Homeخبرونهفراه کې پر لمونځ کوونکو د وسله والو ډزې

فراه کې پر لمونځ کوونکو د وسله والو ډزې

تاند (  جمعه، د حمل ۱۷ مه) راپورونه وایي، چې د فراه په پښتون کوټ ولسوالۍ کې نن د یوه جومات پر لمونځ کوونکو وسله والو کسانو ډزې کړې دي.

ویل شوي، چې په دغو ډزو ۳ تنه وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

د یوه وژل شوي کس په اړه ویل شوي، چې حاجي محمد اکبر روفي نومیږي او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پخوانیو کسانو دی.

د دغو ډزو انګېزه او لامل نه دی څرګند.

چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

مخکې د جمعې او نورو لمونځونو پر مهال په جوماتونو کې ډېر ځله شیعه مذهبه افغانان په نښه کېدل او د پېښو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...