل شوي دي. کوښښ کوو چې دغه کنفرانس ژر تر ژره داېر کړو او وړاندیزونه یې د اړونده ادارو سره شریک کړو.

[پینځلم کار]

د نړیوالو مقالو راټولول او په دوو ټوکونو کې چاپول، د داخلي علمي رسمي مقالو ټولول او په دوو ټوکونو کې چاپول

یو بل اړین کار چې موږ تر سره کړ، د پوهنتون د ټولو استادان هغه مقالې دي چې په نړۍ والو ژورنالونو کې چاپ شوي دي، دا چې مقالې په هرې ژبې وي، په دوو ټوکونو کې مو را ټولې کړې او د چاپ کارونه یې ژر تر ژره پیلوو. د دغو مقالو شمېر لږو ډېر ۱۱۰ مقالې دي چې د لوړو زده کړو وزارت او یا پوهنتون په بودیجه به چاپ شي. له دغو دوو ټولګو پرته د داخلي علمي مقالو ټولونه مو هم پیل کړې ده، دغه مقالې هم په دوو ټوکونو کې چاپوو. داخلي ملي مقالې او نړۍ والې مقالې به په دوو برخو (طبیعي او ټولنیزو) علومو باندې تقسیم کړو، چې ټول به په څلورو ټوکونو کې چاپ شي.

[شپاړسم کار]

د ان لاین درسونو ثبتول

د نوښت او خلاقیت په برخه کې یو اړین کار چې غواړو تر سره یې کړو، د ان لاین درسونو ثبتول دي. موږ په علمي ډول په دې کار پیل کړی دی چې بېلګې یې له تاسو سره شریکولای شو. درسونه ثبتوو، ایډیټ او ډیزان یې کوو او په ان لاین ډول د افغانستان هر محصل او نور علمي خلک ترې ګټه اخېستلای شي. د موضوعاتو د ثبت په برخه کې کوښښ کوو چې لومړیتوبونه په پام کې ونیسو. لومړني درسونه د څېړنې په اړه ثبتوو، د څېړنې په ټولو خواوو له ثبت شویو موضوعاتو وروسته په دویم قدم کې درسي مضمونونه ثبتوو او په درېیم قدم کې هر ډول علمي موضوعات ثبتوو. د موضوعاتو د ثبت په برخه کې استادان او محصلان پکې برخه اخیستلی شي.

[اوولسم کار]

د ساینسي او ټولنیزو علومو په برخه کې د مقالې یوه بېلګه جوړول

د اند په مجله کې د مقالو له چاپ څخه مخکې هر څېړونکي ته په ساینسي او ټولنیزو علومو په برخه کې د بېلګې په توګه داسې مقالې ورکول کېږي چې د څېړونکي سره د مقالې په لیکلو کې د کلي په ډول مرسته کولای شي. دغه مقالې مو ترتیب کړي دي او د بېلګو په توګه زموږ سره شتون لري. د مقالو په لیکلو کې د هر ډول لارښوونو او تګلارو سره سره مو دا کار هم کړی دی چې څېړونکي له ستونزو سره مخامخ نه شي.

[اتلسم کار]

د پوهنتونونو د غوره څېړونکو لپاره تګلارې جوړول

د ۱۴۰۲ کال له پيل څخه د ۱۴۰۳کال تر پایه پورې په ساینسي او ټولنیزو علومو کې د افغانستان په کچه د پوهنتونونو غوره څېړونکي غوره کول، له تقرر څخه د ۱۴۰۲ کال تر پایه پورې ساینسي او ټولنیزو علومو په برخه کې  د افغانستان په کچه د پوهنتونونو غوره څېړونکي غوره کولو لپاره  مو څلور تګلارې په ۱۶ مخونو کې جوړې کړې. هره تګلاره په څلورو مخونو کې لیکل شوې ده، که چېرې د دغې تګلارې پر بنسټ غوره څېړونکي غوره شي، په اطمینان سره یې ویلای شم چې حق به حقدار ته ورکړل شوی وي. په بېلابېلو برخو کې له تګلارو څخه ګټه اخېستل د دې لامل کېږي چې موږ به سیستم ته کار کړی وي او په ټولو کارونو کې به مو له عدالت څخه کار اخېستی وي. د افغانستان په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې د څېړنې معاونیتونه په دې برخه کار کوي چې څنګه یو سیستم منځ ته راوړو چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ټولې تګلارې په علمي توګه جوړې شي او په ټولو پوهنتونونو کې په متحد المال توګه ترې ګټه واخېستل شي.

[نولسم کار]

د ټولو څېړنیزو غونډو راپورنه لیکل

موږ په درېیو میاشتو کې ډېرې اداري غونډې وکړې، د مجلې امریت، د څېړنې امریت او د کنفرانسونو غونډې مو تر سره کړې، یوازې مو څو کنفرانسونه تر سره کړل، د دې ټولو غونډو راپورونه مو ولیکل.

[شلم کار]

د استادانو د اثارو کلکسیونو جوړول

د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د ټولو استادانو هغه لیکنې چې د علمي رتبو او تحصیلي اسنادو د لاسته راوړلو په برخه کې یې څېړنې تر سره کړي دي، دغه اثار تر لاسه کوو او د پوهنتون د ټولو استادانو د دغو لیکنو کلکسیون  جوړوو. په دې اړه هم لومړني کارونه تر سره شوي دي او  ژر تر ژره به یې نور کارونه نهايي شي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب