شنبه, مې 4, 2024
Home+قضاوت | اسدالله غضنفر

قضاوت | اسدالله غضنفر

د کرکټ د لوبې په پای کې ممکن یو عادي نندارچي هم د مات شوي ټیم د ماتې علتونه بیان کړي او مثلا ووایي چې راشد خان که دغسې کړي وای، زموږ ټیم به نه ماتېده. د دغه نندارچي تبصره شاید سمه وي مګر د سموالي وجه یې دا نه ده چې دی تر راشد خان په کرکټ زیات پوهېږي، بلکې وجه یې دا ده چې تر لوبې څو دقیقې وروسته نظر څرګندوي.

د وخت تېرېدل موږ ته فرصت راکوي چې په کرکټ کې د راشد خان، په سیاست کې د ناپلییون یا په حکمت کې د افلاطون تېروتنې وپیژنو خو د دې پېژندنې معنا دا نه ده چې موږ به په هغو شېبو کې چې دوی عمل کاوه، تر دوی ښې فیصلې کړې وای.

د نورو کسانو د تېرو چارو په اړه چې قضاوت کوو او د وخت عنصر په نظر کې نه نیسو، فیصلې به مو عادلانه نه وي. منظور دا نه دی چې د تېر وخت په تېروتنو به سترګې پټوو، ځکه بیا خو له ماضي زده کړه نه کېږي، منظور دا دی چې تېر عملونه به د هغه وخت د حالاتو په رڼا کې تلو، کنه نو تللی او پېژندلی یې نه شو.

هره زمانه خپل ارزښتونه او د عملونو د تللو لپاره خپل کاڼي لري. د اوسنیو ارزښتونو په رڼا کې د پخوانو په کړنو باندې قضاوت کولو او له یوې زمانې څخه د بلې زمانې توقع لرلو ته اناکرونیزم وایي.

د وخت عنصر ته بې پامي د اناکرونیزم (anachronism) ستونزه هم پېښوي. اناکرونیزم له پخوانو سره د ناسم او ظالمانه چلند سبب کېږي. د پخوانو واکمنو ډېرعملونه مثلا د ګڼو ښځو لرل، د وینځو او غلامانو ساتل یا په وړه خبره اعدامول د اوسنیو ارزښتونو خلاف دي. د دوی د عملونو په اړه سم قضاوت راته هاله ممکن دی چې د دوی د خپلې زمانې د ارزښتونو په رڼا کې ورته وګورو. څو ورځې له مخه یوه ځوان لیکلي وو چې سلطان محمود غزنوي او احمد شاه ابدالي حق نه درلود چې په هندوستان باندې حملې وکړي او پردي ملکونه ونیسي. ده دا خبره ځکه کوله چې د اوسنۍ زمانې حقوقي سستم یې په نظر کې و. مونږ اوس د هېوادونو د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او مشخصو پولو مفاهیم لرو چې پخواني ورسره اشنا نه وو. اناکرونیزم له پخوانو سره په بې انصافي سربېره د پخوا وخت د نه پیژندلو او له ماضي څخه د څه نه زده کولو سبب ګرځي.

داسې هم کېږي چې خپل وخت ته د ماضي له عینکو وګورو او بیا هم زمانې له یو بل سره غلطې کړو. له اوسني وخته دا توقع چې د تېرو زمانو په شان دې شي، د اوسني وخت له اوسېدونکو سره بې انصافي ده. زموږ په سیمه کې تر ابن سینا لوی طبیب نه دی تېر شوی خو که ناروغ شو د ابن سینا په کتابونو کې د علاج نسخه نه پلټو، بلکې د کوڅې د سر ډاکتر ته ورځو، ځکه په دې پوهېږو چې د ابن سینا له زمانې راهیسې بشر زر کاله نور مزل کړی او اوسنی معمولي طبیب تر پخوانو لویو طبیبانو د ناروغ په علاج ښه پوهېږي.

د پېښو په اړه زموږ د قضاوت بل مشکل دا کېدی شي چې د ذهن د لټۍ یا د رواني غوښتنو په اساس په ساده، یو اړخیزو او بل ملامت کوونکو عواملو پسې وګرځو.

که یو څوک خاورې راوښندي او سترګې له خاورو را ډکې کړي یا تېز باد والوزي او دغه کانه راسره وشي، ایا زما غبرګون به په دواړو حالتونو کې یو شان وي؟ نه. باد مې صرف ناکراره کوي او انسان ته په قهرېږم. په انسان باندې د زړه تشولو امکان لرم او که زورور و، پسې شا پسې بد رد وایم خو د باد په مقابل کې یوازې دستمال له جېبه راباسم چې دوړې وڅنډم او سترګې پټوم چې لا زیات په تکلیف نه شم.

موږ د ناوړو پېښو او بدمرغیو په انساني عامل پسې په دې وجه زیات ګرځو چې د زړه تشولو فرصت پکې پیدا کوو. که په کور کې څوک پاڅي چې څراغ بل کړي او څراغ له سویچ وهلو سره وسوځي، دغه وخت کېدی شي هغه ته ووایم: سړی احتیاط کوي! دا خبره ځکه کوم چې د زړه تشولو چانس راکوي، کنه نو د سویچ وهلو د طریقې او د څراغ سوځېدلو تر منځ رابطه پیدا کول ډېر سخته دي. ډېر امکان دا دی چې د کور د برق په سستم کې شارتي به د څراغ سوځېدلو عامل وي خو په شارتي باندې زړه نه سړېږي او بله دا چې د شارتي په نه چاره کولو کې ما ته هم د ملامتي ګوته نېول کېدای شي. نو زما په طبعه برابره خبره دا ده چې سویچ وهونکی پړ وبلل شي.

هغو عواملو ته ساختاري وایو چې اصلي نقش پکې د حالاتو وي، نه مستقیما د وګړیو. د هند په لور د غزنوي محمود او احمد شاه بابا په لښکر لېږد کې د دوی دواړو د ښه مدیریت، زړه ورتیا او پوځي نبوغ برخه وه، خو ایا که دوی د هندوستان اوسېدونکي وای چې خاوره یې ډېره حاصل خېزه ده، بیا به یې هم د افغانستان یا منځني اسیا د نسبتا کم حاصلو خاورو د نیولو ریسک منلی وای؟ د هند او افغانستان اقتصادي او جغرافیايي توپیرونه ځینې هغه ساختاري عوامل وو چې په غالب ګومان د دوی تر شخصیتي ځانګړنو یې د هند په حملو کې ونډه زیاته وه.

داسې وګڼئ چې د یو چا زوی په افغانستان او لور یې په جرمني کې سبق وایي او لور یې په درسونو کې تکړه وي. اوس که دی په زوی پړه اچوي چې د لور په اندازه لایق نه دی، اشتباه کوي. د جرمني د معارف کتابونو، د استادانو د استخدام سستم او نور چاپېریال چې ساختاري عوامل دي، د ده د لور له تکړه والي سره لویه مرسته کړې ده. دې کې شک نشته چې په افغانستان کې به داسې زده کوونکي پیدا شي چې د ډېر زحمت او ذکاوت په وجه به د جرمني د ښوونځي تر زده کوونکو لایق وي خو دا مثالونه عام کېدلی نه شي ځکه دا ساختارونه دي چې په عمومي حالت باندې ډېراثر غورځوي، نه د ځينو کسانو خپلې ځانګړنې.

 د افغانستان په یوه کورنۍ کې معمولا پنځه، شپږ اولادونه وي او په جرمنۍ کورنۍ کې ممکن دوه ماشومان وي. د افغانې کورنۍ مور و پلار به غالبا دواړه نالوستي وي او د جرمنۍ کورنۍ مور و پلار به خامخا لوستي وي. د کورنیو د دغه دوه ډوله ساختارونو په نتیجه کې پیدا شوي کوچنیان یو ډول برخلیک نه شي لرلای. دا یو ساختار د داسې ټولنې له جوړېدو سره مرسته کوي چې ژوند پکې اسوده وي او دا بل ساختار ټولنه په ستونزو کې ایساره ساتي.

بنیادم په فطري ډول د علتونو د موندلو شوقي دی خو په عین حال کې اکثره کسان د خپل ذهن د ستړي کولو حوصله نه لري. دوی په اسانو دلایلو پسې ګرځي او ډېر ځله د یوه عامل په موندلو باندې قناعت کوي، حال دا چې د پېښو عوامل ګڼ او پېچلي وي. دغه راز زموږ ذهني تمایلات، زموږ ډله او ګټې په شعوري یا لاشعوري ډول زموږ قضاوتونو ته لوری ورکوي او معمولا په هغو عواملو پسې ګرځو چې په طبعه مو برابر وي.

اوسنیو رسنیو وګړیو ته د ځان ښودلو فوق العاده فرصت په ګوتو ورکړی دی. مونږ چې باید ځان پوه او خبر او خواخوږي ثابت کړو او په عین حال کې د زړه سړولو فرصت هم پیدا کړو نو چې څنګه یوه پېښه وشي، سمدستي یې د علت پیدا کولو هوس راپیدا شي او په نتیجه کې یو چا ته ، یو قام ته، یو هېواد ته ، یو حکومت ته، یوه ګوند ته د ابلیس نقش ورکړو.

د دې لپاره چې اوسنیو ستونزو ته واقعي حل لارې ومومو او له تېرو پېښو واقعي زده کړه وکړو، راته پکار ده په خپلو روحي او ذهني محدودو چوکاټونو کې ایسار پاته نه شو او بدبینه ونه اوسو. انسان ابلیس نه دی چې خامخا به بد کوي، بلکې د هر انسان او هر جماعت په کړنو باندې ډېر ګڼ او متضاد عوامل اثر پرېباسي او د دغو عواملو یوه لویه برخه ساختاري ده. هغه ذهنیت چې یوازې د افرادو په ملامتولو پسې ګرځي، د خپل څښتن روحیه خرابوي، خپل څښتن د حقیقت له موندلو محروموي او په ټولنه کې نفاق زیاتوي. بهتره ده چې د ساختارونو مطالعې ته لا زیات پام واړوو او د وګړیو په ملامتي کې احتیاط وکړو، کنه نو د اجتماع ډېر خواخوږي او د کار کسان به هم خپل خیر په شخصي ژوند کې وګوري او د تومت و ملامتۍ له وېرې به له اجتماعي چارو ځان لرې وساتي.

       د ۱۴۰۲ کال دلو

نوی ژوند او اخلاق | اسدالله غضنفر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب