شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه اروزګان کې د یوه کلنیک پر سر په لانجه کې ۳...

په اروزګان کې د یوه کلنیک پر سر په لانجه کې ۳ تنه ووژل شول

تاند (جمعه، د حمل ۱۷ مه) د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کې پرون د یوه کلنیک پر سر په لانجه کې درې تنه ووژل شول.

په اروزګان کې د پېښې شاهدانو تاند ته وویل چې لانجه په دې پیل شوه چې د چارچینو په مرکزي بازار کې یو شمېر کسانو د کلینک د ځای له بدلېدو او یو شمېر نورو یې د نه بدلیدو غوښتنه لرله.

د اروزګان د امنیه قومانداني ویندوی بلال روزګاني بیا رسنیو ته ویلي چې پېښه پرون (پنجشنبې) هغه مهال رامنځته شوه چې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو د تګاب په نوم روغتون ډاکتران دې قراردادونه تمدید کړي خو ځینو نورو کسانو یې مخالفت کاوه چې په نتیجه کې یې د روغتون ساتونکو پر خلکو ډزې وکړې او له کبله یې درې تنه ځای پر ځای ووژل شول.

روزګاني وايي چې د روغتون هغه ساتونکي نیول شوي چې پر خلکو یې ډزې کړې وې.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې ساتونکو ولې ډزې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب