Homeخبرونهد کابل د رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او ټي...

د کابل د رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د اوربند ګونګوسې

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۳ مه) د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په دغه هېواد کې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ډلې د بریدونو ټکنۍ شوې لړۍ ته په اشارې ویلي، چې په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ منځګړتوب کړی.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې دا خبره ورته باوري سرچینو کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، چې یوازې د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې ټي ټي پي ډلې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د حکومت خلاف ۲۷ بریدونه کړي.

ټي ټي پي، د پاکستان حکومت او په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم یوه هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو رژیم تر دې مخکې هم د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند منځګړتوب کړی و.

پر دې سربېره، طالب رژیم بیا- بیا ټینګار کړی چې د دواړو لوریو د سولې لپاره د مذاکراتو د دوام منځګړتوب ته هم چمتو دی، خو د پاکستان چارواکو ویلي چې ټي ټي پي سره سوله نه کوي.

له دې سره، ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ویلي چې اوسنی اوربند د پاکستان د پارلماني ټاکنو لپاره شوی.

معلومه نه ده، چې د دغه اوربند لپاره کوم ډول شرایط وضع شوي او په بدل کې یې ټي ټي پي یا د طالبانو رژیم د منځګړتوب لپاره څه  امتیاز تر لاسه کړی؟

پاکستان په وروستیو کې بیا- بیا د طالبانو رژیم ټي ټي پي ته په افغانستان کې په پناه ورکولو تورن کړی، خو طالب چارواکو دا ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي چې د افغانستان له خاورې چا ته د خطر پېښیدو اجازه نه ورکوي.

څه موده مخکې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان کابل او کندهار ته سفرونه وکړل او ویې ویل، چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو ښه کیدو لپاره یې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله سره هم خبرې کړي او ښو پایلو ته رسیدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...