جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهسیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو ته د واکمن رژیم خبرداری

سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو ته د واکمن رژیم خبرداری

تاند (  جمعه، د حمل ۱۷ مه) پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ټول سیاسي ګوندونه او ټولنیز سازمانونه لغوه اعلان او له دغو ادرسونو د نه فعالیتونو او موقف ګیریو خبرداری ورته ورکړ.

د طالبانو عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، د دوی له واكمنېدو سره په هېواد کې سياسي ګوندونو فعاليت منع اعلان شوی او د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم په عدلیې وزارت کې لغو او د یاد وزارت له تشكيلاتو څخه ایستل شوی دی.

سرچینه زیاتوي: له دې سره په دې وروستيو کې د يو شمير سياسي ګوندونو مسوولین چې په تېر نظام کې په عدليې وزارت کې ثبت وو، د خپلو لغو شویو ګوندونو له آدرسونو څخه دریځ نیونې او کړنې ترسره کړي.

د عدليې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعاليت غير قانوني ګڼلی او خبرداری ورکړی چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سر غړونکو سره« قانوني او شرعي چلند» وکړي.

دغه راز یاد وزارت د ټولنيزو ټولنو فعالیت چې په جمهوري نظام کې فعاله وو، د تعلیق په حالت کې راوستلي او ویلي، يوازې خيريه بنسټونه او اتحاديې کولی شي د اصولو په چوکاټ او دغه وزارت څخه په رسمي جواز سره فعاليت وكړي.

ياد شوي وزارت هغو خیریه بنسټونو او نورو ټولنيزو ټولنو ته چې له جواز څخه پرته او په غير قانوني ډول فعالیت ترسره کوي هم خبرداری ورکړی چې له غير قانوني فعاليت څخه ډډه وکړي؛ ګنې له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

د طالبانو دا پرېکړه، د څارونکو او ګوندونو توندو غبرګونونو سره مخ شوې او ویل شوي، چې دوی د واک د انحصار او له ټولنې او فعالیتونو د ټولو غیر طالبو څېرو د حذف او ګوښه کولو په هڅه کې دي.

2 COMMENTS

  1. دا یی پر ځای پریکړه کړی او ده لا ستائیلو چی دغسی مهم کثافت سره دجړو ختموی ، همیشه دوی ناچله کوندونو دولس داستازیتوب دعوی کړی اودولس له ادرسه ېې خپل جیبونه اوچوکی ډکی کړی خو ولس ته هیڅ خیر ندی رسیدلی .

  2. دا د اسلامی حکومت سره هیڅکله هم تړاو نلری بلکی د شخصی زندانونو د قوماندان خبره ده: ځکه الله متعال فرمایی- أتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم ژباړه – آیا خلکو ته په نیکیو امر کوی او ځانونه مو هیر کړی.
    ۱-دا موقف سر پرست دی او قوماندانی نده له اسلام او غصب شوی صلاحیت غلطه استفاده مه کوه .
    ۲-داخلی مشروعیت او قانونی خلاء نه وړاندی خبری عاقلانه ندی.
    ۳- د مشروعیت او قوانینو وروسته ، ایا ددی فیصلی صلاحیت څوک درکوی که نه؟ اوس عقده یی برخورد د ملت سره بل ظلم دی .
    ۴- وروسته له مشروعیت او قوانینو، آیا ته ددی منصب مستحق یی که نه؟ یا لکه نوم هر څه دی جعلی دی؟
    ۵- په اسلام کی غیر مسؤل واجب الاحترام ټولواک مامور نشته .
    ۶-ستا حکمونه بماانزل الله سره باید موافق وی ورنه ته مرتکب د ظلم ،فسق او کفر ګرځی.
    نور لسګونه دلایل شته چي ستا دا دریځ د ملت په وړاندی جاهلانه ثابتوی نو پدی روش د مجاهد ملت خولی او خپل جنایات نشی پټولی
    دمنصب سره عقل ،علم او انسانی اخلاق ضروری دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب