شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ډیورنډ رسمي پوله ده او نړیوالو په رسمیت پېژندلی

پاکستان: ډیورنډ رسمي پوله ده او نړیوالو په رسمیت پېژندلی

تاند (جمعه، د دلوې ۱۳ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې د افغانستان پر واکمن رژیم د پخوانیو تورونو د دوام تر څنګ د یوه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې کړې وې، ضمني غبرګون وښود.

د طالبانو د قومونو او قبایلو وزیر ملا نور الله نوري تېره اوونۍ په یوه ویډیويي پيغام کې وویل، چې افغانستان له پاکستان سره کومه رسمي پوله نه لري او ډیورنډ کرښه فرضي ده.

د قومونو او سرحدونو وزیر: افغانستان له پاکستان سره پوله نه لري – تاند (taand.net)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا ویلي، چې دغه کرښه رسمي پوله ده او نړیوالو په رسمیت پېژندلې.

ممتاز زهرا بلوچ دغه راز بیا مدعي شوه، چې د دوی د مخالفو وسله والو ډلو مشران په افغانستان کې دي او دوی یې نومونه طالب چارواکو ته سپارلي،چې دوی ونیسي او پاکستان ته وسپاري.

د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله، د طالبانو د رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ډلې د موقت اوربند خبر ورکړ.

د دغه ادعا شوي اوربند ښکېلو غاړو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په دې اړه نور دلته لوستلی شئ:

د کابل د رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د اوربند ګونګوسې – تاند (taand.net)

په دې ورځ د ډیورنډ کرښې سند لاسلیک شوی – تاند (taand.net)

د ډیورنډ کرښې په اړه د امیرخان متقي څرګندونې – تاند (taand.net)

ډیورنډ کرښي ته یوه بله کتنه | عبدالباري جهاني – تاند (taand.net)

16 COMMENTS

  1. د ډیورنډ په نوم پوله یا بل شی افغانان نه پیژنی. حتی ځمونږ ځوان نسل خو د دغی نوم سره بی الکل اشنا نه دی. ځکه په افغانستان کی په لس هاوو ژبی دی، چه په دغه ژبو کی نه د ډیورند په نوم انسان شته او نه نور ورته کلیمات.
    ځمونږ د منطیقی هیوادونو په ژبه کی هم ورته کوم نوم او شی وجود نلری. کله چه افغانان کوم کاذب شی ونه پیژنی هغه د منطق په اساس نه منی.

    نړیوالو خو په رسمی ډول د تروریست په نوم یو کاذب هیواد پنجابیستان هم پېژندلی دی، چه په ټوله نړی کی یی د وحشت او ترور ریښی خوری کړیدی. مګر متآسفانه چه نړیوالو دغه کاذب او تروریستی ملک نه د هاګ محکمي ته کش کړه او نه یی کومه بله جزآ ورکړه.

    مونږ افغانان نه د ډیورند په نوم کوم شی پیژنو او نه د نړیوال منطق سرغړوونکی کاذب هیواد دغه ډول خبری منو.

    افغانان د نړی د هاګ محکمی ته خواست او عرض کوی، چه د محمدداود د جمهوریت څخه تر اوسه پوری چه افغانستان ته کومی تباهي (انسانی، مالي او د افغانستان د ورانیدو) شویدی. د دغه ټولو مسول پنجابیستان دی. او دغه کاذب هیواد ژر ترژره د محکمی لخوا راکش او په خپله سزآ یی ورسوی.

  2. دپنجاب دالخورو تاسې پوهیږې چی د افغان زمریان ټول ټپیان شوی دی او وطن د ګیدړو په واک کښې ده ځکه دا خبری کوې د دیورند دا ناکاره کرښه د انګریز د تړون په اساس هم اوس د افغانستان حق ده دا چې تاسی تاریخ نلری او هیڅ پنجابی موپه تاریخ نه پوهیږې هغه ستاسو خپل کار ده د دې ناکاره نوم دیورند سل کاله پوره شوې او تاسو پنجابیان باید په ډیر احترام سره افغانستان ته تحویل کړې هسې دپنجاب په نوم نړې کښې څه نشته بلوڅان به خپله ازادی اخلی دیورند به لوی افغانستان کیږې کشمیر دهندوستان برخه ده او هند به یې اخلې هغه یوه ټوټه چې د تور پنجاب په نوم ده هغه به بنګلدیش که سر پیدا کړې هغه به خپل کړې د پنجابستان تاریخ نړې ته معلوم ده چې دچا وطن ده او د چا برخه کیږې لکه دا لنډغره زهرا نه پوهیژو د چا لاندی پرته ده چې دا ناکاره خبرې تری وځې

  3. نړیوالې کرښې د دو دولتونو له خوا رسما تائید او په نښه شوي وي ، چې هغو نښو ته دیمرکیشن وایی . ټول جزئیات یې د یوه رسمي قرارداد په واسطه درج او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پارلمانونو او د دولت مشرانو تر لاسلیک وروسته په اخبارونو کې نشر ، یوه کاپی یې د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم ثبت او درج وي .
    که پنجاب داسې کوم سند لري ، میدان ته دې کړي. بنا د پنجابیانو او د هغوي د مزدورانو مخونه دې تور وي .

  4. د تاند بی شرفه زړو غلو زما لیکنه مو ولې لرې کړې ده ! دغلو زامنو له یوې خوا اخلاق نلرۍ او له بلې خو د عربو غیڼ هم څټۍ ستاسو په دا مرداره عقیده نالت شی!!

  5. ښاغلی لوپر صیب ښه وخت ولری.
    وروره فکر کووم چه تاند او ټول افغانان او مسلمانان مجبور او مکلف دی کله یی چه اسلامی مقدساتو ته بی احترامی وشی، حتمند ضدیت او حساسیت ښکاره کوی. دا چه ستاسو په تبصرو کی زیاتره وخت اسلامی مقدساتو ته توهین کیږی. نو په دغه اساس ټول افغانان ستا په دغه ډول تبصرو خوښ نه دی.

    وروره ما وطندار څو میاشتی دمخه تاسی ته د وروری خواست کړی وه، چه نور دغه احساساتی تبصری مه لیکه چه ستاسی او ځمونږ تر مینځ وروری او اتفاق لا قوی او غښتلی شی.
    بیا ستاسی دیی کور ودان وی دا خبره مو راسره ومنله چه سمه ده. داچه اوس تاسی بیا دغه ډول تبصرو ته زور ورکړی دی. زه په ډیر احترام ستاسی څخه د وروری هیله کووم چه نور هغه تبصری مه لیکه کوم چه ستا سره د ورونو حساسیت پیداکوی.

    سمه ده ماته خپله په ځینو سیاسی تبصرو کی ځینی ورونه داسی کلیمی لیکی چه ورته حیران شم.
    تاسی هم کولای شی چه د خپلی تبصری نظر او فکر په څرګند ډول ولیکی مګر دغه د مقدساتو د توهین په باره کی باید د نرم پرهیز څخه کار واخلی.
    یو ځل بیا عذر، زاري او د پښتو ننواتی درته کووم. مننه
    وطندار

  6. تا دا دوه نیم جریبه کوس د رڼډۍ د غلامې وغیم د مقام په پار به ته د تورغري پنجابي فالنګ ته هم خیزې. ستا بلوڅان زوندي تر خاورو تور پنجابی لاندي کوي مګر کوسۍ د پنجابي لپاره نڅیږې !😡🐖🤮

  7. لوپر صیب تاسی لیکلی چه زه په ښځو او انجونو ډیر خفه کیږم. اوس چه ښځي او انجونی ستاسی دغه ډول تبصری ګوری هغوی ستا څخه خوابدی کیږی، خفه کیږی او د سخت روانی تکیلف سره مخامخ کیږی. ځکه د افغان انجونو او ښځو دین اسلام دی، آسمانی کتاب یی قرآنکریم دی او پیغمبر یی حضرت محمد ص دی. نو تر ټولو اول تاسو معصومی خویندی په شدید روحی تکلیف اخته کوي.

    بله خبره داده چه دا سمه ده، ځینی ورونه د سخت روانی فشار او د مهاجرت د سخت ژوند سره مخامخ دی. خو بیا هم د خپلو دینی مقدساتو خیال او ادب ساتی. تاسی چه په تبصره کی هر څه لیکي ستاسو خپل نظر دی. مګر د اسلامی مقدساتو په باره کی بد نظر ته مو لومړی زه او بیا نور ورونه او خویندی توند او شدید عکس العمل ښایو.
    دا زما تاسو ته اخره تبصره ده چه د وروری په فظآ کی می تاسو ته ولیکله، که د خویندو د حقوقو څخه دفاع کوی نو د خویندو دین، پیغمبر او نورو مقدساتو ته احترام وساتي. والسلام

    د اسلامی او غیر اسلامی ملکونو ملی شعار چه اساسی قانون کی یی ورته ځای ورکړیدی لکه
    سعودی عربستان :یو الله ج وجود لری او محمد ص یی مونږ ته د رسول الله ص په صفت رالیږلی دی (عربستان سعودی: خدایی جز خدای یگانه وجود ندارد و محمد فرستادهٔ اوست (عربی: لا إله إلا الله محمد رسول‌الله)

    مراکش: خدا، میهن، پادشاه (عربی: الله، الوطن، الملک)

    اردن: خدا، میهن، پادشاه (عربی: الله الوطن الملیک)

    ایالات متحده آمریکا: ما به خدا ایمان داریم (انگلیسی: In God We Trust)

    اسکاتلند: در دفاع من خدا از من دفاع خواهد کرد “در دفاع” (انگلیسی: In My Defens God Me Defend “IN DEFENS”

    فیلیپین: برای خدا، مردم، طبیعت و کشور (تاگالوگی: Maka-Diyos, Maka-Tao, Makakalikasan at Makabansa

    https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%81%D9%87%D8%B1%D8%B3%D8%AA_%D8%B4%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%87%D8%A7%DB%8C_%D9%85%D9%84%DB%8C

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب