سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+انسان پیژندنه | متقاعدجنرال دولت وزیري

انسان پیژندنه | متقاعدجنرال دولت وزیري

لوی خدای ج د ټولو مخلوقاتو خالق دی. په ټولو مخلوقاتو کې يې انسان اشرف المخلوقات خلق کړی دی. شیطان چې ملایکه وه په دې توګه د توق لعنت مستحق وګڼل شو چې انسان یانې بابا آدم ع ته يې د درناوي سر ټیټ نه کړ. خو دا په دې مانا نه ده چې هر ډول انسان دې خدای ج ته نیږدې اؤ د درناوي وړ وي.
رحمان بابا وايې:

په آدم کې د هیواد خویونه هم شته
بیا هله يې آدم بوله چې آدم شي

خدای ج ته هغه انسان نیږدي وي چې متقي، د اسلام او د انسانیت پر لاره برابر وي. ابراهیم ع يې د نمرود، موسی ع يې د فرعون، ایوب ع يې د ناروغیو، یوسف ع يې د خپلو ورونو، اسمعیل ع يې د چړې اؤ محمد ص يې د ډیرو ناتاړو څخه په خپل کرم وساتل.

ښه انسانان تل متواضح وي. تکبر او غرور بد ګڼي. تل يې د خدای ج له مخلوق سره مينه اؤ ټولو ته په درناوي کې لومړی وي. لومړی سلام ورکوي اؤ د نورو څخه د دې په تمه نه وي چې یواځې د ده درناوی وشي اؤ ده ته د ښاغلي په سترګه وګوري.

خدای ج انسانانو ته د فکر کولو صلاحيت ور کړی دی. ښه انسانان د عقل له مخې خپل کارونه چمتو کوي. لومړی فکر په کار اچوي اؤ بیا د یوه کار د اجرا لپاره عمل کوي. ډیر فکر کوي اؤ لږی خبری کوي. دا ډول انسانان په دوو سترګو ګوري. په دوو غوږونوج اوري، په دوو لاسونو يی لمس کوي، خو په یوه ژبه اؤ لږی خبرې کوي.
د حضرت پیغمبر ص هدایت دی وايې: ويې بخښنه چې لوی خدای ج تا وبخښي. لوی انسانان تل د انتقام په فکر کې نه وي. بخښل اؤ د مخلوق چوپړ يې تل د لارې اؤ ژوند موخه وي.

په ژوند کې په نورو نیوکه کول ډیر اسانه کار دی. وايې: یوه ګوته چې بل ته نیسي څلور ګوتې بیا ستا پر خوا وي.
ستر اؤ د خدای ج پر لاره برابر کسان تل پر ځان نیوکه مني اؤ په نورو که نیوکه کوي هغه به د اصلاح لپاره وي، نه د هغه کس د ټیټولو او کړولو لپاره.

ښه انسانان اشتباه نه کوئ اؤ که چیرې اشتباه وکړي، ډیر ژر يې د جبران کولو په فکر کې وي. وايې: انسانان اشتباه کوي، خو ښه انسانان يې په رفع کولو کې بې له ځنډه اقدام کوي اؤ په خپله اشتباه اقرار کوي.

لوی انسانان د نورو درناوی کوي اؤ د چا سپکه اؤ سپوره پسې نه ګرځي. تل د خدای د مخلوق سره مينه کوي اؤ د نفرت پر ځآی مینه اؤ درناوي خپل خط ټاکي. دروغ نه وايې. غیبت بد ګڼي. رښتیا اؤ حق ویل يې د ژوند کړنه وي. د بېوزلو سره مرسته کوي. د لویانو درناوی اؤ د کوچنیانو سره په شفقت عمل کوي.

متقي اؤ پرهیزګاره انسانان تل ښه او د ځان په څیر کسان د دوستۍ اؤ ملګرتوب لپاره ټاکي. خپل ملګري له لاسه نه ورکوئ اؤ د نوو ملګرو په ټاکلو کې ډیر محتاط وي اؤ د ډیر غور وروسته نوي ملګري د خپل ملګرتوب په دایره کې. شاملوي.

د بېوزلو اؤ محتاجو کسانو سره مرسته د ښو انسانان کار وي. تل سخي وي. له بخل څخه ځان ساتي اؤ تل د یووالي اؤ د نورو سره د ګډ ژوند پلوي وي.

لوی خدای ج ته هغه انسانان نیږدي وي، چې متقي، د خدای پر لاره برابر، د خدای ج د مخلوق په چوپړ، مینه اؤ درناوی يې د ژوند برخه وي.

دا اؤ دې ته ورته صفات د ښو انسانانو په وجود کې راټول اؤ د ژوند کړني يې وي. د ښو انسانانو په پیژنده کې دقت پکار دي خو دا په دې مانا نه دي چې هر چا ته د شک په سترګه وکتل سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب