یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي اتحادیه د افغانستان د سیلونو او سړې هوا له اغېزمن شویو...

اروپايي اتحادیه د افغانستان د سیلونو او سړې هوا له اغېزمن شویو سره مرسته کوي

تاند (جمعه، د حمل ۱۷ مه) اروپايي اتحادیه د بادغیس او کندوز په شمول د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د وروستیو ورځو د سړې هوا له کبله له اغېز شویو خلکو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازندوی دفتر نن پر خپله ویبپاڼه راپور ورکړ چې دې اتحادیې یو نیم لک یورو ځانګړي کړي څو په وسیله یې د مارچ د میاشتې په وروستیو کې د هوا د ناببره سړېدو له کبله له ۱۱۲۰۰ تنو اغېزمن شویو سره د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د سره میاشت ټولنو له لارې مرسته وکړي.

د اروپايي اتحادیې له لوري له اغېزمن شویو کسانو سره په مرسته کې تودې جامې، بوټونه او څه پیسې شاملې دي څو اغېزمن شوي کسان په خپله خوښه ضروري شیان پرې رانیسی.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ژمي په وروستیو کې لږترلږه ۷۰ تنه مړه اوتر ۱۴۰۰۰ ډېر نور شدید اغېزمن شول.

همداراز د ورښتونو او سړې هوا له کبله تر ۲۸۰ زره ډېر څاروي مړه شول او نژدې یو نیم زر کورونه ویجاړ شول.

له بلې خوا د مهاجرت نړیوال سازمان وايي د دوی ټیمونه په افغانستان کې د وروستیو سېلونو له کبله اغېزمنو شویو کسانو ته د اضطراري مرستو  رسولو ته دوام ورکوي. دې ادارې پرون په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې په فاریاب ولایت کې یې هم ۷۲ کورنیو ته خېمې، بړستنې، د لمریزې برېښنا وسایل، تاوده کالي او نور تجهیزات ورکړي دي.

1 COMMENT

  1. اروپايي صليبي اتحاديه دې د فلسطین سره مرسته وکړي، چي صهيونيستي رژيم تر محاصرې لاندې دي او د بشري جنايتونو په سلسله کې يې پرې لوږه مسلطه کړې ده. دغه سازمانونه ټول منافقان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب