شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: له دوکاندارانو د لوحو مالیه نوره مه اخلئ

ملا هبت الله: له دوکاندارانو د لوحو مالیه نوره مه اخلئ

تاند (  جمعه، د حمل ۱۷ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په یوه فرمان کې خپلو اړوندو چارواکو ته امر کړی، چې نور له دوکاندرانو د لوحو په سر مالیه وانخلي.

دغه مالیه، د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې وضع شوې وه، چې وخت په وخت ترې شکایتونه کېدل.

اوس د طالبانو د مشر په فرمان کې راغلي، چې له هغو تجارتي لوحو پرته چې د ښاروالیو اړوند دي او سوداګریز اعلانونه پرې ځړول کیږي، پر نورو لوحو مالیه اخیستل منع شوي دي.

له لوحو پرته، په ډېرو نورو برخو کې هم د طالبانو رژیم پر خلکو سختې مالیې وضع کړي، چې د خلکو د شکایتونو او اعتراضونو سبب شوي دي.

د شکایت کوونکو په وینا، د طالبانو رژیم د خپلو عوایدو او لګښتونو د پوره کولو زور له دوی باسي او ظالمانه مالیې او ټېکسونه یې په بېلابېلو برخو کې پرې وضع کړي دي.

طالب چارواکو بیا وخت پر وخت د عوایدو د لوړوالي خبر ورکړی او د اضافي او ظالمانه ټیکسونو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

3 COMMENTS

  1. د مالیو راټولول تخصص نه غواړی تاسی به لیدلی وه چی د مجاهدینو په حکومت کی ۱۳۷۱تر ۷۴ د مالیی راټولولو لپاره په هره لویه لاره د هر تنظیم له خوا په سلهاو پاټکونه جوړ شوی وه د هر شی به دمالیی په نوم پیسی اخستل کیدی حکومت به د مستوفیتونو له لاری په خپله خوښه مالیه ټولوله ، که چیری به راټولول لږ ځنډ شول نو بیا به د امریکایانو له خوا جوړ شوی د جرایمو قانون ورباندی پلی کیدو د مالیی څخه به جریمه لس برابره زیاته وه د اسلام خادمانو جریمه معاف کړه ولی د هغی تشه یی د مالیی په زیاتولو ډکه کړه بله ډیره په زړه پوری خبره خو دا ده چی د کلاشنکوف په زور راټولیږی زاړه قوانین خو لغوه شوی اوس خپله مالیه راټولونکی قانون هم دی اندازه یی خپله ټاکی د تقاعد ورکړه غیر شرعی وکڼل شوه ولی د معاش څخه اته فیصده تقاعد او مالیه ګرځول شرعی دی ځک چی حماسی صیب فتوا ورکړی عشر او زکات خو په خپل خای دی الله ج دی خیر کړی چی نور به لا څه کیږی.

  2. د افغان غیرتی ملت تباهی لپاره د پنجابیانو له خوا د امریکا په ډالرو تربیه شوی قادیانی چړیان منظم پلانیز قدمونه اخلی دا ملی خائینین کوشش کوی چی ملت هم وږۍ وساتی او هم د تعلیم څخه محروم کړۍ شی او دی خائینو قادیانیو چړیانو جلکۍ د مکتبونو او پوهنتونونو څخه او میرمنی د بهرنیو کارونو څخه منع کړی دی او دا غلام قادیانی چړیان د پنجاب له خوا ورکړ شوۍ پلان لری چی فعلی مکتبونه او پوهنتونونه په مدرسو او شرعیاتو بدل کړی !!!!

    یاده : اوس حتی اکثره کمونیستان په تبصرو کښی مذهبی الفاظ استعمالوی او باید د قاتلو خرڅ شوو کمونیستانو یو ځای کیدل د غلامو قادیانیو چړیانو سره تکراری مسلسل په ګوته شی !!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب